ټرمپ: د ایران او امریکا تر منځ خبرې اترې روانې دي، اوس وخت را رسېدلی چې هوکړه وشي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د ایران او امریکا تر منځ دې خبرې اترې ځنډول شوې وي او دا اوازه یې "دروغ او بې بنسټه" بللې ده.

ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل يوه پوست کې ويلي، د تهران او واشنګټن تر منځ خبرې روانې دي او په تېرو څو ورځو کې نه دي درېدلې. د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو تر منځ په تېرو څلورو پرلسې ورځو کې خبرې شوې دي.

ټرمپ زياته کړې، دا لا وختي ده چې د خبرو اترو د پايلې په اړه دې خبرې وشي خو هغه پر ایران غږ کړی چې یوه موافقه دې وکړي.

ټرمپ ويلي، "دا د یوې هوکړې وخت دی، په يو ډول نه يو ډول باید یوه موافقه وشي...".

د يادولو وړ ده چې يوه ورځ وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اې بي سي نيوز سره په يوه مرکه کې ويلي، په دې باور دی چې د اوربند غځولو او د هرمز تنګي د بيا پرانيستلو لپاره به له ایران سره راتلونکې اوونۍ هوکړه وشي.

نوموړي د اې بي سي نيوز له جانتن کارل سره په ټليفوني مرکه کې ويلي وو چې "هر څه ډېر سم ښکاري."

ښاغلي ټرمپ زياته کړې وه، "نن موږ له یوې کوچنۍ ستونزې سره مخامخ شو... ډېره مې ژر حل کړه".

د امریکا ولسمشر ويلي، ستونزه د لبنان پر وړاندې د اسرئیلو د بریدونو په اړه د ایران د ناخوښۍ له امله رامنځته شوې وه.

ډونلډ ټرمپ زياته کړې وه، "ما له حزب الله سره خبرې وکړې او ورته ومې ويل چې ډزې مه کوئ، له بي بي [بنيامين نتنياهو] سره وغږېدم او ورته و مې ويل چې ډزې مه کوئ. دواړو خواو يو پر بل ډزې بندې کړې".

ټرمپ ويلي وو، "دا یوه ساده خبره نه ده. تاسو د یوه ډېر لوی هېواد په اړه خبرې کوئ چې غواړي هوکړه وکړي، ډېرې ژورې دښمنۍ شته دي. دا د دوی لپاره اسانه نه ده. دا زموږ لپاره هم اسانه نه ده. خو موږ وتوانېدو هغه څه ترلاسه کړو چې اړتيا ورته لرو".

که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د تېرې اپرېل میاشتې پر اتمه نېټه اوربند رامنځ‌ته شو او وروسته ډونلډ ټرمپ په وار وار همدا خبره کوله چې ګواکې دواړه لوري یوې تل‌پاتې هوکړې ته نږدې شوي او ترمنځ یې په خبرو اترو کې پرمختګ شوی خو تر اوسه دا مذاکرات بریالي نه برېښي او کومه رسمي هوکړه لا نه ده شوې.

د یادولو ده چې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل او طبیعي اوبلن ګاز (اېل‌اېن‌جي) له خلیجه او همدغه هرمز تنګي تېرېږي چې د امریکا او ایران جګړې پر دې سمندري لاره سوداګري سخته اغېزمنه کړې ده. دې په غونډه دنیا کې د تېلو بیې هم خېږولې دي.