د ایران د کرنې وزیر کابل ته تللی، پر څه خبرې کېږي؟

د عکس سرچینه، د افغانستان کرنې وزارت
د ایران د کرنې وزیر غلام رضا نوري قزلجه په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د طالبانو حکومت په بلنه کابل ته تللی. چارواکو ویلي، د دې سفر موخه د تهران او کابل ترمنځ د ګډې همکارۍ پیاوړتیا ده.
د ایران د کرنې وزیر ویلي، دې سفر کې به د طالبانو حکومت له مشرانو سره لیدنې کتنې ولري. ښاغلي قزلجه وویل " موږ لېواله یو چې د کار، د توکو صاداراتو او خوړو خوندیتوب په برخو کې همکاري ولرو." ایراني وزیر په خپلو خبرو کې د طالبانو حکومت هغه دریځ چې پر ایران د امریکا د بریدونو پر مهال یې درلود وستایه او یو له هغو دلایلو یې وباله چې تهران یې له کابل سره راشه درشې او ښې ملګرتیا ته رامخې ته کړی دی. دا یو داسې څه دي چې د سیاست د ډګر ګټو ته لومړیتوب د نورې پراخې همکارۍ دلیل ګرځي.
د طالبانو حکومت د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني وايي، هڅه یې دا ده چې د سیمې د هېوادونو له تجربو په ګټه اخیستنه د افغانستان کرنیز ډګر ته وده ورکړي.

د عکس سرچینه، د افغانستان د کرنې وزیر
ایرانی وزیر او ورسره پلاوی، د طالبانو حکومت له چارواکو سره یو ځای پلازمېنه کابل کې د کرنې هغه نندارتون ته هم ورغلی و چې د خپل ډول کمساری او لومړنی نندارتون بلل کېږي.

دې نندارتون له بهرنیو وسایلو سربېره په کور دننه جوړ توکي او کرنیز محصولات هم نندارې ته اېښودل شوي چې تمه کېږي د خلکو پام به ور واوړي.

دې ننداراتون کې د هند، روسیې، ایران او ترکیې په ګډون د سیمې د یو شمېر هېوادونو کرنیز محصولات او وسایل هم نندارې ته اېښودل شوي دي.
د طالبانو حکومت په دې لټه کې ده چې د کورني اقتصاد پر پښو درولو لپاره د کرنې اړخ پیاوړی کړي، که څه هم د مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو لپاره بازار موندنه کې افغان سوداګر او بڼوال له سختو ننګونو سره مخ دي.
بڼ وال او سوداګر وايي، له پاکستان سره وروستي کړکېچ او نورو هېوادونو ته د صاداراتو کم فرصتونه د دې لامل کېږي چې ډېر کله د دوی کرنیز محصولات زیانمنېږي.

د افغان مېوو ځینې یې روسیې، قزاقستان او د سیمې نورو هېوادونو ته لېږدول شوي خو دا په هغه کچه نه یادېږي چې د ټولو بڼوالو د غوښت او اړتیا ځواب ووايي.
د دې نندارتون ګډنوال هیله لري چې دا وړ ننداتونونه به د افغانستان کرنیز ډګر ته په پام اړولو کې مرسته وکړي.

















