تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا د زردچوبې د غذايي بشپړوونکو روغتیايي ګټې ثابتې شوې دي؟
- Author, سارا بېل
- دنده, د بي بي سي روغتیايي برخه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
که تاسو د هندي چرګانو کړايي، د سوداني اوښ غوښې بریاني، د مالیزیا لاکسا ښوروا، یا د بنګلهدېش د کبانو "ماچر جول" ډوډۍ چمتو کوئ، نو یوه داسې د دېګ مصاله شته چې دې ټولو کې کارول کېږي: زردچوبه (کورکمن).
خو پر خپل ځانګړي خوند سربېره، ایا د نړۍ له تر ټولو پخوانیو او مشهورو مصالو یوه، زردچوبه، رښتیا هم د روغتیا لپاره استثنايي ګټې لرلی شي؟
راګیني کاشیاپ، چې د خوړو څېړونکې او د سوېلي اسیايي ټولنو په اړه د ځانګړو پوډکاسټونو چلوونکې ده، د "The Food Chain" پروګرام ته وایي:
"زما کورنۍ پنجابي ریښې لري او زه داسې یو خوراک هم نه شم یادولی چې موږ پکې زردچوبه نه کاروو."
اټکل کېږي چې د زردچوبې شاوخوا ۳۰ ډولونه شته او دا په پراخه کچه د اسیا، افریقا او جنوبي امریکا په پخلنځیو کې کارول کېږي.
زردچوبه د سوېلي اسیا د خلکو د کډوالۍ له امله د نړۍ نورو برخو ته هم خپره شوه؛ ختیځ لوري ته د بالي او فیجي په څېر د ارام سمندر ټاپوګانو ته ورسېده او لوېدیځ لوري ته یې د کارابین ټاپوګانو ته لاره وموندله.
پیاوړي او ژور باورونه
کاشیاپ وایي، زردچوبه په هغو پخوانیو متنونو کې هم یاده شوې چې تاریخ یې شاوخوا ۲۵۰۰ کلونو ته رسېږي. په سوېلي اسیا کې دا په پراخه کچه کارول کېږي، ځکه یو پیاوړی باور شته زردچوبه د میکروب او التهاب ځانګړتیاوې لري.
کاشیاپ چې اوس مهال په دوبۍ کې ژوند کوي، وایي:
"کله چې ناروغه شم، زردچوبه له هغو لومړنیو شیانو ده چې ذهن ته مې راځي او ډېر د ډاډ احساس راکوي. دا د ډاډ، درملنې او تېر وختونو د خوږو خاطرو یو ګډ احساس دی."
په هند کې زردچوبه د "هلدي" (Haldi) په مراسمو کې هم کارول کېږي. دا د واده له مراسمو مخکې ترسره کېدونکی دود دی چې پکې د ښکلا لپاره د زردچوبې خمیره/ماسک د مخ پر پوستکي لګول کېږي.
نن ورځ د زردچوبې پلور په چټکۍ مخ پر زیاتېدو دی، ځکه په لوېدیځو هېوادونو کې د دې د روغتیايي ګټو په اړه د پخوانیو ادعاوو په تړاو د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.
د زردچوبې هغه غذایي بشپړوونکي یا سپلمنټونه چې عموماً کورکومین (Curcumin) لري او باور کېږي چې د زردچوبې د ډېرو روغتیايي ځانګړتیاوو اصلي عامل همدا مرکب دی، د هډوکو او بندونو د روغتیا، د معافیتي سیستم د پیاوړتیا او نورو ګټو لپاره بازار موندل کېږي.
کاشیاپ وایي، د دې د شهرت یوه برخه د هغو کسانو له امله ده چې په ټولنیزو رسنیو کې د زردچوبې د استعمال خپلې مثبتې تجربې شریکوي.
هغه زیاتوي: "کله چې د نژدې یو میلیارد کسانو یوه لویه برخه په کلک باور ولري چې زردچوبه د ګڼو ستونزو په درملنه کې مرسته کولی شي، نو دا نړۍ ته یو پیاوړی پیغام لېږي."
هغې دوام ورکړ: "او کله چې له دې سره د فشار ډلې، د غذایي مکملونو شرکتونه او نور بنسټونه هم یوځای شي، نو دا پیغام لا پیاوړی او پراخ خپرېږي."
"تر ټولو ناسم کیمیاوي جوړښت"
خو ځینې څېړونکي د دغو روغتیايي ګټو په اړه شک لري.
ډاکټرې کاترین نېلسن، چې د امریکا د مینېسوټا ایالت کیمیاپوهه ده، د کورکومین په اړه یې له ۱۰۰ ډېر څېړنیزې مقالې ارزولي دي.
هغه وایي: "موږ وموندله په دې اړه داسې ادعاوې کېږي چې ګواکې کورکومین نژدې هر څه کولی شي، خو په حقیقت کې ښایي ډېر لږ کار وکړي."
نېلسن زیاتوي چې بدن کورکومین په اغېزناک ډول نه جذبوي؛ کله چې وخوړل شي، یوازې یوه ډېره لږه برخه یې د وینې جریان ته رسېږي. له همدې امله ډېر خلک یې له تور مرچ سره یوځای خوري، چې د کورکومین جذب ښه شي.
نېلسن وایي: "د دې کیمیاوي جوړښت په حقیقت کې له هغو تر ټولو نامناسبو جوړښتونو دی چې له هغه نه د یوه ګټور درمل د جوړولو هڅه پیل شي".
"موږ د ناهیلۍ احساس وکړ"
زردچوبه له څو لسیزو راهیسې په پراخه کچه څېړل شوې ده، خو د دغو څېړنو پایلې ډېر ځله یو له بل سره متضادې وې او د څېړنو کیفیت هم سره توپیر درلود.
پروفیسور امیت ګارګ، چې د کاناډا د اونټاریو ایالت د لندن ښار د London Health Sciences Centre د پښتورګو متخصص ډاکټر دی، وایي چې د زردچوبې د ګټو په اړه ډېرې څېړنې پر انسانانو نه دي ترسره شوې.
ګارګ او د هغه همکارانو تر اوسه په دې برخه کې له دوو تر ټولو لویو څېړنو څخه دوه ترسره کړې دي.
لومړۍ څېړنه دا معلومولو لپاره وه چې ایا کورکومین د هغو ناروغانو په بدن کې د پښتورګو د زیان او التهاب په مخنیوي کې مرسته کوي که نه، چې د اورټا شریان د پړسوب (aneurysm) د ترمیم لپاره جراحي کېږي. خو په دې څېړنه کې چې ۶۰۰ ناروغانو ګډون کړی و، هېڅ ګټور اغېز ونه موندل شو.
په دویمه څېړنه کې، څېړونکو د پښتورګو ناروغانو ته د مایکروذراتو پر بنسټ د کورکومین یوه ځانګړې بڼه ورکړه، چې معلومه کړي ایا دا د پښتورګو روغتیا ښه کوي یا د ناروغۍ د پرمختګ مخه نیسي. خو دوی ونه توانېدل چې دا خبره ثابته کړي.
ګارګ وایي: "موږ د ناهیلۍ احساس وکړ. موږ دا څېړنه پرته له کومې له مخکې ټاکل شوې پایلې پیل کړې وه او زموږ موخه دا نه وه چې ثابته کړو کورکومین اغېز نه لري."
خو که داسې وي، نو دا څنګه تشریح کېدای شي چې زردچوبه له زرګونو کلونو راهیسې د درملیزو موخو لپاره کارول کېږي، په ځانګړې توګه په هند کې؟
ګارګ وایي، د دې ترمنځ توپیر شته چې له یوې طبیعي مادې یو ځانګړی کیمیاوي مرکب جلا کړو او هڅه وکړو چې هغه په درمل بدل کړو او دا چې ټوله طبیعي ماده په خوړو یا پر پوستکي وکاروو.
نو ایا کارپوهان فکر کوي چې د زردچوبې دغه غذایي مکملونه، چې ښایي بیه یې هم لوړه وي، د اخیستلو ارزښت لري؟
ګارګ وایي، د بیې سربېره، تر اوسه داسې کافي شواهد نشته چې د دغو مکملونو اغېزمنتیا ثابته کړي. هغه څرګندوي چې طبیعي روغتیايي محصولات د درملو په څېر د هماغو سختو مقرراتي څارنو تابع نه دي.
هغه زیاتوي: "موږ یقیناً کولی شو خپل ذهن خلاص وساتو، خو باید یو روښانه معیار ولرو: که ووایو چې یوه ماده ځانګړی اغېز لري، نو دا ادعا باید د لوړ کیفیت شواهدو پر بنسټ وي."
خو ګارګ په خوړو کې د زردچوبې له استعمال سره کومه ستونزه نه ویني.
هغه وایي: "که خلک له زردچوبې سره تیار شوي خواړه خوښوي، زه یې هڅوم چې همداسې یې خوړلو ته دوام ورکړي".