تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ورکو شویو ایراني پیلوټانو په اړه د تهران ادعا او د قطر ځواب
په ایران کې د پوځ ستر درستیز د ورکو سرتېرو د لټون کمېټې قومندان محمد باقرزاده له قطر غوښتي چې د درېیو بېدرکه ایراني پیلوټانو په تړاو څېړنو لپاره د ایران د هوايي ځواک د یوې مسلکي ډلې ورتګ ته زمینه برابره کړي.
نوموړي دا غوښتنه تر هغې وروسته کړې، چې دوحې تېره ورځ د تهران له دې ادعا انکار وکړ چې ګوندې دغه پیلوټان په قطر کې اسیر شوي دي.
ښاغلي باقرزاده ټینګار کړی، چې قطر باید د دې موضوع د ردولو پر ځای د ایران د هوايي ځواک کارپوهانو او حقیقت موندونکې ټیم ته اجازه ورکړي، چې دغه هېواد ته ورشي.
د ایران پوځ د بېدرکو د لټون کمېټې مشر ویلي، د ایران د هوايي ځواک کارپوهان له څو میاشتو راهیسې قطر ته ورتګ او د خپلو پیلوټانو د برخلیک معلومولو لپاره عملي څېړنو ته منتظر دي، خو د نوموړي په وینا د قطري چارواکو ناغېړۍ د دغو پیلوټانو د ور ستنېدو مخه نیولې ده.
محمد باقرزاده له سرهصلیب هم غوښتي چې دا مسئله په سملاسي توګه تعقیب کړي.
هغه همدا راز په کویت کې هم د څلورو ایرانیانو د نیول کېدو خبره کړې او ویلي یې دي، چې کویتي چارواکو یې تر اوسه د برخلیک په اړه مالومات نه دي ورسره شریک کړي.
ایراني پیلوټان څنګه ورک شول؟
محمد باقرزاده د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې مریانا سپولیاریک ته په استولي لیک کې، چې څو ایراني رسنیو هم خپور کړی، لیکلي، چې د دوی دوه جنګي الوتکې د مارچ پر دویمه "جګړهییز ماموریت" لپاره په قطر کې د امریکا د یوې پوځي هډې پر لور واستول شوې، خو د بېرته ستنېدو پر مهال د هوايي دفاع سیستمونو په وسیله په نښه شوې او پیلوټان ترې په پراشوټونو کې ووتل.
دا ماموریت د امریکا او اسرائیل بریدونو کې د ایران د مخکیني مشر ایتالله علي خامنهای تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته ترسره کېده.
د دغو الوتکو د څلورو پیلوټانو له ډلې د مجید کاظمي جسد تېرو اوونیو کې ایران ته له سپارل کېدو وروسته د زمري/اسد میاشتې پر نهمه شیراز کې خاورو ته وسپارل شو.
ښاغلي باقرزاده ادعا کړې چې درې نور پیلوټان جواد صالحي، عبدالمجید دشتیان او عمران بهروشیان "د قطري ځواکونو لخوا ژوندي نیول شوي دي."
قطر څه وايي؟
خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد انصاري تېره ورځ (شنبه د اګست ۱۵مه) د تهران دا ادعا په کلکه رد کړه، چې ګوندې درې ایراني پیلوټان په دغه هېواد کې اسیر شوي دي.
ښاغلي انصاري پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دوی په مارچ میاشت کې د ایراني پیلوټانو لخوا د قطر د هوايي حریم له نقضېدو وروسته له هغوی سره اړیکه ونیوه، خو دا چې دغو پیلوټانو د دوی پیغامونو ته ځواب ورنه کړ، نو قطر "د جګړې د قانون او د نړیوالو حقوقو د الزاماتو له مخې" د خپلې خاورې دفاع لپاره ګام پورته کړ.
هغه زیاته کړه چې د لټون او ژغورنې قطري ډلو د ویشتل شویو ایراني جټونو د پیلوټانو د لټون عملیات ترسره کړي او دا چې د یوه پیلوټ د موندل شویو پاتې شونو د سپارلو لپاره یې ایران سره اړیکه هم نیولې ده.
د قطر د بهرنیو چارو زارت ویاند همدا راز وویل، په سیمه کې د کړکېچ کمېدو لپاره روانو دېپلوماتیکو هڅو ته په کتو د تهران لخوا "داسې لارورکوونکو څرګندونو" ډېر حیران کړی دی.