تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیبر پښتونخوا کې په یوه اوونۍ کې دویم خونړی موټربم برید؛ دا ځل یې مسوولیت ټيټيپي منلی
د خیبرپښتونخوا باجوړ ولسوالۍ کې تېره شپه د پاکستان پوځ پر مینا نومي پوځي مرکز موټربم او وسلهوال برید شوی دی.
د ترکیې ټيارټي ورلډ رسنۍ د ځايي پولیسو په حواله لیکلي، چې په دغه برید کې لږترلږه ۹ سرتېري وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي، چې ځینې د درملنې لپاره پېښور کې پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د رپوټونو له مخې د دغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) منلی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، ځانمرګي بریدګر هڅه کوله چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر دغه کمپ ته ننباسي، خو په دروازه کې تر درول کېدو وروسته اړ شوی چې چاودنه ورکړي.
د چاودنې په پایله کې د کمپ دروازه او نږدې دېوال نړېدلی او ورپسې وسلهوالو هڅه کړې چې پوځي مرکز ته ورننوځي، خو د چارواکو په وینا ځواکونو یې مخه نیولې ده.
امنیتي سرچینو ویلي، چې د ډزو په تبادله کې ۹ وسلهوال هم وژل شوي او دا چې په پاتې وسلهوالو پسې سیمه کې چاڼېز عملیات هم پیل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس بیا د خیبرپښتونخوا د پولیسو د یوه چارواکي په حواله لیکلي، چې پر دغه کمپ تر موټربم او وسلهوال برید لږ ورمخکې د ډرون برید هم شوی و.
هغه ویلي: "وسلهوال وروسته ودانۍ ته ننوتل او بې هدفه ډزې یې وکړې... دا پوسته د پولې له ورهاخوا د بریدونو مخنیوي لپاره یو مهم مرکز و."
دا په تېره شاوخوا یوه اوونۍ کې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوځي مرکزونو دویم موټربم او وسلهوال برید دی.
د تېرې شنبې پر ورځ د بنو په فتحخېل کلي کې د پولیسو پر یوه مرکز لومړی د موټربم او ورپسې وسلهوال برید شوی و او ۱۵ پولیس پکې وژل شوي وو.
د هغه برید مسوولیت د اتحاد مجاهدین پاکستان په نوم ډلې اخیستی و.
بنو کې تر موټربم برید وروسته، د تېرې سېشنبې پر ورځ لکي مروت کې هم یوې چاودنې د ۲ پولیسو په ګډون ۷ کسان وژلي او ۳۷ نور ټپیان کړي وو.
په دې ورستیو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي او د پاکستان پوځ او ملکي حکومت یې هم پړه تر ډېره د معمول په څېر پر "فتنهالخوارج" او "فتنه الهندوستان" ډلو اچوي.
دوی دغه نومونه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) او د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ (بياېلاې) لپاره کاروي.
د پاکستان پوځ دا ادعا هم کوي، چې دغه وسلهوال په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او دا چې له هغه ځایه د دوی په خاوره کې بریدونه پلانوي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډمارشال عاصم منیر په بنو کې د پولیسو پر چاوڼۍ له موټربم برید وروسته هم دغه ادعا تکرار کړې وه.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دا په وار وار رد کړې چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان یا کوم بل ګاونډي خلاف کارېدلې او یا دې په افغانستان کې خپلسري بهرني وسلهوال موجود وي.
که څه هم دمګړۍ د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمنځ نسبي اوربند پلی او د ډیورنډ کرښې اوږدو کې نښتې نشته، خو اندېښنه دا ده چې د دغو بریدونو دوام یو ځل بیا د تاوتریخوالي لامل ګرځېدای شي.