ټرمپ: موږ ښايي د ایران د یورانیمو زېرمې له منځه یوسو، خو اجازه به ورنه کړو چې د دوی په ولکه کې پاتې شي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، هوډ لري، چې له ایرانه بډایه شوي یورانیم واخلي او له منځه یې یوسي.

د پنجشنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې د هغو یورانیمو په تړاو یوې پوښتنې ته ځواب کې چې ایران یې لري، ولسمشر ټرمپ وویل: ''موږ به دا (یورانیم) واخلو. موږ اړتیا ورته نه لرو، موږ یې نه غواړو، موږ به ښايي ان وروسته له هغه چې ترلاسه یې کړو ویجاړ کړو."

نوموړي زیاته کړه، چې له ایران سره به بډایه شوي یوارانیم نه پرېږدي.

ښاغلي ټرمپ وویل، له ایران سره د امریکا خبرې روانې دي او ادعا یې وکړه، چې که ایران اتومي وسله جوړه کړي، ''تاسو به په منځني ختیځ کې اتومي جګړه ووینۍ، چې دلته (امریکا) ته هم راتلای شي، اروپا ته هم غځېدلای شي او موږ به نه پرېږدو، چې داسې وشي.''

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: له ایران سره په خبرو کې پرمختګ شوی دی

بل لور د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، د امریکا او ایران تر منځ د هوکړې رامنځته کېدو په تړاو ''ځینې مثبتې'' اشارې شته.

نوموړی وايي، پاکستاني چارواکي به نن تهران ته سفر وکړي او هیله یې څرګنده کړه، چې دې سره به پرمختګ کې مرسته وشي.

ښاغلي روبیو له خبریالانو سره مرکه کې وویل، ''د امریکا د ولسمشر لومړیتوب دا دی، چې یوه ښه هوکړه وشي. همدا یې تل لومړیتوب و. که موږ یوه ښه هوکړه وکړو، دا به ډېره ښه وي.''

نوموړي زیاته کړه، چې ''که موږ ښه هوکړه و نه کړو، نو ولسمشر څرګنده کړې، چې دی نور اختیارات هم لري. زه به یې تفصیل نه وایم، خو ټولو ته معلوم دي، چې هغه څه دي.''

مارکو روبیو وویل، ''ځینې مثبتې اشارې شته، خو زه نه غواړم له حده زیات هیله من واوسم، ځکه نو ګورو چې راتلونکو څو ورځو کې څه کېږي.''

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا پر ناټو نیوکه وکړه چې د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې ملاتړ نه کوي.

هغه خبریالانو ته وویل چې ډونلډ ټرمپ "له دوی څخه د خپلو جنګي الوتکو د لېږلو غوښتنه نه کوي. خو دوی له هیڅ کول انکار کوي. موږ په دې اړه ډېر خواشیني یو."

ایران ته د پاکستاني پوځ مشر سفر

د ایراني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د پاکستاني پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر نن تهران ته سفر کوي. په دې رپوټونو کې ویل شوي، د دې سفر موخه له ایراني چارواکو سره خبرې او د نظر تبادله ښوول شوې ده.

له دې مخکې پرون د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په روانه اونۍ کې دویم ځل تهران ته سفر وکړ.

نوموړي په دې سفر کې د ایران کورنیو چارو له وزیر سکندر مومني او د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ولیدل.

ویل کېږي، چې ښاغلي نقوي د خبرو دوام د اهمیت په تړاو د پاکستاني چارواکو پیغامونه ایراني چارواکو ته ورکړي دي. د پاکستاني پوځ مشر له دې مخکې هم د اپریل پر ۲۸مه تهران ته سفر کړی.