په نړیوال جام کې تر ټولو پخواني لوبغاړي څوک دي؟

دغه عکس کې عصام الحضري، فرید مونډراګون او راجر میلا ښکاري

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جانټي کولمن
    • دنده, د بي‌بي‌سي د سپورت خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د فوټبال نړیوال جام په ۹۶ کلن تاریخ کې یوازې اوو لوبغاړو چې عمرونه یې ۴۰ کاله یا تر دې لوړ وو، د نړیوال جام په سیالیو کې برخه اخیستې ده.

امکان لري چې سږ کال د لږترلږه پېنځو نورو لوبغاړو نومونه هم دغه نوملړ ته وراضافه شي، ځکه چې هېوادونو یې سږني نړیوال جام لپاره په خپلو لوبډلو کې شامل کړي دي.

د مصر عِصام الحضري د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو د زاړه لوبېدلي لوبغاړي ریکارډ لري.‌ هغه د ۴۵ کلونو او ۱۶۱ ورځو په عمر کې د نړیوال جام سیالۍ کې لوبېدلی دی.

ګول ساتونکي الحضري د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام په ګروپي پړاو کې یوازې یوه لوبه وکړه او لوبډلې یې له سعودي عرب ۲-۱ ماتې وخوړه.‌

د نړیوال جام د تاریخ د ټولو لسو تر ټولو زړو لوبغاړو عمرونه له ۳۹ نیمو کلونو لوړ دي.

د سکاټلنډ ګول‌کیپر کریګ ګورډن، چې ۴۳ کلن دی، د سږني کال تر ټولو پخوانی یا د ډېر عمر لوبغاړی دی چې د دغه هېواد بشپړه لوبډله کې اخیستل شوی.

دا په ۲۸ کلونو کې لومړی ځل دی چې سکاټلنډ په نړیوال جام کې لوبېږي.

که ګورډن سږني نړیوال جام کې خپلې لوبډلې لپاره کومه لوبه وکړي، نو هغه به د نړیوال جام د تاریخ دویم تر ټولو مخکنی لوبغاړی شي.

د پرتګال لوبډلمشر کرېسټیانو رونالډو به هم چې ۴۱ کلن دی، د هغو لوبغاړو ځانګړې ډله کې شامل شي چې په ۴۱ کلنۍ یا تر دې په پورته عمر کې په نړیوال جام کې لوبېږي.‌

که رونالډو ولوبېږي، نو په شپږم نړیوال جام کې د لوبېدو ریکارډ هم جوړوي.

تر اوسه یوازې الحضري، فرید موندراګون، راجر میلا او پیټ جېننګز په دغه عمر کې لږترلږه د نړیوال جام یوه - یوه لوبه کړې ده.

که د جاپان ګول ساتونکی لوبغاړی یوتو ناګاتومو په ۲۰۲۶ نړیوال جام کې د لوبېدو فرصت وموموي، نو هغه به هم د دغه جام د تاریخ په زړو لوبغاړو کې راشي.‌ ناګاتومو اوس ۳۹ کلن دی.‌

د بوسنیا هرڅووګوینا بریدګر اېډین ژیکو، د جرمني ګول‌ ساتونکی مانوېل نویر او د کرواشیا د منځ لوبغاړی لوکا‌ مودریچ ټول ۴۰ کلن دي او ډېر احتمال لري چې په سږني نړیوال جام کې ولوبېږي.

د کېپ ورد ې ګول‌ساتونکی ووزینها به په نړیوال جام کې د خپل هېواد له لومړني حضور مخکې۴۰ کلن شي.

که هغه هم لوبه کوي، نو د دغو سیالیو د زړو لوبغاړو په کتار کې به راشي.

د فوټبال نړیوال جام لس تر ټولو زاړه لوبغاړي

عِصام كمال توفيق الحضري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مصري ګول ساتونکي عِصام كمال توفيق الحضري د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام کې خپله وروستۍ (۱۵۹مه) سیالۍ کې برخه واخیسته

۱ - عصام الحضري – مصر د سعودي عرب پر وړاندې (۲۰۱۸ د جون ۲۵مه) – ۴۵ کاله، ۱۶۱ ورځې

۲ - فرید موندراګون – کولمبیا د جاپان پر وړاندې (۲۰۱۴ د جون ۲۴مه) – ۴۳ کاله، ۳ ورځې

۳ - راجر میلا – کامرون د روسیې پر وړاندې (۱۹۹۴ د جون ۲۸مه) – ۴۲ کاله، ۳۹ ورځې

۴ - پیټ جېننګز – شمالي ایرلنډ د برازیل پر وړاندې (۱۹۸۶ د جون ۱۲مه) – ۴۱ کاله، ۰ ورځې

۵ - پیټر شیلټن – انګلنډ د ایټالیا پر وړاندې (۱۹۹۰ د جولای ۷مه) – ۴۰ کاله، ۲۹۲ ورځې

۶ - دینو زوف – ایټالیا د جرمني پر وړاندې (۱۹۸۲ د جولای ۱۱مه) – ۴۰ کاله، ۱۳۳ ورځې

۷ - علي بومنيجېل – تونس د اوکرایین پر وړاندې (۲۰۰۶ د جون ۲۳مه) – ۴۰ کاله، ۷۱ ورځې

۸ - جیم لېټن – سکاټلنډ د مراکش پر وړاندې (۱۹۹۸ د جون ۲۳مه) – ۳۹ کاله، ۳۳۴ ورځې

۹ - ډېوېډ جېمز – انګلنډ د جرمني پر وړاندې (۲۰۱۰ د جون ۲۷مه) – ۳۹ کاله، ۳۳۰ ورځې

۱۰ - اتیبا هچینسن – کاناډا د مراکش پر وړاندې (۲۰۲۲ د ډسمبر لومړۍ) – ۳۹ کاله، ۲۹۶ ورځې