د هټلر په لاس رسم شوې لوحې بیه ۲۸۶ زره پونډه

    • Author, ژباړه: هدايت الله هميم
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د جرمني د نازیانو د مشر ادولف هتلر په لاس په اوبلنو رنګونو رسم شوې هنري لوحې او رسم د جرمني په یوه لیلامځای کې په ۲۸۶ زرو پونډو (۴۰۰ زره یورو) وپلورل شوه.

د "نیووشوانسټیان کلا" دغه رسم شوې لوحې د تېرې شنبې ورځ د لیلام تر ټولو لوړه بیه وه. لوحه یوه چینايي وګړي په ۷۱ زره پونډو (۱۰۰ زره یورو) اخیستې وه.

همداشان، د "پرانیستو لونګو ګلونو" لوحه، چې د هتلر لاسلیک پرې موجود و، په ۵۲ زره پونډه (۷۲ زره یورو) وپلورل شوه.

تېر کال ددغو لوحو د خرڅلاو لپاره اعلان شوی و، چې په ۱۹۱۴ کال د هتلر په لاس په اوبلنو رنګونو رسم شوې یوه لوحه په ۹۳ زره پونډه (۱۲۹ یورو) وپلورل شوه.

د سږ کال د لیلام چارې په نوریمبرګ کې د فیډلر په نوم یوه بنسټ سمبالې کړې وې، چې وايي د په مزایده کې برازیلیان، د متحدو عربي اماراتو، فرانسې او جرمني وګړي شامل وو، خو د پېرونکو او پېرودونکو اصلي هویتونه په ډاګه نه شول.

که څه هم هتلر یو منځلاری هنرمن ګڼل کېدای شي، خو هنري شاهکارونه یې په مزایدو کې په لوړه بیه وپلورل شول.

د جرمني (فرانکفورټ) ورخپاڼې ویلي، د جرمني د قانون له مخې د هتلر په لاس کښل شوې لوحې په دې شرط پلورل کېدای شي چې د نازیانو هېڅ سمبول به پکې نه وي.

ورځپاڼه کاږي، دغه لوحې هتلر ته منسوبې شوې دي، چې په ډېری یې د هتلر لاسلیک شته، خو وايي ګڼې داسې جعلي لوحې شته چې نسبت یې هتلر ته شوی دي.

هتلر د تېرې شلمې پېړۍ په لومړیو کې د ویانا د ښکلیو هنرونو اکاډیمۍ ته د داخلېدو هڅه وکړه، خو دوه ځلې یې اکاډیمۍ غوښتنې رد کړې.

یاده ورځپاڼه زیاتوي، دغه جرمني پوځي قومندان او سیاسي مشر د ۱۹۳۳ او ۱۹۴۵ کلونو ترمنځ د دویمې نړیوالې جګړې پیلولو کې رغنده رول درلود، چې د میلیونونو انسانانو د وژل کېدو لامل شوه.