تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د طالبانو مشرتابه شورا ښايي افغانستان ته لېږدېدلې وي"
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله نننۍ گڼه کې د اسوشېټډ پرېس خبري اژانس هغه خبر راخستی چې د طالبانو د وياند هغې ادعا ته پکې کتنه شوې چې وایي؛ د طالبانو مشرتابه له پاکستانه افغانستان ته لېږدېدلې.
ورځپاڼه وايي؛ که دا خبره کره شي نو دا د افغانستان دولت پروړاندې جگړه کې د طالبانو پر ځان باور څرگندوي.
د ورځپاڼې په وينا که دا رښتيا وي نو له پاکستانه د ځان لرې کولو په برخه کې د طالبانو يوه هڅه هم بلل کېداى شي، ځکه پر طالبانو تور پورې کېږي چې پاکستان يې ملاتړ کوي.
ورځپاڼې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد وينا را اخيستې چې اسوشېټډ پرېس ته یې ویلي؛ د دوى د مشرتابه شورا څو مياشتې وړاندې افغانستان ته لېږدېدلې ده، خو د ځاى ځايگي په تړاو يې څه نه دي ويل شوي.
د طالبانو يوۀ بل چارواکي ويلي شورا د افغانستان هلمند ولايت ته لېږدېدلې. د طالبانو بله سرچينه بيا وايي؛ د عدلیې، جلب او جذب او مذهبي چارو شوراگانې د افغانستان سويل ته لېږدول شوي دي.
خو د افغانستان حکومت وياند هارون چخانسوري ویلي؛ "داسې هېڅ استخباراتي شواهد نشته، او زموږ په باور د طالبانو مشران اوس هم له هېواده بهر دي."
اکسپرېس ټريبيون:
د پاکستان چاپ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه وايي؛ کابل او اسلام اباد بیا په لوړه کچه سره اړيکې نيولي او ورسره د دوه اړخيزو اړيکو د عادي کېدو هيلې راټوکېدلي دي.
ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير نواز شريف پرونۍ کتنې ته اشاره کړې چې د ترکمنستان په عشق آباد کې د ترانسپورټ په تړاو شوې يوې نړېوالې غونډې په څنډه کې وشوه.
ورځپاڼه وايي؛ بل لوري ته د پاکستان د پوځ تلونکي مشر جنرال راحيل شريف هم د افغانستان اجراييه رييس عبدالله عبدالله سره پر ټيليفون خبرې کړي دي.
ورځپاڼه زياتوي؛ د افغانستان او پاکستان حکومتي مشرانو مشرانو په داسې حال کې سره اړيکي ټينگې کړي چې اسلام اباد د سولې بهير ته د طالبانو هڅولو په برخه کې خپلې هلې ځلې گړندۍ کړي.
ورځپاڼه زياتوي؛ په قطر کې د طالبانو دفتر د احتمالي سياسي خبرو اترو لپاره پر يوې ستراتيژۍ غور کوي.
گارډين:
د بريتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې؛ د امريکا په ويسکانسن ايالت کې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو د رايو بيا شمېرنې ته کتنه کړې او وايي؛ د هيلري کلنټن ټاکڼيز کمپاین هغو کسانو ته د مرستې ټټر وهلى چې غواړي د ځينو نورو ايالتونو رايې هم بيا له سره وشمېرل شي.
د آغلې کلنټن د ټاکنيز کمپاین چارواکو ويلي، آن که سپينه ماڼۍ له دغه بهير سره مخالفت وکړي دوى به د رايو بيا شمېرنې بهير ملاتړ کوي.
د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغو هلو ځلو ته په غبرگون کې ويلي؛ ټاکنې ختمې شوې او د پایلو د ننګولو پرځای دې ورته درناوی وشي.
ټرمپ زياته کړې چې بايد د راتلونکې په لور گام واخيستل شي.