"د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له
راتګ وروسته زما په ژوند کې د یوې افغانې نجلۍ په توګه ډېر بدلونونه راغلل. تر
ټولو لوی بدلون دا و، چې د زده کړې، کار او خپل راتلونکي د جوړولو ډېر فرصتونه
محدود شول.
له دی
مخکې که څه هم ستونزې موجودې وې، خو لږ تر لږه دا احساس مې درلود، چې کولی شم د خپل راتلونکي لپاره پلان جوړ کړم او خپلو هدفونو
ته ورسېږم. خو له هغه وروسته ډېر هغه شیان چې پخوا عادي وو، اوس د
ډېرو نجونو لپاره یوازې هیلې پاتې دي.
یوازینۍ ګټه، چې دې شرایطو ماته راورسوله دا وه، چې ما له ځان سره فیصله وکړه: که
طالبان هره دروازه د زده کړې راباندې وتړي، زه باید له موبایل، انټرنېټ او انلاین کورسونو څخه زده کړه وکړم.
ما له
ځان سره دا ژمنه وکړه، چې هېڅکله به نه درېږم، او هڅه به کوم، چې په هره ممکنه لاره مهارتونه زده
کړم. له همدې امله مې بیا هم خپل کوشش وکړ، او په دې موده کې مې ځینې مهارتونه زده کړل او د ځان د
پرمختګ لپاره مې هڅه وکړه.
په دې
موده کې، د طالبانو له راتګ وروسته ما هڅه وکړه، چې له انلاین فرصتونو څخه استفاده وکړم او
خپل مهارتونه زیات کړم.
ما د
انګرېزۍ ژبې زده کړه بشپړه کړه او وروسته مې د انګرېزۍ ژبې تدریس هم ورکړ. د کمپیوټر بېلابېل مهارتونه مې زده کړل او انلاین مې درې میاشتې د دیجیتل
مارکېټینګ برخه
هم ولوستله او کورس می بشپړ کړ.
په ټوله کې، هر هغه فرصت، چې راته برابر شوی، ما ترې استفاده
کړې او هڅه مې کړې، چې یو نوی مهارت زده کړم. تر ټولو سخته خبره دا ده، چې د ډېرو نجونو هیله او انګېزه کمه
شوې ده. کله چې یوه نجلۍ نه پوهېږي، چې سبا به د زده کړی کار او پرمختګ
اجازه ولري که نه، طبیعي ده، چې د راتلونکي په اړه به ناامیده او سرګردانه شي.
زما
لپاره د اګست ۱۵مه یوازې یوه نېټه نه ده، دا هغه ورځ ده، چې زموږ د ډېرو افغانانو، په ځانګړي ډول د نجونو،
د ژوند لوری بدل شو. خو بیا هم هیله لرم، چې یوه ورځ به افغانې نجونې وکولای شی په خپلواکه او ډاډه زړه زده کړې وکړي، کار وکړي او هغه راتلونکی جوړ کړي، چې خپله یې غواړي. زه یو خور او دوه وروڼه لرم. طالبان، چی راغلل ۱۳کلنه وم."