تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لنډي کوتل کې احتجاج: د ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ لاره په مشروط ډول پرانېستل شوه
پاکستاني ترانسپوترانو او د باروړونکو موټرونو خاوندانو نن (پنجشنبه د می ۲۱مه) د خیبرپښتونخوا د خیبر په لنډي کوتل کې افغانستان ته غځېدلې لارې د احتجاج په ډول تړلې وه.
دوی څو ساعته هغه موټرونه هم درولي وو چې له پاکستانه د ایستل کېدونکو افغان کډوالو پر کډو بار وو.
دغو ترانسپوترانو غوښتنه کوله چې له شاخوا اتو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د دوی ایسارو بار وړونکو موټرونو او چلوونکو ته دې د بېرته ستنېدو زمینه برابره شي.
له دوی سره یو شمېر ځايي سیاسي فعالانو او قومي مخورو هم ملتیا کوله.
دا په تېرو څو ورځو کې دویم ځل دی چې دوی د لنډي کوتل تکیه سیمه کې احتجاج کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ټولې ځمکنۍ لارې د تېر کال اکتوبر کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له خونړیو نښتو وروسته وتړل شوې.
له دې سره دواړو غاړو ته زرګونه کسان او د سوداګریزو توکو لېږدونکي موټرونه هم ایسار پاتې شول.
اوس د تورخم، سپین بولدک – چمن او تر یوه ځایه د بهرامچې لارې یوازې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ پرانیستې، نور هېڅ ډول ځمکنی تګ راتګ نه کېږي.
د هغو باروړونکو موټرونو او چلوونکو دقیق شمېر مالوم نه دی، چې د لارو له تړل کېدو سره د ډیورنډ کرښې افغان لوري ته ایسار پاتې دي.
دغلته د دوشنبې پر ورځ هم احتجاج شوی و او ګډونوالو یې حکومت ته درې ورځې وخت ورکړی و، چې د ستونزې حل لپاره ګام واخلي.
خو له افغانستان سره پر ترانزیټ او سوداګرۍ (افغان ټرانزیټ اېنډ ټرېډ) د بوختو ترانسپوترانو مشر رحمان زېب اپریدي وویل، چې په دغو دریېو ورځو کې یو چارواکی هم نه دی ورغلی.
هغه زیاته کړه "دا اته میاشتې مو ډېرې دروازې وټکولې، خو زموږ فریاد چا وانه ورېد."
رحمان زیب واي، دا چې له دوی سره بله لارې پاتې نه وه، نو له "ډېرې مجبورۍ" ېې د افغان کډوالو پر کډو بار موټرونه رایسار کړل.
په لنډي کوتل تحصیل کې د خیبر سیاسي اتحاد او جماعت اسلامي مشر مراد حسین وايي، دا چې له ګڼو غونډو او غوښتنو سره سره زموږ غږ وانه ورېدل شول، نو سیاسي فعالان او ترانسپوتران اړشول چې د افغان کډوالو د کډو لېږدونکو موټرونو پر مخ لاره وتړي.
هغه وویل، دلته حق په احتجاج، لاریون او لارو په بندولو ورکول کېږي. موږ ته هم یوازنی لار همدا پاته شوه، چې د افغان کډوالو پر کډو بار موټرونه راوګرځوو.
مراد حسین وايي، د دوشنبې ورځې د احتجاج پر مهال یې حکومت افغانستان کې د ایسارو موټرونو او چلوونکو نوملړ سپارلی، خو تر اوسه هېڅ اقدام ونه شو.
د یادونې ده چې د تورخم، لنډي کوتل، لوړاګي او د خیبر د نورو سیمو د ډېرو اوسېدونکو کار او ژوند د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تګ راتګ او سوداګرۍ تړلی او ډېر باري او ترانسپورتي موټرونه هم د همدې سیمې د خلکو دي.
بیا د لارې تړلو ګواښ او د افغان کډوالو کړاو
له پاکستانه ایستل کېدونکي افغان کډوال او د دوی د کډو د لېږدونکو موټرونو چلوونکي وايي، د لارو تړل کېدو یې کړاو لا پسې ډېر کړی دی.
د حلیم خان په نوم یو لارۍ چلوونکی وايي، یوه اوونۍ مخکې (د می ۱۴مه) یې له کوهاټه د افغان کډوال کډه رابار کړې او ایله نن لنډي کوتل ته را رسېدلی دی.
دی وايي "موږ داسې فکر کاوه، چې اختر ته به بېرته کورونو ته راستانه شوه، خو اوس داسې ښکاري، چې اختر مو بهر راشي."
حلیم خان زیاتوي "له مشرانو غواړو چې دا لارې پرانیزي، چې هر کس خپل منزل ته ورسېږي."
دغه لار که څه هم د ځینو ځايي سیاسي او قومي مشرانو په غوښتنه نن بېرته پرانیستل شوه، خو د احتجاج ګډونوالو او ترانسپوترانو وویل چې حکومت درې نورې ورځې ورکوي او که ستونزه حل نه شوه، نو راتلونکې یکشنبه بیا راوځي او لاره به په دایمي ډول وتړي.
د جمعیت علمای اسلام سیمهییز مشر مفتي محمد اعجاز شینواري چې د لارې پرانیستل لپاره ورغلی و وویل، له اړوندو ادارو سره خبرې روانې دي او دا چې د ستونزو د حل لپاره د عملي اقداماتو ډاډ ورکړل شوی دی.
هغه وویل که ستونزه ژر حل نه شوه، نو دوی به هم له احتجاج کوونکو سره مله او ملګري شي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر ټولو لویه لار ده او له تړل کېدو مخکې پرې هر ورځ زرګونو کسانو او پر سوداګریزو توکو بار سلګونو موټرو تګ راتګ کاوه.