کابل کې د زلزلې له کبله اته کسان مړه شوي دي

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په کابل کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو تائید کړه چې د جمعې په ماښام د دې ولایت په بګراميو ولسوالۍ کې د یوې نسبتا زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.

دا پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې د افغانستان هندوکش غرونو په لړۍ کې د ۱۸۱ کیلومترو په ژوروالي کې د پنځه اعشاریه اته درجې شدت زلزله رامنځته شوه.

دې زلزلې د افغانستان، پاکستان او هند ځینې برخې ولړزولې.

د کابل والي رسنیز دفتر وايي، د زلزلې له امله رامنځته شویو زورورو ټکانونو د بګراميو ولسوالۍ په ګوسفندره سیمه کې د استوګنې یو کور ونړاوه.

له پیښې وروسته په لومړیو ساعتونو کې د شپږو کسانو د مړینې او یو کس د نادرکه کېدو راپور ورکړل شو، خو وروسته معلومه شوه، چې د مړو شمېر اتو تنو ته لوړ شوی دی.

د کابل ولایت ویاند حافظ بشارت وايي، ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو. نوموړي زیاته کړه، په بشپړه توګه د یوه کور نړېدو له کبله یو پلار، مور، څلور لوڼې او دوه زامن مړه شوي دي.

د ځايي چارواکو په وینا، له پېښې وروسته د مرستندویانو ډلې سیمې ته واستول شوې او د ورک شوي کس لټون، چې مخکې یې راپور ورکړل شوی و، دوام لري، خو وروسته څرګنده شوه چې یاد کس مړ شوی دی.

د جرمني جیولوژیکي سروې (جي ایف زیډ) وايي، دا زلزله د رهیکټر په کچه ۵.۸ وه او له سیمه ییز وخت سره سم ماخوستن اته بجې او ۴۲ دقیقې وشوه. د پاکستان د ځینو برخو په ګډون، ځینو زلزله پېژندونکو ادارو په پیل کې د زلزلې شدت ۵.۹ یا حتی ۶.۱ ښودلی و، خو وروسته یې اندازه د رهیکټر په کچه ۵.۸ تائید شوه.

دا زلزله د ۱۸۱ کیلومتره په ژوروالي کې رامنځته شوې، چې معمولا برسېرن زیان رسوي، خو په افغانستان کې د کلیوالي خټینو کورونو او نازکو جوړښتونو زیان منونکي حالت ته په پام سره ان نسبتا نرمې زلزلې هم د لویو زیانونو لامل کېدای شي.

د کابل او د افغانستان ځینو ولایتونو تر څنګ دا زلزله په ګاونډیو سیمو کې هم محسوسه شوه. د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد، خیبر پښتونخوا ایالت او د پاکستان شمالي ګلګت - بلتستان اوسېدونکو هم د زلزلې ټکانونو محسوسولو یادونه کړې. د راپورونو له مخې زلزله د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په ځینو برخو کې هم محسوسه شوې ده.

د زلزلو له پلوه فعاله ساحه

د هندوکش غرونو لړۍ په سیمه کې د زلزلې له پلوه له فعالو سیمو یوه بلله کېږي. هر کال په دې سیمه کې زلزلې ثبت کېږي، چې ځینې یې درانه زیانونه هم اړوي. په دې سیمه کې د زلزلو ژوروالی معمولا د ویجاړۍ اندازه کموي، خو د کابل په څېر سیمو کې چې غیر معیاري ودانۍ ډېرې دي ان د منځني کچ زورورې زلزلې هم کولای شي ناورین رامنځته کړي.

سیمه ییزو چارواکي وايي، د مرستندویانو ټیمونه توانېدلي چې له پیښې وروسته په څو ساعتونو کې مړي له کنډوالو راوباسي. له زیانمنو کورنیو سره د مرستې کولو بهیر پیل شوی او د بګراميو ولسوالۍ په نورو برخو کې د احتمالي زیانونو پلټنه هم روانه ده.

د تېر کال په سپتمبر کې سویل ختیځ افغانستان د یو لړ زورورو او ویجاړونکو زلزلو شاهد و، چې د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې له مخې، لږترلږه پنځه زورورې زلزلې راغلې چې شدت یې تر ۶.۵ پورې و او ټکانونه یې تر کابل او اسلام اباد پورې محسوس شول. هغې زلزلې چې کنړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه یې ولړزول، له ۳۷۰۰ ډېر خلک ووژل او لسګونه کلي یې په بشپړ ډول ویجاړ کړل.