پولیسو د ټېک ټاکرې شمسو (عائشې ګیلمنې) د وژنې په قضیه کې د یوه مشکوک کس د نیولو ادعا کړې

    • Author, شهزاد ملک
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان په راولپنډۍ کې ځايي پولیسو ادعا کړې چې د ټېک ټاکر شمسو، چې په عایشه ګلمنه هم مشهوره وه، د وژنې په قضیه کې یې یو مشکوک کس او درې اسانتیا برابرونکي نیولي دي.

شمسو بي بي د اګست په ۱۴مه د ټيکسلا سیمه کې د ډزو یوه پېښه کې ووژل شوه. د دې پېښې په تړاو د پولیسو لومړني رپوټ (ایف ای ار) کې د هغې پلار ویلي چې لور یې له تېرو درې یا څلورو کلونو راهیسې په ټېک ټاک کې فعاله وه او شاوخوا ۱۳ لکه (۱.۳ میلیونه) فالووران یې درلودل.

د دې قضیې د پلټنو افسر محمد فیاض بي بي سي اردو څانګې ته وویل په دې قضیه کې یو نومول شوی مشکوک کس نیول شوی دی. د پولیسو رپوټ له مخې پر هغه تور دی چې ګیله منه یې د ټیلیفون له لارې له کوره بهر بللې وه.

د پلټنو افسر په وینا، د قضیې د دوو نورو مشکوکو تورنو د نیولو لپاره چاپې وهل کېږي.

هغه زیاته کړه چې تورن کسان د سویلي وزیرستان اوسېدونکي دي او له پېښې وروسته پټ شوي دي. خو د پولیس افسر محمد فیاض په وینا د 'جیوفینسنګ' له معلوماتو څرګنده شوې چې د شمسو بي بي د وژنې پر مهال د دغو دواړو تورنو د موبایل ټیلیفونونو موقعیت د مري په سیمه کې ښودل شوی و.

پولیس ادعا کوي چې د تورنو د کارېدونکو موبایلونو موقعیت د پېښې په ځای کې نه و، نو په ډاډ سره ویل کېدای شي چې دغه ټېک ټاکره د کرايي قاتلانو په لاس وژل شوې ده.

نوموړي وویل چې له پېښې وروسته دواړه تورن تښتېدلي، پټ دي او د هغوی مېشت ځایونه تړلي دي.

د پولیسو رپوټ کې څه ویل شوي؟

د شمسو بي بي د وژل کېدو له پېښې وروسته د پولیسو په په ثبت شوي رپوټ کې ویل شوي چې د اګست په ۱۴مه هغې ته یو کس ټیلیفون وکړ او له هغې یې وغوښتل چې له کوره راووځي.

د پولیو مرکز کې دا قضیه د ګیله منې د پلار فضل له لوري ثبت شوې ده. د ایف ای ار له مخې شمسو بي بي د هماغه کس د ټیلیفون له اورېدو وروسته له خپلې خور او ورور سره د خپل پلار کور ته د تګ لپاره په موټر کې روانه شوه. وروسته د فیصل ټاون سیمې ته نږدې پر سړک دوو نامعلومو موټرسایکل سپرو د هغې پر موټر ډزې وکړې.

د ایف ای ار له معلوماتو سره سم، یوه مرمۍ د شمسو بي بي پر غاړه ولګېده چې له امله یې هغه ځای پر ځای ووژل شوه. دغه راز د ډزو پایله کې موټر، چې د ګیله منې ورور چلاوه، له کنټروله ووت او له مخامخ لوري راتلونکي ډمپر ډوله لارۍ سره ټکر شو.

په دې برید کې د شمسو بي بي ورور او خور هم ټپیان شوي دي.

د ایف ای ار د معلوماتو له مخې، د ګیله منې پلار دریځ خپل کړی چې لور یې د "پیسو راکړې ورکړې" د شخړې له امله وژل شوې ده. هغه ویلي چې شمسو بي بي ورته مخکې ویلي وو چې دوو کسانو نه یوازې له څخه پیسې اخیستې وې، بلکې د وژلو ګواښونه یې هم ورته کړي وو.

بل لور د قضیې د پلټنو افسر محمد فیاض وايي، د پلټنو لپاره بېلابېلې ډلګۍ جوړې شوې دي، چې د قضیې په تړاو له بېلابېلو ځایونو معلومات راټولوي.

هغه زیاته کړه چې د ګیله منې د کارېدونکي موبایل ټیلیفون عدلي (فارنزیک) معاینه هم روانه ده. دغه راز له هغو کسانو د پوښتنو، ګروېږنو لپاره هم قانوني اقدامات کېږي، چې له هغې سره یې ډېر اړیکي او تماسونه لرل.

د شمسو بي بي ورور څه ویلي؟

د وژل شوې ټېک ټاکرې ورور هم له بي بي سي اردو څانګې سره خبرو کې ادعا کړې، چې خور یې د پیسو راکړې ورکړې په معامله کې وژل شوې ده. نوموړي دغه راز ویلي، چې د دوی کورنۍ په دې قضیه کې د هغه کس نوم له سره یاد کړی نه دی، چې پولیسو نیولی دی. خو د پولیسو هغه افسر چې په دې قضیه کې پلټنې کوي وايي، چې د قضیې په تړاو له دوی سره د ثبت شوي رپوټ متن خپله د شمسو بي بي پلار لیکلی.

د هغې ورور رحمت الله وايي، دوی لس وروڼه او خویندې دي او شمسو بي بي په هغوی کې درېیمه وه.

د رحمت الله په وینا، شمسو بي بي درې ماشومان درلودل او د برید په ورځ له خپلو نورو وروڼو او خویندو سره د لیدو لپاره د خپل پلار کور ته روانه وه، چې د فیصل ټاون په سیمه کې موقعیت لري.

د مقتولې ورور زیاته کړه چې شمسو بي بي له خپل مور او پلار سره نه اوسېده، بلکې په اسلام اباد کې په یوه کرایي کور کې مېشته وه.

د دې قضیې د پلټنو افسر وايي، د پولیسو چارواکو د خیبر پښتونخوا پولیسو ته یو رسمي لیک استولی، چې د دې قضیې په څېړنه او د مشکوکو کسانو په موندلو کې همکاري وکړي.