د ټرمپ لخوا د هرمز تنګي د بندولو ګواښونو وروسته د تېلو بیې بیا لوړې شوې

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د سولې د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د ایران د بندرونو د بندولو د امر په نیتجه کې د دوشنبې په ورځ د تېلو د یو بېرل بیه یو ځل بیا له ۱۰۰ ډالرو پورته شوې ده.

د برنټ خامو تېلو بیه اووه سلنه لوړه شوې او ۱۰۲ اعشاریه ۷ ډالرو ته رسېدلې. په داسې حال کې چې د لوېدیځ ټېکزاس انټرمیډې تېلو بیه اته اعشاریه اووه سلنه لوړه او ۱۰۴ اعشاریه ۹۴ ته رسېدلې ده.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اونیو مشروط اوربند موافقې وروسته چې د هرمز تنګي پرانیستل هم پکې شامل و، د یو بېرل تېلو بیه تر ۱۰۰ ډالرو راښکته شوې وه.

اوس وخت، د خبرو اترو ناکامۍدا اندېښنې راپورته کړې چې د انرژۍ نړیوال بحران به لا ژور شي.

دا تنګی، چې د نړۍ د تېلو د لېږد پنځمه برخه ترې تېرېږي، وروسته له هغه چې ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې پر هغو کښتیو د برید ګواښ وکړ چې له دې لارې د تېرېدو هڅه کوي، د شخړې د یوې مهمې سیمې په توګه بدله شوې ده.

د فبروري په ۲۸مه له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې پر دغې سمندري لار لېږد را لېږد تر ډېره حده په ټپه ولاړ دی، چې له امله یې په ټوله نړۍ کې د تېلو بیې لوړې شوې ، په ځانګړي ډول پېټرول او ډیزل ګران شوي دي.

خو دې سره سره ایران د خپلو تېلو صادراتو ته دوام ورکړی دی.

د سمندري استخباراتو شرکت، وېنډورډ ویلي چې د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې له ۵۸ میلیونو بېرلو ډېر تېل د خارګ له ټاپو وتلي، چې د ایران د تېلو د خامو صادراتو اصلي سرچینه ده. دغه شرکت وايي د دې تېلو تر ۹۰٪ ډېر چین ته لېږدول شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ، اعلان وکړ چې "سمدلاسه"، د امریکا سمندري ځواک به "هرمز تنګي ته د هر راز او ټولو کښتیو د تګ راتګ بندولو بهیر پیل کړي."

د امریکا مرکزي قوماندې مرکز وروسته وویل، دوی به د دوشنبې په ورځ د سهار له لس بجو د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د ټولو کیښتیو تګ راتګ بندوي.

دوی ویلي، دا بندیز به پر هغو کښتیو نه پلي کېږي چې له هرمز تنګي له ایراني بندرونو پرته نورو ځایونو ته ځي.

ایا اوربند به دوام وکړي؟

د سینګاپور د نانیانګ ټیکنالوژۍ پوهنتون اقتصاد پوه چوا یو هوی وایي: "ښايي د تېلو بیې لوړې پاتې شي ځکه اوسنۍ تمې په دې پورې تړلې دي، چې ایا بندیزونه به په بشپړ ډول پلی شي، ایا د بېړیو تګ راتګ کې خنډونه به پراخېږي، او ایا ډیپلوماسي به بیا له سره پیلېږي که نه؟"

د مالي خدماتو شرکت اېم اېس ټي مارکیو شرکت شنونکی ساول کاوونیک بي بي سي ته وویل "د تېلو د عرضه کولو بهیر ته په کتو، د تېلو بیې دومره لوړې نه دي، ځکه سوداګر لاهم هیله لري چې لېږد را لېږد به ژر بیا پیل شي."

کاوونیک زیاتوي، "خو که دا پېښ نه شي، د تېلو بیې به لوړې شي."

د سمندري او کارګو خطر بیمې شرکت مارش نړیوال شرکت مشر مارکس بیکر په وینا دا پوښتنه هم شته، چې ایا دوه اونۍ اوربند به دوام وکړي کنه.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف، چې د اونۍ په پای کې یې په پاکستان کې د خبرو پر مهال د تهران د پلاوي مشري کوله، په یوه بیانیه کې چې د سیمه ییزو رسنیو لخوا خپره شوې ویلي، هېواد به یې "هېڅ ګواښ ته تسلیم نه شي".

د ایران د اسلامي انقلابي ګارد (سپاه پاسداران) سمندري ځواکونو ویلي، هره هغه پوځي کښتۍ چې تنګي ته نږدې کېږي د واشنګټن او تهران ترمنځ له اوربنده سرغړونه ګڼل کېږي او "سخت چلند به ورسره وشي".

بیکر وايي: "ایا ایرانیان به له هغه څه سره سره چې امریکا ویلي، اوربند ته د دوام ورکولو پرېکړه وکړي؟"

"څرګنده ده، که دا پېښ شي، بازار به بېرته ډېر باور ترلاسه کړي او زه فکر کوم چې د دې اوربند دوام د راتلونکو پېښو لپاره خورا مهم دی."

په اسیا کې د دوشنبې په ورځ د ونډو بازارونه را ولوېدل، په جاپان کې د نیکي ۲۲۵ ونډې ۰،۷۷ او د سویلي کوریا کاسپي ۱٪ راټیټ شو.

اسیایي هېوادونه په ځانګړي ډول د ایران د جګړې له امله سخت ځپل شوي دي ځکه دوی د منځني ختیځ پر تېلو باندې ډېره تکیه کوي.