عاصم منیر د منځګړیتوب په هڅه کې تهران ته ځي، پزشکیان: ایران په درېګوټیزه جګړه کې ښکېل دی

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images
د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر به د دوشنبې په ورځ تهران ته سفر وکړي. دا سفر د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د اسلاماباد د منځګړیتوب د هڅو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، منیر به د یوه پلاوي مشري وکړي چې تهران ته ځي او "د ایران او پاکستان ترمنځ دوهاړخیزه همکاري پیاوړې" شي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دا سفر "په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان د دوامدارو هڅو" په ترڅ کې هم ترسره کېږي.
پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د درولو په هڅو کې مهم رول لوبولی او په جون میاشت کې یې د یوه تفاهملیک په ترلاسه کولو کې منځګړیتوب کړی و؛ خو اوس د سولې خبرې له خنډونو سره مخ ښکاري.
د روانې میاشتې په لومړیو کې پاکستان له سعودي عربستان او ترکیې سره د ګډې دفاعي هوکړې تړون هم لاسلیک کړ. ځینو شنونکو ویلي چې د دې اقدام موخه ښايي د ایران د نفوذ پر وړاندې مقابله وي.
پزشکیان: "موږ له اقتصادي، پوځي او امنیتي جګړې سره مخ یو"

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
پزشکیان د یکشنبې په ورځ د ایران د دولتي ټلوېزیون له لارې په خپره شوې وینا کې وویل، دی پوهېږي چې ټولنه اوس مهال له "ډېرو ستونزو" سره مخ ده او حکومت یې هڅه کوي چې تر ممکنه حده دغه ستونزې راکمې کړي.
د هغه څرګندونې یوه اونۍ وروسته له هغې وشوې چې امریکا ژمنه وکړه، د نویو بندیزونو له لارې به د ایران د اقتصاد د لا منزوي کولو او د حکومت "د ړنګولو" لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
د ایران ولسمشر وویل، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سیاستونو له امله هېواد یې اوس له "هر اړخیزې اقتصادي، پوځي او امنیتي جګړې" سره مخ دی. هغه د ټرمپ هغه اعلان ته هم اشاره وکړه چې پر ایران یې د "تر ټولو سختو او وېروونکو" بندیزونو د لګولو خبره کړې ده.
پزشکیان زیاته کړه چې حکومت یې د انفلاسیون، د ژوند د لګښتونو او بېکارۍ د ستونزو د هواري او د ایرانیانو د راتلونکي د خوندي کولو لپاره کار کوي، چې د ده په وینا، خلک "په عزت او سرلوړۍ" ژوند وکړای شي.
دا بندیزونه په داسې مهال لګېږي چې ایران له راټولېدونکو اقتصادي فشارونو سره مخ دی؛ د بیو لوړېدل، د اسعارو د تبادلې د نرخ بېثباتي او د پېر او پلور د ځواک کمېدل د دغو فشارونو له مهمو عواملو دي. دغو عواملو په تېرو کلونو کې د پراخو اعتراضونو په رامنځته کېدو کې هم ونډه لرلې ده.
د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په وروستیو کې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو له امله اعتراضونه پیل شول، چې وروسته په حکومت ضد پراخو لاریونونو بدل شول او د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۸مه او ۹مه خپل اوج ته ورسېدل.
ایراني چارواکو ویلي چې د دغو ناکراریو پر مهال له ۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او امریکا او اسرائیل یې د تاوتریخوالي په طرحه کولو تورن کړي دي. خو له ایرانه بهر مېشتو نادولتي سازمانونو ویلي چې چارواکو پراخ ځپونکی کمپاین ترسره کړی چې زرګونه کسان یې وژلي دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان مخکې هم منلې وه چې ایرانیان له "ډېرو ستونزو" سره مخ دي؛ دا په داسې حال کې ده چې امریکا د نویو بندیزونو له لارې د تهران د اقتصادي انزوا د لا پیاوړتیا هڅه کوي، چې د جګړې له پیله شاوخوا شپږ میاشتې وروسته ترسره کېږي.
د هغه څرګندونې په داسې مهال شوې چې ایران پر هغو هېوادونو فشارونه زیاتوي چې ښايي له بندیزونو سره یوځای شي او د حکومت ضد اعتراضونو په تړاو یې د یوه کس د اعدام حکم هم عملي کړی دی. په همدې وخت کې تهران د جګړې د پای ته رسولو د منځګړیتوب د هڅو په ترڅ کې د پاکستان د پوځ د مشر د سفر لپاره چمتووالی نیسي.
تهران د "اقتصادي جګړې" د یوځای کېدونکو هېوادونو ګټې ګواښي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د پزشکیان له څرګندونو مخکې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر محسن رضایي د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هېڅ هېواد باید د امریکا د بندیزونو په کمپاین کې برخه وانخلي.
رضایي د ایران دولتي ټلوېزیون ته وویل، هر هغه هېواد چې پر ایران د اقتصادي محدودیتونو په لګولو کې برخه واخلي، "دوښمن" به وبلل شي. هغه له نورو هېوادونو وغوښتل چې له هغه څه سره یوځای نه شي چې ده د امریکا له لوري پر ایران "اقتصادي جګړه" وبلله.
رضایي ګواښ وکړ چې ایران به د هغو هېوادونو ګټو ته زیان ورسوي چې ځانونه له امریکايي کمپاینه لرې نه کړي. هغه همداراز د ایران په شاوخوا او نورو سیمو کې د امریکايي تېلو او اقتصادي شرکتونو د په نښه کولو ګواښ وکړ. د ده په وینا، تهران تر اوسه یوازې پوځي اډې په نښه کړې دي او د امریکا پر اقتصادي ګټو یې برید نه دی کړی.
واشنګټن د چین په ګډون، له نورو حکومتونو غوښتي وو چې د ایران د اقتصاد د منزوي کولو په هڅو کې برخه واخلي. خو چین پر دې نوښت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا بندیزونه به په منځني ختیځ کې د شخړې د حل لامل نه شي.
بل لور ته، متحده عربي اماراتو د اګست پر ۱۸مه، سهشنبه، اعلان وکړ چې له ایران سره به ټولې سوداګریزې او مالي معاملې تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي. امارات د تهران له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه شمېرل کېږي.
د جاسوسۍ په تور د یوه کس اعدام

د عکس سرچینه، Getty Images
د کورنیو پرمختګونو په لړ کې، د ایران قضايي چارواکو د یکشنبې په ورځ، د اګست پر ۲۳مه، اعلان وکړ چې د مجید ادینه د اعدام حکم یې عملي کړی دی. نوموړی د جنورۍ په میاشت کې د حکومت ضد اعتراضونو پر مهال د اسرائیلو او امریکا په ګټه د فعالیت په تور محکوم شوی و.
د ایران د قضايي قوې اړوند "میزان آنلاین" وېبپاڼې ویلي، محکمې تورن کس د "دوښمنو ډلو" په ګټه د ساحوي فعالیتونو، قصدي اورلګولو او د کورني امنیت پر ضد د جرمونو د ترسره کولو په موخه له نورو کسانو سره د راټولېدو او همغږۍ په تور مجرم پېژندلی و.
د ایران د قضايي چارواکو په وینا، ادینه او یو بل مشکوک کس د جنورۍ پر ۹مه د تهران په لوېدیځ کې د البرز ولایت کې نیول شوي وو. چارواکو ویلي چې له هغوی سره یو تومانچه، مرمۍ، دوه برقي شاکورکوونکي، دوه د اوښلن ګاز ډبې، یوه چارج کېدونکې برقي اره او د پټرولو یو بوتل موندل شوي وو.
د کرج انقلاب محکمې ادینه په اعدام او د هغه د شتمنۍ په ضبط محکوم کړ. سترې محکمې هم د استیناف له ردولو وروسته دغه حکم تایید کړ او د یکشنبې په سهار عملي شو.
په ایران کې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۸مه د جګړې له پیل راهیسې د اعدامونو کچه لوړه شوې ده؛ هغه جګړه چې د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پیل شوه. د اعدامونو ډېری قضیې له اعتراضونو سره تړاو لري، په داسې حال کې چې ځینې نورې د جګړې اړوندې دي.
په ناروې کې مېشتې "په ایران کې د بشري حقونو" ادارې او په پاریس کې مېشتې "په ګډه د اعدام د سزا پر وړاندې" ادارې ویلي، ایراني چارواکو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۶۳۹ کسان اعدام کړي دي؛ دا له ۱۹۸۹ کال راهیسې تر ټولو لوړه ثبت شوې شمېره ده.
د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، ایران په نړۍ کې د اعدامونو د عملي کولو له پلوه، له چین وروسته، دویم ځای لري.


















