پاکستان: تېره یوه میاشت کې د پټرولو بیه ۷۷ سلنه او د ډیزلو بیه ۸۷ سلنه لوړه شوې

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د تېلو بیې لوړې کړې دي او دلیل یې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیو پرلپسې زیاتوالی یاد کړی.

د پنجشنبې په شپه د پاکستان فدرالي حکومت پټرولیم چارو لپاره وزیر علي پروېز ملک او د مالیې وزیر محمد اورنګزېب په یوه خبري غونډه کې د یوه لیټر پټرولو په بیه کې د ۱۳۷ روپۍ ۲۳ پیسو او د ډیزلو یوه لیټر بیه کې د ۱۸۴ روپۍ او ۴۹ پیسو زیاتوالی اعلان کړ. نوې بیې د پنجشنبې د شپې له ۱۲ بجو عملي شوي دي.

د تېلو بیو له دې زیاتوالي وروسته په پاکستان کې د پټرولو یوه لیټر بیه ۴۵۸ روپیو او ۴۱ پیسو ته رسېدلی او د ډیزل بیه ۵۲۰ روپیو او ۳۵ پیسو ته پورته شوې ده.

د یادونې ده، چې د ایران جګړې له پیل راهیسې د پاکستان فدرالي حکومت په تېره نژدې یوه میاشت کې دوه ځله د تېلو بیې لوړې کړې دي.

له دې مخکې د مارچ میاشتې پر ځلورمه پاکستاني چارواکو د پټرولو او ډیزلو دواړو په بیو کې ۵۵ روپۍ زیاتوالی راوستی.

په تېره یوه میاشت کې په پاکستان کې د پټرولو بیه ۷۷ سلنه (یعنی ۱۹۲.۲۳ روپۍ) لوړه شوې ده او د ډیزل بیه ۸۷ سلنه (یعنی ۲۳۹.۴۹ روپۍ) لوړه شوې ده.

د یادونې ده، چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو او ګازو رسولو چاره په لویه کچه د ایران، متحده ایالاتو او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له امله بنده پاتې ده، چې له امله یې د انرژۍ په نړیوالو بیو کې ډراماتیک زیاتوالی راغلی دی.

تېره شپه د تېلو په بیو کې د خورا ستر زیاتوالي اعلان په ترڅ کې علي پروېز ملک، د ایران جګړې ته په اشارې سره وویل، پاکستان حکومت "محدود سرچینې لري او اوسمهال وضعیت داسې نه ښکاري، چې جګړه پای ته رسېږي."

د پاکستان مالیې وزیر خبري غونډې ته وویل، "موږ محدودې سرچینې لرو او موږ (د امتیازاتو ورکولو لپاره) تر یوه بریده پورې تلای شو."

نوموړي زیاته کړه، چې د تېلو بیو لړ کې به حکومت د موټر سایکلونو، ښاري ټرانسپورټ، توکو لېږدونکو لاریو او ریل ګاډو لپاره سبسایډي په پام کې ونیول شي او هره اونۍ به دې موضوع ته بیا کتنه کېږي.