پنځه دقیقې نڅا تخليقي وړتيا څه ډول ښه کولی شي؟

مېرمنې نڅا کوي د يو ټيکری هم په سر دی

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, مليسا هوګن بوم
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

که درته وويل شي چې يوازې د يو څو دقيقو لپاره نڅا کول ستاسو تخليقي وړتياوې ښې کولی شي، تاسو به وناڅئ؟

که ځواب مو هر څه وي خو د کارپوهانو په وینا نڅا نه يوازې تمرکز او ذهني يووالی ښه کوي بلکې تخليقي وړتيا هم پياوړې کوي.

له دې بله په زړه پورې خبره دا ده چې د دغو ګټو ترلاسه کولو لپاره اړينه نه ده چې ساعتونه ساعتونه نڅا وکړئ، يوازې د څو دقيقو فعاليت هم کولی شي مثبتې اغېزې ولري.

زه به د غرمې يوه بجه په خپل دفتر کې د لپټاپ مخې ته ودرېدم او د یوې سندرې موسيقۍ ته به مې په ځانګړي او عجيب انداز نڅا کوله. په ظاهره به داسې ښکارېدل چې ګواکې زه د کار پر مهال وخت ضايع کوم خو په حقيقت کې مې دا کار د خپلې ذهني روغتيا او د ارام پاتې کېدو لپاره کاوه.

د دې په اړه ډېرې لارښوونې شته چې څومره او کله دې ورزش وشي او ګڼ خلک دا موضوع ډېره جدي نيسي خو د ورزش پر ځانګړو لارو ډېر تمرکز کول يا د ورزش بڼې په اړه اندېښنه د سپورت خوند له منځه وړي.

موږ ورزش تل ځنډو. دا زموږ لپاره ډېره اسانېږي چې ټوله ورځ له ډېر لږ خوځښت سره تېره کړو.

کله چې مې ملګري راته وويل چې نڅا ډېرې ګټې لري، لکه د طبيعت/مووډ ښه کېدل، دماغ ته ګټه رسېدل نو ما فکر وکړ چې خپله یې هم بايد وازمويم او وګورم چې په منظم ډول د نڅا له لارې دا ګټې ترلاسه کولی شم؟

د څېړنو پايلې هم له دغو تجربو سره همغږې دي. د کارپوهانو په وینا نڅا داسې يو فعاليت دی چې فزيکي، ذهني او ټولنيزې ګټې سره يو ځای کوي او همدا ځانګړنه یې د ورزش له نورو بڼو بېلوي.

څېړنو په ډاګه کړې چې يوازې پنځه دقيقې نڅا هم د ذهني روغتيا، مووډ ښه کېدو او ټولنيز ذهني فعاليت اغېز کولی شي.

پر لومړۍ ورځ غرمه مهال يوزاې نڅا کول راته لږ څه عجيب ښکاره شول خو کله چې بېرته کېناستم نو احساس مې وکړ چې زما په بدن کې زياته انرژي پيدا شوې ده. حال دا چې عموما په همدې وخت کې به مې لږ د سستۍ احساس کاوه. د حيرانتيا خبره دا وه چې دا تجربه راته دومره خوندوره وه چې زړه مې غوښتل لا یې هم اوږده کړم.

زما دا تجربه د څېړنو له پايلو سره سمه ده. نڅا د فزيکي، ذهني او ټولنيزو ګټو يو ځانګړی ترکيب وړاندې کوي چې له همدې امله د ورزش له نورو ډولونو بېله ده. لکه څنګه چې ما خپله هم احساس کړه، يوازې د پنځو دقيقو لپاره نڅا کول هم زموږ د روغتيا، په ځانګړې توګه د ذهني روغتيا لپاره، ډېرې مثبتې ګټې لري.

نڅېدل د بدن روغتيا ښه کوي

مېرمنې نڅا کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

پخوانی مسلکي نڅاګر او ارواپوه پيټر لووېټ وايي، "کله چې مو عمر زياتېږي، عموما لږ نڅا کوو خو حقيقت دا دی چې انسان په طبيعي ډول د نڅا لپاره جوړ شوی".

د نڅا د ګټورتيا يو مهم لامل د خوځښت او تال يو ځای کېدل. انسان لا له زيږېدو مخکې د حرکت او تال د درک کولو وړتيا لري. وروستيو څېړنو ښودلې چې نوي زيږېدلي ماشومان هم د تال بېلابېل ډولونه پېژندلی شي.

د جرمني د مېکس پلانک انسټېټوټ د عصبي علومو څېړونکې او پخوانۍ د بالې نڅاګره جوليا ايف کريسټينسن وايي، "نڅا زموږ د روغتيا او خوښۍ لپاره دری مهم عناصر سره يو ځای کوي، داسې څه چې په نورو فعاليتونو کې په يوه وخت نه موندل کېږي".

د کريسټينسن په وینا په دغو ګټو کې "بدني ورزش له نورو خلکو سره د اړيکو پياوړتيا، او د موسيقۍ له لارې د خپلې تخليقي وړتيا د څرګندولو خوښي" شامله ده.

کله چې موږ د خپل بدن خوځښتونه د نورو د بدن له حرکتونو سره همغږي کوو، زموږ بدن داسې هورمونونه خوشي کوي چې د خوښۍ احساس راکوي او له خلکو سره زموږ د اړیکو په پياوړي کولو کې مرسته کوي.

د ذهني پياوړتيا لپاره د نڅا ګټې

د نجونو يوه ډله نڅا کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

نڅا زموږ د روغتيا لپاره له دې کبله هم ګټوره ده چې په دې کې د بدن تر څنګ د دماغ بېلابېلې برخې هم فعالېږي.

څېړنو دا هم ثابته کړې چې د نڅا تمرين زموږ د فکر کولو او يادولو وړتيا په ښه کولو کې مرسته کولی شي.

په يوه تجربه کې ما پرېکړه وکړه چې پر انټرنېټ خپرې شوې د نڅا له يوې ویډيو پېښې وکړم، چې نڅا راته اسانه شي.

که څه هم ما يوازې نڅا کوله بيا هم مې احساس وکړ چې یوازې همدې کار زما پر مخ موسکا راوسته.

ځينې وختونه به مې د انلاين ښوونکي د سختو حرکتونو د تکرار پر مهال تېروتنې هم کولې خو د پرليسې تمرينونو وروسته له دغو حرکتونو سره بلده شوم او د خپلې وړتيا په اړه مې ډېر باور پيدا کړ.

د پيټر لووټ په وینا، "موږ اړتيا لرو خلکو ته دا وښيو چې د هر انسان بدن د نڅا کولو وړتيا لري".

د کارپوهانو په وینا، نڅا يوازې د لنډ وخت لپاره مزاج نه ښه کوي بلکې څېړنو ښودلې چې ذهني ارمتيا، دماغي روغتيا او د ژوند ټوليز کيفيت هم ورسره ښه کېږي. په ځينو څېړنو کې دا هم څرګنده شوې چې نڅا کولی شي په لویانو کې د حافظې زوال ناروغۍ (ډېمنشيا) د رامنځته کولو ګواښ هم کړي.

کارپوهان وايي نڅا ډېر وخت نه غواړي، بلکې يوازې د څو دقيقو فعاليت هم ګټور تمامېدی شي. په يوه وروستۍ څېړنه کې چې د ښوونځي پر ماشومانو ترسره شوې وه، موندل شوې چې له منظمې ډله ييزې نڅا يوازې پنځه دقيقې وروسته د ماشومانو پام د رياضي پر کارونو ښه راټول شوی وو او د هغوی دا فعاليت د ډېرو نورو ورزشونو پرتله هغوی ډېر خوښ کړي وو.

د يونان د ايرسټوټل پوهنتون د بايومېخانيک لابراتوار مرستيال پروفيسور واسيليوس پانوټساکوپولوس چې د دې څېړنې یو له شريکو ليکوالانو دی وايي، "د لنډو بدني فعاليتونو وقفې د تمرکز او د کار کولو وړتيا ښه کوي، ځکه که بدن ته د استراحت فرصت ور نه کړل شي، نو ستړيا پرلپسې راټولېږي"

جوليا وايي، "د نڅا يوازې پنځه دقيقې تمرين کولی شي ستاسو تخليقې وړتيا ښه کړي. د دې اغېزو د ثابتولو لپاره پراخې څېړنې شوې دي".

"نڅا د دماغ هغه برخې هم فعالوي چې د ستونزو په حل کې مرسته کوي".

همدارنګه نڅا ستاسو د فکر چټکتيا زياتوي چې له کبله یې د بېلابېلو ننګونو پر مهال د نويو نظريو او حل لارو د موندلو وړتيا پياوړې کېږي.

کله چې ما د نڅا له يوې لنډې وقفې وروسته د دې مطلب ليکل بيا پيل کړل، احساس مې وکړ چې زما تخليقي وړتيا هم ښه شوې ده.

پر دې سربېره نڅا نورې ګڼې بدني ګټې هم لري. دا زموږ بدن پياوړی کوي، توازن مو ښه کوي، پر خپل بدن مو باور زياتوي او په پايله کې د لوېدو او ټپي کېدو خطر هم کموي.

همدغو ګټو ته په پام، ځينې روغتيايي کارپوهان، د پارکېنسن ناروغۍ د درملنې لپاره نڅا د يوې لارې په توګه يادوي.

د بېلګې په توګه يوې کوچنۍ څېړنې ښودلې چې د ۱۸ مياشتو پرلپسې نڅا نه يوازې د بدن توازن ښه کوي، بلکې د دماغ د "هيپوکيمپس" په نامه برخه هم پياوړې کوي چې د حافظې او زدکړې له وړتيا سره نژدې اړيکه لري.

د ورزش لپاره لنډه وقفه مهمه ده. وروستيو څېړنو ښودلې چې که يو څوک په يوه وار تر دېرشو دقیقو ډېر پرلپسې کېني، د سرطان او له وخته مخکې د مړينې خطر يې زياتېدی شي.

هغه کسان چې د کار پر مهال د داسې بدني فعاليتونو لپاره لنډې وقفې اخلي، عموما له ښې روغتيا برخمن وي.

د خپلې خوښې موسيقي او نڅا غوره کړئ

په دې عکس کې مېرمنې نڅا کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د نڅا پیلولو د طريقې په اړه جوليا کريسټینسن وايي، تر ټولو مهم لومړنی ګام دا دی چې له هغې موسيقۍ سره نڅا وکړئ چې تاسو یې خوښوئ. خلک کولی شي پر انټرنېټ د خپلې خوښې د نڅا سبک ولټوي او په اسانه یې د حرکتونو د تکرارولو هڅه وکړي.

نوموړې دا سپارښتنه هم کړې چې که څوک غواړي د نڅا ټولنيزې ګټې هم ترلاسه کړي نو کولی شي د نڅا په ټولګيو کې ګډون وکړي.

د نڅا کارپوه پيټر لووېټ وايي، يوه عامه ستونزه دا ده چې ډېری خلک د نڅا پر مهال شرمېږي يا پر خپلې وړتيا باور نه لري. د هغه په وینا دا خنډ بايد له منځه يوړل شي.

پانوټساکوپولوس هم په دې نظر دی. د هغه په وینا کله چې موږ په منظم ډول ورزش کوو، که هغه نڅا وي يا کوم بل فعاليت، زموږ د ژوند بڼه ورسره ښه کېږي. دا کار پر ځان باور او پر خپل ځان د کنټرول احساس پياوړی کوي، ځکه چې نڅا کوونکي بايد ځانګړي حرکات په ياد وساتي او په سمه توګه یې ترسره کړي.

هغه وايي، "که تاسو ته فرصت درکړل شي، حتما ترې ګټه واخلئ او په بشپړه توګه یې وکاروئ".

دا د خپلې تجربې په اړه وايي، چې پر انټرنېټ یې د پنځو دقيقو نڅا لپاره ډېر ډولونه او لارې وموندلې خو مهمه دا ده چې داسې نڅا غوره کړئ چې ستاسو له وړتيا او فزيکي توان سره برابره وي.