پاکستان حکومت د پټرولو او ډیزلو بیې لوړې کړې دي

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

پاکستان حکومت په یوه اعلامیه کې دغه هېواد کې د پټرولو او ډیزلو بیو لوړولو یادونه کړې. په اعلامیه کې ویل شوي، د پټرولو او ډیزلو دواړو یوه لیټر بیه کې ۲۶ روپۍ او ۷۷ پیسې زیاتوالی راغلی.

پاکستان حکومت وايي، نوې بیې به د اپریل له ۲۵مې ورځي عملي شي. د بي بي سي اردو څانګې په رپوټ کې ویل شوي، له نوي زیاتوالي سره پاکستان کې د یوه لیټر پټرولو بیه ۳۹۳ روپۍ ۳۵ پیسو او د ډیزلو یوه لیټر بیه ۳۸۰ روپیو او ۱۹ پیسو ته رسېدلې دي.

بل لور پاکستان حکومت د کروسینو په یوه لیټر کې د ۶۳ روپیو ۶۰ پیسو کموالی اعلان کړی او د یوه لیټر کروسینو نوې بیه ۳۶۵ روپۍ او ۲۱ پیسې ټاکل شوې ده.

د یادونې ده، چې د اپریل په لومړیو کې، د پاکستان فدرالي حکومت وزیرانو په یوه رسنیز کنفرانس کې د یوه لیټر پټرولو په بیه کې د ۱۳۷.۲۳ روپیو او د یوه لیټر ډیزلو په بیه کې د ۱۸۴.۴۹ روپیو زیاتوالی اعلان کړ، خو د اپریل پر څلورمه لومړي وزیر شهباز شریف د پټرولو په دولتي لیوي (مالیه) کې د ۸۰ روپیو کمښت اعلان وکړ، چې له هغه وروسته وروسته د یوه لیټر پټرولو بیه ۳۷۸ روپۍ وټاکل شوه.

شهباز شریف هغه مهال پاکستانیانو ته وینا کې وویل''په خلیج کې جګړه روانه ده او له همدې امله په ټوله سیمه کې د تیلو بیې اسمان ته پورته کېږي. د تېلو په بیو کې لوی زیاتوالی په پاکستان کې هم راغلی دی.''

هغه ومنله چې په پاکستان کې د ولس لپاره ننګونې شته.

د یادونې ده، چې د ایران جګړې له پیل راهیسې د پاکستان فدرالي حکومت په تېره نژدې یوه نیمه میاشت موده کې څلور ځله د تېلو بیو کې بدلون راغلی دی.

د هرمز تنګي له لارې د تېلو او ګازو رسولو چاره په لویه کچه د ایران، متحده ایالاتو او اسرائیلو تر منځ د جګړې له امله بنده پاتې ده، چې له امله یې د انرژۍ په نړیوالو بیو کې ډراماتیک زیاتوالی راغلی دی.