روبیو: تهران کې د روانو خبرو د پایلو اورېدو ته منتظر یو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې واشنګټن په تهران کې د روان خبرو اترو د پایلو اورېدو ته منتظر دی.

مارکو روبیو چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون لپاره سویډن ته تللی، زیاته کړې: "یو څه پرمختګ شوی دی" او "نه غواړم مبالغه وکړم، خو په وضعیت کې یو څه بدلون راغلی دی، چې دا ښه ده."

هغه دا هیله هم ښودلې چې ایران ته به د پاکستان د پوځ د لوی درستیز پلان شوی سفر د جګړې پای ته رسېدو لپاره د هوکړې په خبرو کې د پرمختګ لامل شي.‌

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د امریکا او ایران تر منځ د سولې هڅو په لړ کې ایران ته تللی، یو ځل بیا د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره کتلي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دواړو لورو د اختلافونو د حل په موخه پر وړاندیزونو خبرې کړې دي.

دا د ایران او امریکا تر منځ یوې هوکړې لپاره د هڅو په لړ کې په تېرو دوو ورځو کې د محسن نقوي او عباس عراقچي دویم ځل کاته دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر چې چارشنبې تهران ته تللی، لا هم له جګپوړو ایراني چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

ایران ویلي چې د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا وروستي وړاندیزونه ارزوي.

ټاکلې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم د منځګړیتوب د هڅو په لړ کې تهران ته لاړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي: "په دې پړاو کې د خبرو تمرکز د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې پر پای ته رسولو دی".

هغه زیاته کړې، "په رسنیو کې چې د اټومي موضوع، لکه د بډای شوو موادو یا غني کولو په اړه څه خپرېږي، یوازې اټکلونه دي او بنسټ نه لري".

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ یو ځل بیا ویلي وو چې د ایران بډای شوي یورانیم به ترې واخلي.

هغه زیاته کړې وه چې دغه یورانیم ښايي وروسته له منځه یوسي، خو غواړي ایران ته اجازه ورنکړي چې وېې لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم هیله ښودلې چې د پاکستان د پوځ د مشر احتمالي سفر به د جګړې پای ته رسولو لپاره په ډیپلوماتیکو هڅو کې پرمختګ راولي.

هغه یو ځل بیا پر ناټو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ټلواله د ایران پر ضد د امریکا ملاتړ نه کوي.

مارک روبیو ویلي: "ټرمپ له هغوی نه غواړي چې جنګي الوتکې راولېږي، خو هغوی د هر ډول همکارۍ نه ډډه کوي، او موږ له دې ډېر ناخوښه یو".

بلخوا، د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو مشرانو په ناڅاپي ډول هغه رایه‌اچونه لغوه کړه چې له ایران سره جګړه کې یې د ولسمشر ټرمپ د جګړې صلاحیتونه محدودول.

دا طرحه یوه دیموکرات استازي وړاندې کړې وه.

دا پرمختګونه ښيي چې د جمهوري غوښتونکو په منځ کې د ایران په اړه د تګلارې او د ولسمشر د پوځي صلاحیتونو پر سر اختلافونه زیات شوي دي.

ځینې غړي وايي هر ډول پراخ پوځي اقدام باید د کانګرس اجازه ولري، خو د ولسمشر ټرمپ پلویان ټینګار کوي چې ولسمشر د امریکا د ګټو د دفاع لپاره کافي واک لري.