د طالبانو د حکومت د اپلیکېشنونه کارونه او خوندیتوب

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, د بي بي سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د طالبانو د حکومت بېلابېلو ادارو په دې وروستیو کې د معلوماتو او چوپړونو لپاره د ځیرکو ټیلفونونو یو شمېر اپلیکېشنونه معرفي او خلکو ته یې د کارولو سپارښتنه کړې.
له دې اپلیکېشنونو یو یې "ملي کلیزه" دی چې د نېټو او ورځ د معلومولو ترڅنګ، په دې اپلیکېشن کې پر نړیوالو ځواکونو او د پخواني حکومت پر سرتېرو د طالبانو د بریدونو نېټې او پېښې راټولې شوې، چې یو شمیر معلومات یې کره نه دي.
د بېلګې په توګه، په دې اپلیکېشن کې د ۲۰۰۹ کال د اپرېل پر لومړۍ نېټه د کندهار پر ولایتي شورا د شوي خونړي برید یادونه شوې، خو د پېښې جزییات په کې کره نه دي.
په دغو جزیاتو کې بسمالله افغانمل او سید جان د وژل شویو کسانو په نوملړ کې راغلي دي.
په داسې حال کې چې ښاغلی افغانمل په دا وروستیو کلونو کې د زابل والي شو او سید جان د ولایتي شورا رییس و.
په هغه برید کې ۶ ملکي وګړي او ۷ پولیس وژل شوي وو، خو په دې اپلیکېشن کې دا شمېر ۲۵ کسان ښودل شوی دی.
د بریدونو دا تاریخچه د طالبانو د حکومت لپاره د خپلو کسانو د 'دوو لسیزو مبارزو' یادونه ده.

بل اپلیکېشن چې په دې وروستیو کې معرفي شوی، "ملي کېبورډ" نومېږي.
په دې کېبورډ کې په درېیو ژبو (پښتو، دري او انګلیسي) ټایپ کېدای شي او د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د هممهاله ژباړې اسانتیا هم لري.
دا اپلیکېشنونه یوازې هغه مهال کار کوي چې کاروونکی ورته په خپل موبایل کې د بشپړ لاسرسي اجازه ورکړي؛ دا په دې معنی ده چې اپلیکېشن د هغه شخصي معلوماتو ته هم لاسرسی پیدا کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په کیبورډ ټایپ کول یا لیکل خوندي دي؟
دا لاسرسی ان د واټساپ په څېر داسې پروګرامونو ته هم غځېږي چې پیغامونه په کې 'کوډ شوي' لېږل کېږي.
له دې امله چې ډېری کاروونکي د اپلیکېشنونو د کارولو د شرایطو له لوستلو پرته هر څه تاییدوي، ښايي ډېر خلک په دې پوه نه شي چې د دوی د ظاهرا ساده شخصي معلوماتو افشا کېدل، دوی ته څه ډول پایلې لرلای شي.
د سایبري امنیت کارپوه، جمیل باسط وايي، هر هغه څه چې تاسو په کېبورډ ټایپ کوئ، کېدای شي د کېبورډ جوړوونکي لاس ته ولوېږي.
ان کله چې تاسو په واټساپ کې هم پرې ټایپ یا لیکل کوئ، سره له دې چې واټساپ پیغامونه په پټه او کوډ شوې بڼه لېږدوي، بیا هم دا خطر شته:
"که تاسو د طالبانو کېبورډ په خپل موبایل کې انسټال کړئ او په هغه کېبورډ څه ولیکئ، دا شونې ده چې دوی ستاسو یوازې همغه لیکل شوی متن وګوري."
اپل شرکت په خپل اپ سټور کې د اپلیکېشنونو د شاملولو لپاره د ګوګل د انډرایډ سیسټم پرتله خورا سخت تاییدي پړاوونه لري.
په ګوګل کې هم کله چې ستاسو په موبایل کې د (Play Protect) اسانتیا فعاله وي، موبایل ته د خرابوونکو پروګرامونو د مستقیم ننوتلو مخه نیسي؛ خو دا دواړه سیسټمونه هر اپلیکېشن په خپلواکه توګه نه ارزوي، بلکې ډېر کله د اپلیکېشن د جوړونکي پر لومړنیو څرګندونو تکیه کوي.
په نورو هېوادونو کې د خلکو د شخصي حریم د خوندیتابه لپاره قانوني لارې چارې شته، خو په افغانستان کې د وګړو له شخصي معلوماتو د احتمالي ناوړه ګټې اخیستنې په صورت کې، کومه باوري قانوني مرجع نه شته.

ډیجیټلي خدمتونه که ډیجیټلي څار؟
هغو کارپوهانو چې دا اپلیکېشنونه یې څېړلي وايي، شونتیا شته چې دا پروګرامونه موبایلونو ته د لاسرسي او ننوتلو د یوې وسیلې په توګه وکارول شي.
"رازنېټ" هغه وېبپاڼه ده چې تر ډېره په ایران کې جوړ شوي اپلیکېشنونه څېړي.
دغې پاڼې په یو راپور کې ویلي چې د "ملي کېبورډ" اپلیکېشن یې څېړلی او پایلې ښيي، هغه کاروونکي چې په افغانستان کې دننه دا ډول اپلیکېشنونه يه خپلو موبایلونو کې فعالوي، د هغوی برېښنالیک، ادرس، اینټرنېټي ټرافیک او د ځای موندلو معلومات د اپلیکېشن جوړوونکو لاس ته لوېږي.
د رازنېټ په مقاله کې پایله داسې ښودل شوې:
"زموږ څېړنو د (RTA) کېبورډ په اپلیکېشن کې څو امنیتي او د شخصي حریم اړوندې ستونزې موندلې دي، چې د کاروونکي د خوندیتوب، روڼتیا او د معلوماتو د ساتنې په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي."
"که څه هم دا څېړنه په پرېکنده توګه د کومې قصدي جاسوسۍ امکان نه تاییدوي، خو د دې اپ جوړښت او د کارونې بڼه د خطر داسې یو چاپیریال رامنځته کوي چې په کې د کاروونکي د حساسو معلوماتو د احتمالي ناوړه ګټې اخیستنې، څارنې یا په ناڅاپي ډول د هغو د افشا کېدو لاره هوارېږي."
یو اپلیکېشن یوازې د هغه موبایل معلوماتو ته لاسرسی لرلای شي چې په کې انسټال شوی وي؛ خو په دې حالت کې هم، د جغرافیایي موقعیت او په موبایل کې د ثبتو شویو شمېرو په څېر معلومات د لاسرسي وړ ګرځي.
راپورونه ښيي چې د طالبانو د حکومت ادارې هڅه کوي د ډیجیټلي څارنې وړتیاوې پرمختللې کړي او دا اپلیکېشنونه د دغه ځواک د پراخولو لپاره یوه څرګنده او په زړه پورې وسیله کېدای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی باسط وايي، ده په تېر حکومت کې او همدا راز د طالبانو د حکومت په لومړیو دوو کلونو کې د مخابراتو په وزارت کې کار کړی دی.
هغه د ټېلیفوني اړیکو په څارلو کې د دغه وزارت د تخنیکي وړتیا په اړه وايي، د تېر حکومت له وخته تر اوسه د اشخاصو ټېلیفوني خبرې اورېدل کېږي:
"د مخابراتو وزارت یو وړتیا دا ده چې د سیمکارت له لارې ټېلیفوني اړیکې او د سیمکارت پیغامونه تعقیب کړي، د هغه کس لوکېشن یا ځای پیدا کړي او خبرې یې هم واوري. دا کار اوس هم کېږي او پخوا (په تېر حکومت کې) هم کېده. دوی دا ډېټا له ملي امنیت یا استخباراتو سره شریکوي؛ هر څوک چې تر تعقیب لاندې وي، دوی یې پیدا کولای او خبرې یې اورېدلای شي."
د ډیجیټلي او برېښنايي چوپړونو دا سیسټمونه په تېر حکومت کې پیل شوي وو او اوس لا په چټکتیا پر مخ وړل کېږي، چې له دې ډلې نه د برېښنا د بېلونو تادیه کول ، د برېښنایې پېژندپاڼو او د کابل ښاروالۍ اپونه ددغه هڅو تازه ګامونه دي.



















