تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حماس ومنله چې د اسرائیل هوایي برید کې یې یو جګپوړی قوماندان وژل شوی
د حماس چارواکو بي بي سي ته تایید کړې ده چې د دې ډلې د پوځي څانګې مشر عزالدین الحداد د جمعې پر ورځ غزه کې د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوی دی.
تر دې وړاندې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاتز په یوې شرېکې وینا کې ویلي وو چې "الحداد وژل شوی. دی د سلګونو ملکي اسرائیلیانو او پوځیانو د وژنې، تښتونې او ژوبلولو مسوول و."
اسرائیل هغه د اکتوبر د اوومې د بریدونو یو "طراح" هم باله.
اسرائیلو د اوربند له هوکړې سره سره دا برید کړی دی.
دریېو عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي چې د المعتز په نوم سیمه کې له دوو خواوو د درېیو توغندیو له لګېدو وروسته یو چټک موټر په نښه شو او په یوه ودانۍ کې لوی اور ولګېد.
ژغورونکې ډلې په سملاسي ډول ورسېدې، خود ژوبلو کسانو په راویستلو کې له ستونزو سره مخامخ وې.
یو عیني شاهد بي بي سي ته وویل "له ودانۍ یو مړی او څو ژوبل کسان را ایستل شوي دي."
ځايي سرچینې وايي چې په نښه شوي موټر کې درې کسان وژل شوي دي.
دا سرچینې زیاتوي چې کېدی شي په دې موټر کې عزالدین الحداد چې په لومړني برید کې ژوبل شو، لېږدول کېده.
عیني شاهدانو ویلي د حماس غړو چې ملکی جامې یې پر تن وې، د ودانۍ له یوې بلې لارې یو تن چې سخت ژوبل و راوایست او هغه یې موټر ته یوړو.
شاهدان وايي دا موټر په نښه شوې ودانۍ نه شاوخوا یونیم کېلومتر لرې په نښه شو.
غزې کې د اکتوبر له ۱۰مې نېټې اوربند پلې شوی، خو اسرائیلو له هغه وخته فلسطیني سیمو کې په پرله پسې توګه خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
حماس اسرائيل له اوربنده په پرلهپسې سرغړونو او د ملکیانو په نښه کولو تورنوي، خو اسرائیل وايي د حماس پر غړو د برید اجازه لري.
اسرائيل همدا راز دغه فلسطینۍ ډله د اوربند له دې شرطه په سرغړونه تورنوي، چې وسلې به پر ځمکه ږدي.
د امریکا په مشرۍ غزې کې د سولې هڅې د ایران د جګړې له کبله په ټپه ودرېدلې دي.