تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ وایي، هرمز تنګی د امریکا "قلمرو" دی
راپورونه وایي، یوه بېړۍ له هرمز تنګي د وتلو پر مهال له یوه نامعلوم لوري د توغندي یا مرمۍ هدف ګرځېدلې.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتو ادارې (یو کې ایم ټي او) د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د بېړۍ د ماشین خونه زیانمنه شوې او د عملې یو غړی وژل شوی دی.
یادې ادارې ویلي چې له پېښې وروسته د عمان ساحلي ساتونکي ځواک په بېړۍ کې د پاتې عملې د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.
ویل شوي چې اړوند چارواکي د دې پېښې په اړه څېړنې ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو شمېر په بې ساري ډول کم شوی او اوس یوازې لږ شمېر بېړۍ له دې لارې تېرېږي.
د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د جګړې له پیل مخکې، هره ورځ له ۱۳۰ ډېرې بېړۍ له دې سمندري لارې تېرېدلې.
په ورته مهال قطر وایي، منځګړي د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي د موضوع د خبرو د وروستي کېدو په تمه دي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د پراخو خبرو د بیا پیل لپاره مناسب شرایط برابر شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، ویلي چې که د هرمز تنګي پر سر توافق وشي، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو بیا پیل به ډېر اسانه شي.
ایران وايي چې له عمان سره په مذاکراتو کې مهم پرمختګ شوی او یوازې د ګډې اعلامیې پر متن توافق پاتې دی.
خو تهران ټینګار کوي چې له مسقط سره موافقه په دې معنا نه ده چې هرمز تنګی به سملاسي پرانیستل شي.
د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، یو ځل بیا ویلي چې هرمز تنګی به تر هغه وخته تړلی وي چې امریکا د تفاهمنامې شرایط عملي نه کړي. د ایران سپاه پاسداران ځواک چارواکو هم ورته دریځ څرګند کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، له عمان سره د بېړیو د تګ راتګ د لارې یا مسیر پر نقشه هوکړه شوې ده او دواړه لوري د ګډې اعلامیې پر چمتو کولو کار کوي.
هغه زیاته کړې چې د بېړیو د تګ راتګ د مسیر ټاکل یوه تخنیکي موضوع ده چې امنیتي او چاپېریالي ملاحظات لري، او اړوندو ملکي او دفاعي ادارو په کې برخه اخیستې ده.
بل لور د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د هرمز تنګي په اړه جنجالي څرګندونې کړې دي.
هغه په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیال یو انځور خپور کړی چې په کې د هرمز تنګي شاوخوا دایره ایستل شوې او پرې لیکل شوي: ''د امریکا نوی قلمرو''.
ټرمپ درې ورځې مخکې هم ویلي وو چې ډېر ژر به هرمز تنګی د متحده ایالاتو ''قلمرو'' اعلان کړي.
هغه د ګارډن سټي په یوه وینا کې ویلي وو: ''وروسته له دې چې د ایران ماتې بشپړه کړو ... ډېر ژر به هرمز تنګی د امریکا قلمرو اعلان کړم.''
خو له دې څرګندونو وروسته، وال سټریټ ژورنال د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړ چې د ټرمپ دا خبرې د هرمز تنګي د امریکا د قلمرو اعلانولو په اړه ټوکه وه او د رسمي سیاست استازیتوب نه کوي.
حوثي وسله والو د سعودي عرب د تېلو پر تنصیباتو د برید ادعا کړې
بل لور د یمن حوثیان وايي چې یو ځل بیا یې د سعودي عرب د جیزان په سیمه کې د 'ارامکو' د تېلو پر چاڼخونې د بې ډرونونو برید کړی دی.
د حوثیانو د خبري اژانس 'سبا' د راپور له مخې، دا برید د هوايي حریم د سرغړونې په غبرګون کې ترسره شوی دی.
یادې رسنۍ د یوې پوځي سرچینې له قوله لیکلي چې حوثیانو ''د یمن د صعده او حجه ولایتونو د هوايي حریم د نقض په ځواب کې'' د جیزان د ارامکو د تصفیې تأسیسات د څو ډرونونو په وسیله په نښه کړي دي.
حوثیانو، چې د ایران متحدین بلل کېږي د سعودي عرب د سمندري محاصرې په غبرګون کې متقابله سمندري محاصره اعلان کړې او په سره سمندر کې یې پر سعودي نفت لېږدونکو بېړیو او دغه راز د یمن حکومت پر ځواکونو بریدونه کړي دي.
دوی دغه راز څو ځله د سعودي عرب د تېلو زیربناوې او هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.