تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: امریکايي او نایجیریايي ځواکونو د داعش یو مهم مشر وژلی دی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکايي او نایجیریايي ځواکونو په افریقا کې په ګډو پوځي عملیاتو کې په نړیواله کچه د اسلامي دولت یا داعش د مشرتابه دویم جګپوړی کس وژلی دی.
ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل لیکلي چې "په نړۍ کې تر ټولو د فعال ترهګر ابو بلال المنوکي لمنځه وړلو" لپاره دا ګډ پوځي ماموریت له کومې ستونزې او خنډ پرته ترسره شوی دی.
واشنګټن په ۲۰۲۳ کال کې المنوکي د ترهګرو ځانګړي نړیوال لیست ته اچولی و.
دا په ۲۰۱۹ کال کې د اسلامي دولت یا داعش د مخکیني مشر ابو بکر البغدادي له وژل کېدو راوروسته پر دې ډلې تر ټولو سخت ګوزار دی.
د ټرمپ پیغام کې د المنوکي وژلو لپاره د ترسره شویو عملیاتو د وخت او څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي شریک شوي.
بي بي سي د امریکا او نایجیریا له چارواکو سره په دې تړاو د نورو جزییاتو غوښتنه کړې ده.
المنوکي، چې د ابو بکر ابن محمد ابن علي المنوکي په نوم هم پېژندل کېږي، په ټوله افریقا کې د داعش اړوندو شبکو مشري کوله.
په دغو شبکو کې لوېدیزې افریقا لپاره د اسلامي دولت څانګه هم شامله ده، چې د چاد جهیل په سیمه او ساحل کې یې پښې ټینګې او په ګاونډ کې نیجر، چاد او مالي ته هم ریښې غځولې دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د المنوکي وژل کېدل افریقا کې د داعش پر څانګې او د دې ډلې پر نړیوالو شبکو لوی ګوزار بللی، چې د نوموړي په وینا د مالي تمویل لارې او د قوماندې جوړښتونه به یې ګډوډ کړي.
هغه د نایجیریا له حکومته د "همکارۍ" مننه کړې او ویلي یې دي چې منوکي به "نور د افریقا خلک نه وېروي او نه به هم د امریکایانو خلاف د بریدونو پلانونه جوړوي."
نایجیریا د توندلارۍ له اړخه د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې پر پیاوړتیا بوخت دی او په دې لړ کې یې له متحدو ایالتونو سره هم پوځي همکاري زیاته کړې ده.
د روان کال اپرېل میاشت کې د نایجیریا په شمال ختیځ اداماوا ایالت کې د فوټبال پر یوه لوبغالي د خونړي برید مسوولیت داعش منلی و.
په دغه برید کې لږترلږه ۲۹ کسان وژل شوي وو.
تر هغې ورمخکې د ۲۰۲۵ کال وروستیو شپو ورځو کې امریکا او نایجیریا په ګډه د دغه هېواد په سوکوتو ایالت کې هوايي برید ترسره کړ چې هدف یې د داعش پورې تړلې ډلې وې.