کرېکټ: افغانستان په اسانۍ سره د ایرلنډ پر وړاندې د سیالیو لړۍ وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان په سټورمونټ لوبغالي کې د ایرلنډ پر وړاندې د یوه ورځنیو سیالیو لړۍ په داسې حال کې وګټله، چې د لړۍ یوه وروستۍ لوبه لا پاتې ده.
ابراهیم ځدراڼ او صدیق الله اتل دواړو سلیزې ووهلې او د دویمې ویکټې لپاره یې ستره ملګرتیا وکړه، چې افغانستان یې د ۹ وېکټو په زیان ۳۴۳ منډو ته ورساوه. دې هدف ایرلنډ ته د خپل تاریخ تر ټولو سترې تعقیبي منډو د ترسره کولو ننګونه ور په غاړه کړه.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه تېره اوونۍ په بریډي کې د باران له امله لغوه شوې وه، خو وروسته افغانستان د دویمې لوبې د ۹۲ منډو په توپیر او د درېیمې لوبې په درې ویکټو ګټلو سره د لړۍ کنټرول په لاس کې واخیست.
که څه هم افغان توپ اچوونکو په وروستیو اورونو کې یو شمېر منډې ورکړې، خو دا بیا هم د افغانستان لپاره یوه نسبتاً اسانه بریا وه.
د ایرلنډ پرانیستونکي توپوهونکي اندریو بالبرني هم په ځوابي توپوهنه کې سلیزه جوړه کړه، خو وروسته د راشد خان ښکار شو. بالبرني په دې لړۍ کې د راشد خان دولسمې ویکټې ترلاسه کولو لړ کې یوولسم لوبغاړی و چې نوموړي وسوځاوه.
کرټس کامفر د ۴۶ توپونو پر مټ چټکې ۸۴ منډې جوړې کړې او د ایرلنډ کمزورې هیلې یې ژوندۍ وساتلې، خو د کوربه لوبډلې د بریا فرصتونه ډېر لږ ښکارېدل. ایرلنډ لوبډله په پای کې په ۳۰۱ منډو ټول وسوځېدل.
د دغې لړۍ وروستۍ لوبه به د شنبې په ورځ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې دا په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبډلې تر ټولو لوړې منډې بلل کېږي.
افغان لوبډلې له دې وړاندې په ۲۰۱۴م کال کې د شري لنکا پر وړاندې لوبه کې د ۶ وېکټو په زیان سره ۳۳۹ منډې جوړې کړې وې، چې هغه مهال په یوه پاڼۍ کې د افغان لوبډلې تر ټولو ډېرې منډې شمېرل کېدې.
د افغانستان له لوري راشد خان درې، یامین احمدزي څلور او عظمت الله عمرزي دوې وېکټې ترلاسه کړې.
د افغان له لوري راشد خان په خپل نهم اوور کې په دوو پرلپسې توپونو دوې پرلپسې ویکټې ترلاسه کړې او د ايرلنډ لوبډلې پنځم او شپږم توپوهونکي یې له ډګره بهر کړل.
له دې مخکې د اګست پر لسمه افغانستان ایرلنډ ته د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو په درېیمه لوبه کې په دريو وېکټو ماته ورکړه او له دې سره یې د ۲۰۲۷ کال پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو ته مخامخ لاره پیدا کړه.
د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د یوه ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه یې د روانې میاشتې پر ۱۵مه نېټه ترسره کېږي.

















