یو نړیوال خیریه بنسټ په سوریه کې د "ورک شویو" ماشومانو د قضیې په تړاو خپل یو راپور نه خپروي

    • Author, حیا البدرنه او چارلېټ الفورډ
    • دنده, د بي بي سي د څېړنیزو راپورونو برخه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

یو نړیوال خیریه بنسټ چې د ماشومانو لپاره کار کوي، غوښتنه یې کړې وه چې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال په ځانګړې توګه هغه وخت کې چې ځینې ماشومان له خپلو کورنیو جلا کړل شوي وو، د دغه بنسټ د کړنو په اړه هر اړخیزه څېړنه وشي.

اوس همدا نړیوال بنسټ وایي، پرېکړه یې کړې چې د څېړنو پایلې دې اعلان نه شي.

د دغه نړیوال خیریه بنسټ نوم چلډرڼس فېلج انټرنشنل ( SOS Children's Villages International) دی.

دغه بنسټ د سوریې کورنیو ته چې د حکومت لخوا په نیونو کې اغېزمنې شوې وې، د تاوان هغه پیسې هم لا نه دي‌ ورکړي.

یاد خیریه بنسټ ژمنه کړې وه چې خلکو ته به د تاوان پیسې ورکوي.

په دې اړه بي بي سي له یو شمېر نړیوالو خبریالانو سره یو ځای څېړنې کړې دي.

د پخواني ولسمشر بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال، د سوریې امنیتي ځواکونو سلګونه ماشومان له خپلو بندي مېندو او پلرونو څخه جلا کړل بیا همدغو ځواکونو دغه نړیوال خیریه بنسټ ( SOS) او نورو تیمو خانو ته امر وکړ چې د ماشومانو هویت او د اوسېدو ځایونه یې پټ وساتي.

بي بي سي په ۲۰۲۵ کال کې د سوریې د ورک شویو ماشومانو په تړاو یو اوږد هر اړخیز څېړنېز راپور جوړ کړ.

د دې راپور نوم د (سوریې غلا شوي ماشومان Syria's Stolen Children) و.

په دې پروژه کې د لایت هوس ریپورټرس (Lighthouse Reports) په نوم یو سازمان چې څېړنېز راپورونه جوړوي او ځینې نورې رسنۍ هم شاملې وې.

په دې څېړنه کې موندل شوي چې د سوریې پخواني رژیم له ماشومانو څخه د هغوی پر کورنیو د فشار راوړلو او د بندیانو د تبادلې په خبرو اترو کې د معاملې د وسیلې په توګه کار اخیست.

دوه خویندې چې یوه یې لیلا او بله یې غبیس نومېده، په ۲۰۱۵ کال کې له خپلې مور امامې څخه جلا کړل شوي وو او یاد نړیوال بنسټ (SOS) ته ورکړل شوي وو.

په هغه وخت کې د یوې ماشومې عمر د اتو کالو و او د بلې د څلور کالو.

نجونې درې کاله له خپلې کورنۍ لرې وې، وروسته د بندیانو تبادله وشوه او دوی بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوې.

کله چې لیان له خپلې مور سره بیا ولیدل، هغه یې نه پېژندله.

وروسته همدا کورنۍ د ملګرو ملتونو له لارې د کډوالو په توګه امریکا ته وتښتېده، خو وایي، د هغو کلونو ځور او رواني زیان تراوسه په دوی پاتې دی.

امامې (د ماشومانو مور) بي بي سي ته وویل: "که موږ یو ځای یوو او که یوازې، تل د هغه څه په اړه فکر کوو، چې پر موږ تېر شوي دي. دې پېښې زموږ د کورنۍ پر هر غړي ډېر ژور اغېز کړی دی."

په ۲۰۲۴ کال کې د بشارالاسد د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته، دغه نړیوال خیریه بنسټ (SOS) ومنله چې د سوریې امنیتي ځواکونو تر ۱۴۰ ډېر ماشومان د دې سازمان د ماشومانو د پالنې مرکزونو ته لېږدولي وو.

(SOS) خیریه بنسټ په څه باندې ۱۳۰ هېوادونو کې څانګې لري، د ملګرو ملتونو او اروپايي حکومتونو له خوا یې مرستې او بسپنې ترلاسه کړې دي.

دغه بنسټ د ناروې له یوه حقوقي شرکت ویرشولم (Wiersholm) څخه غوښتنه کړې وه، دا وڅېړي او ومومي چې په سوریه کې له کورنیو د ماشومانو د جلا کولو مسوولیت د چا پر غاړه و او د یادو پېښو مسوول څوک دی.

ویرشولم شرکت‌ په دې اړه څېړنې وکړې، خپل راپور یې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې بشپړ کړ او یاد بنسټ ته یې وسپاره.

د دغه حقوقي شرکت وکیلانو د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې بي‌بي‌سي ته وویل، چې ښايي د راپور یوه داسې بڼه خپره شي، چې په هغه کې د اړوندو کسانو هویتونه پټ ساتل شوي وي.

خو څو میاشتې وروسته، د مې په میاشت کې، بي بي سي داسې برېښنالیک ترلاسه کړ، چې ښيي په هغه کې د (SOS) خیریه بنسټ د مدیره پلاوي مشر دومینیکو پاریزي کارکوونکو ته لیکلي وو، په څېړنه کې " د ځینو مسایلو په تړاو ستونزې شته او د ده په باور په سمه توګه نه دي چمتو شوي" نو له همدې کبله نوموړي ویلي چې دغه څېړنېز راپور نه خپرېږي.

د دغه خیریه بنسټ له یوې غونډې ثبت کړای شوی غږ بي بي سي‌ او د څېړنېزې پروژې ټولو ښکېلو اړخونو ته رسېدلی، په هغه غږ کې اوریدل کېږي چې ځینو کارکوونکو " هڅه کوله دا راپور داسې وښيي چې همدغه خیریه بنسټ د هغو پېښو مسوول دی"

(SOS) خیریه بنسټ وایي، د دوی د ارزونې بهیر لا روان دی او له همدې امله نه شي کولای د سازمان د داخلي بحثونو په اړه څه وایي.

د راپور یوه نسخه چې بي بي‌ سي لیدلې، پکې ویل شوي، امنیتي ځواکونو یاد خیریه بنسټ دې ته نه و اړ کړی چې ماشومان ومني، بل دا چې د دغه خیریه بنسټ عمومي او اصلي مرکز په ویانا کې دی او ویل شوي چې همدغه مرکز بیا په سوریه کې د څانګو مسوولیت درلود.

د (SOS) خیریه بنسټ یوې ویاندې ویلي، د بنسټ مشرتابه د شوې څېړنې په اړه " خپلواکې حقوقي مشورې" ترلاسه کړي او ارزونه یې روانه ده.

نوموړې ویلي، د سازمان مشران هڅه کوي دا ومومي‌ " چې په هغه وخت کې د اخیستل شویو پرېکړو مسوولیت د چا و".

د لیلا او غبیس مور امامې وایي، د هغو کلونو د بېلتون رواني ټپونه لا هم د کورنۍ غړي اغېزمنوي.

د (SOS) خیریه بنسټ پرېکړه کړې چې د یادو پېښو‌ په اړه شوې څېړنه نه خپرېږي، خو دغه پرېکړه بیا د همدغه سازمان پاشل کېدو ته یو ګواښ هم کېدای شي.

دا نړیوال خیریه بنسټ په ۱۹۴۹ کال کې جوړ شوی دی.

په بریتانیا، ناروې، سویزرلنډ، سویډن، فرانسې او نیډرلنډ کې د دغه نړیوال بنسټ څانګو پرېکړه کړې چې له مرکزي ادارې نه جلا او خپلواکې خیریه ادارې شي.

دغو څانګو ډېرې بسپنې هم ټولې کړې وې.

په تېر ډسمبر کې د دغه خیریه بنسټ د جرمني‌ څانګې مشرانو پرېکړه کړې وه چې له مرکزي ادارې سره پرېکون وکړي خو د پرېکړه مخه ونیول شوه او په جنوري کې یاد مشران له دندې ګوښه کړای شول.

د (SOS) جرمني څانګه د نورو غړو په پرتله ډېرې بسپنې او مالي مرستې دغې ادارې ته ټولوي.

(SOS) مرکزي ادارې بي بي سي ته ویلي چې یادو مشرانو "د دندې له اصولو د جدي سرغړونو" له امله له کاره ایستل شوي دي خو یاد کسان دا ادعا ردوي او په جرمني کې یې د دغې پرېکړې په ضد قانوني دعوه کړې ده.

د ګوښه کېدو تر مخه، دغو مدیرانو د سوریې د زیانمنو شویو کسانو لپاره د "رضاکارانه جبران" په نوم یوه مالي بودیجه ځانګړې کړې وه.

خو بي بي سي ته د بېلابېلو سرچینو له خوا رسېدلي او افشا شوي سندونه ښيي، چې تر اوسه له دې بودیجې څخه پیسې نه دي وېشل شوي.

د (SOS) ویاندې وویل، چې خیریه سازمان له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې لپاره خپله "لېوالتیا" څرګنده کړې ده؛ خو د مرستو برابرول "په هغو حقوقي او عملي شرایطو پورې تړلي دي چې د اړوندو لورو ترمنځ همغږۍ ته اړتیا لري".

هغه سوریایي کورنۍ چې موږ ورسره ولیدل، ویې ویل چې لا هم د (SOS) خیریه بنسټ ځواب ته په تمه دي.

امامې وویل: "ما هیله لرله چې (SOS) به بخښنه وغواړي او له موږ سره به مرسته وکړي، او د تاوان پیسې به راکړي، خو (SOS) کې هېچا له موږ سره خبرې ونه کړې او نه یې موږ ته څه راکړل. "

دا څېړنه د بي بي سي، لایټ‌هاوس راپورونو (Lighthouse Reports)، زوډدویچه څایتونګ (Süddeutsche Zeitung)، وومن هو ون د وار (Women Who Won the War) او الجمهوریه (Al-Jumhuriya) لخوا ترسره شوې ده.

شارلټ الفریډ د لایټ‌هاوس راپورونو د ادارې مشره اېډېټره ده.