امریکا او سعودي عرب د اټومي پروګرام په اړه تاریخي تړون لاسلیک کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جیمز فیټزجیرالډ او میکس متزا
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
امریکا او سعودي عرب یو مهم تړون لاسلیک کړ چې د راپورونو له مخې به خلیجي مملکت ته اجازه ورکړي، چې خپل ملکي اټومي پروګرام ته پراختیا ورکړي.
دا تړون د ''سولېیزې اټومي همکارۍ تړون'' په توګه یاد شوی، چې د امریکا د انرژۍ وزارت د یوې اعلامیې له مخې به د سعودي عرب د اټومي انرژۍ په پروګرام کې امریکايي شرکتونو ته ''پراخ لاسرسی'' برابر کړي.
د امریکا انرژۍ وزارت په وینا دواړو هېوادونو دغه راز د ''دوه اړخیز خوندیتوب تدابیرو تړون'' هم لاسلیک کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي: ''دغه دوه تړونونه په ګډه د څو لسیزو اوږدې او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ملګرتیا لپاره حقوقي بنسټ برابروي. دا ملګرتیا به د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي په ګډون یو شمېر مهم اقتصادي او ستراتیژیک هدفونه، پرمخ یوسي.''
د تړون دقیق جزییات نه دي خپاره شوي، خو مخکینیو رسنیزو راپورونو ښودلې وه چې سعودي عرب به له امریکا سره د یوې ګډې څېړنې له ترسره کولو وروسته، اجازه ومومي چې په خپله خاوره کې یورانیم بډای کړي او د دې پر ځای، چې پر وارداتي توکو تکیه وکړي، د بډاینې لپاره به د امریکا لخوا په جوړېدونکو تاسیساتو کې اټومي سون توکي تولید کړي.
دا پروژه امریکا ته د میلیاردونو ډالرو اقتصادي ارزښت لرلی شي، ځکه امریکايي شرکتونه ښايي د هغو تاسیساتو په جوړولو کې برخه واخلي چې بډایه شوی یورانیم تولیدوي. بډایه شوی یورانیم هم د برېښناکوټونو د سون توکي په توګه کارول کېدای شي او هم د اټومي وسلو په جوړولو کې کارېدلی شي.
د چهارشنبې ورځې د اعلامیې له مخې، دا تړون به ''د اټومي خوندیتوب، امنیت او د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي د لوړو معیارونو په ساتلو سره د امریکا او سیمې امنیت پیاوړی کړي، او د ملکي اټومي ټکنالوژۍ په برخه کې به د امریکا سیالي برتري نوره هم ټینګه کړي.''
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وايي:
''باور وکړئ چې دا تړونونه د اټومي خوندیتوب او د اټومي وسلو د نه خپرېدو تر ټولو لوړ معیارونه ساتي، او د نړۍ پر غوره اټومي ټکنالوژۍ او پوهانو ولاړ دي چې دلته په متحده ایالاتو کې ډیزاین شوي دي.''
هغه زیاته کړه:
''د ولسمشر ټرمپ مننه، د امریکا اټومي رنسانس پیل شوي او دا به د امریکا او سعودي عرب خلکو ته اوږدمهاله ګټې ورسوي.''
د اټومي چارو کارپوهانو او پخوانیو اسرائیلي چارواکو، چې په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو نژدې متحد بلل کېږي، اندېښنه څرګنده کړې چې دا پلان ښايي په پای کې سعودي عرب ته د اټومي وسلې د جوړولو وړتیا ورکړي.
دوی وايي، که څه هم د تړون موخه د ملکي اټومي انرژۍ پراختیا بلل شوې، خو د یورانیمو د بډایه کولو ټکنالوژي دوه ګونی استعمال لري او د برېښنا د تولید تر څنګ د اټومي وسلو په پروګرامونو کې هم کارېدلی شي.
ټاکل شوې چې دا تړون اوس د کتنې او ارزونې لپاره د امریکا کانګرېس ته واستول شي. ښايي چې د دواړو ګوندونو ځینې قانون جوړونکي به له دې موافقې سره مخالفت وکړي، خو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند د کانګرېس په دواړو جرګو، یعنې استازو جرګه او سنا کې اکثریت لري.
د یورانیمو بډایه کولو شرط دا تړون له هغه تړونه جلا کوي چې امریکا په ۲۰۰۹ کال کې د سعودي عرب له ګاونډي متحده عربي اماراتو سره لاسلیک کړی و. د هغه تړون له مخې، امارات په خپله خاوره کې اټومي سون توکي نه تولیدوي او یو لړ نور محدودیتونه هم مني.
له همدې امله تمه کېږي چې دا نوی تړون د اټومي وسلو د نه خپرېدو د ملاتړو او فعالانو اندېښنې هم را وپاروي. د دغو ډلو اساسي موخه دا ده چې په نړۍ کې د اټومي وسلو د شمېر د زیاتېدو مخه ونیول شي.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا او سعودي عرب دغه تړون لا دمخه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا تصویب شوی دی.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، که د امریکا او سعودي عرب له ګډې څېړنې وروسته واشنګټن په سعودي عرب کې د یورانیمو له بډایه کولو سره مخالفت وکړي، ریاض به ونه شي کولی د لسو کلونو لپاره دا کار په خپل سر یا د کوم بل بهرني شریک په مرسته ترسره کړي.
دغه راز، د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا او سعودي عرب نوی اټومي تړون له دې شرط سره نه دی تړل شوی چې سعودي عرب باید له اسرائیل سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې عادي کړي.
د سعودي عرب او اسرائیل ترمنځ د اړیکو عادي کول پرلپسې د امریکايي ولسمشرانو له مهمو بهرنیو سیاستونو او موخو ګڼل کېدل.
د ایران اټومي موضوع له ایران سره د امریکا او اسرائیل د څو میاشتو کړکېچ او شخړې مرکزي نکته پاتې شوې ده.
امریکا او اسرائیل وایي، د دوی د پوځي اقداماتو او فشارونو له اصلي دلایلو یو دا و چې د ایران د اټومي وسلې د جوړولو مخه ونیسي. دواړه هېوادونه ټینګار کوي چې ایران باید هېڅکله د اټومي بم د جوړولو وړتیا ترلاسه نه کړي. تهران بیا دا ادعاوې ردوي او وایي چې د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري او اټومي پروګرام یې سوله ییز اهداف لري.
د سعودي عرب فعلي واکمن او ولیعهد، محمد بن سلمان، په ۲۰۱۸ کال کې له سي بي اېس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې هېواد یې د اټومي وسلې د ترلاسه کولو پلان نه لري، خو خبرداری یې ورکړی و:
''بې له شکه، که ایران اټومي بم جوړ کړي، موږ به هم ژر تر ژره ورته ګام پورته کړو.''
سعودي عرب: دا تړون به د اټومي امنیت، خوندیتوب او د اټومي وسلو نه خپرېدو په برخه کې همکاري پیاوړې کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي عرب حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي چې له امریکا سره یې د اټومي انرژۍ د سوله ییزو کارونو په اړه تړون لاسلیک کړی او په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدې خبرې او مذاکرات بشپړ شوي دي.
دغه تړون د سعودي عرب د انرژۍ وزیر او د صنعت او معدني سرچینو وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان آل سعود او د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ لخوا لاسلیک شوی دی.
د سعودي حکومت په وینا، دا تړون به د اټومي امنیت، اټومي خوندیتوب او د اټومي وسلو د نه خپرېدو په برخو کې د دواړو هېوادونو ګډه همکاري لا پیاوړې کړي.
اعلامیه زیاتوي چې یاد تړون د سعودي عرب او امریکا د ګډ لید څرګندونه کوي، چې د انرژۍ، پرمختللو ټکنالوژیو او راتلونکو نوښتونو په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي او د دوامدارې پراختیا موخو ته وده ورکړي.


















