د طالبانو حکومت دفاع وزارت: پاکستان کې مو د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي؛ اسلام اباد رد کړي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو حکومت ددفاع وزارت وايي، تېره شپه یې هوايي ځواکونو بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د "داعش" پر اړوندو څو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي‌.

دفاع وزارت وايي بریدونه د بلوچستان په ګلستان او شکراب سیمو او د خیبر پښتونخوا د اورکزو ولسوالۍ په قمبرخېل سیمه کې د داعش – خراسان پر مرکز شوي، چې دفاع وزارت "ساعین بالفساد (داعشیان) او د شر او فساد مرکز" بللی دی.‌

د سرچینې په خبره، هلته د داعش-خراسان څانګې مرکز کې ځینې مهم مشران او مطلوب اهداف ویشتل شوي دي.

د وزارت په ویناپاڼه کې د په نښه شویو کسانو بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.

اسلام اباد بیا د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت له خوا په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې د ډرون بريدونه رد کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ویلي، "يو ساده ډرون"، چې د خيبر پښتونخوا د شینکو سيمې له لارې د پاکستان هوايي حريم ته راننوتی و،‌ شنډ شوی دی.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي وو، د دوی لخوا په نښه شویو مرکزونو کې "د ځینو شریرو استخباراتي کړيو په مرسته د افغانستان پر خاوره بریدونه پلانېدل".

د سرچینې په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې مهم هدفونه په بریالیتوب ویشتل شوي او ټینګار یې دا دی چې "له دې وروسته به افغانستان د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ او تهدید ته وخت ورنه کړي او له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې به یې په نطفه کې له منځه یوسي".

د طالبانو دفاعي سرچینه زیاتوي،‌ بلوچستان کې بریدونه د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان سیمې او د چاغي ولسوالۍ د ګردي ځنګل په شکر آب سیمه کې شوي، چې په وینا یې د " د شر و فساد او ساعین بالفساد ګډ مراکز پکې په نښه شول."

له دې وړاندې هم د طالبانو حکومت ته نژدې سرچینو د خیبر درې یوه سیمه کې د "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې د دوه مهمو قومندانانو د وژنې ادعاوې کړې وې، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت په څرګند ډول له کرښې پورې د هوايي بریدونو خبره کوي.

افغانستان جنګي الوتکې نه لري، خو د لندن مېشت د ستراتېژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه شپږ الوتکې او ۲۳ چورلکې لري.

همدارنګه ویل کېږي چې د طالبانو ځواکونه ډرونونه هم لري چې له پاکستان سره په جګړو کې ترې کار اخیستل شوی دی.

خو د تلفاتو په اړه یې جزیات ور نه کړل.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) ظاهرآ د یوه شنډ شوي ډرون د عکس له خپرولو سره ويلي چې يو ساده ډرون، چې د خيبر پښتونخوا د شینکو سيمې له لارې د پاکستان هوايي حريم ته راننوتی و، پېژندل شوی او له منځه وړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې يو ځايي چارواکي او په خيبرپښتونخوا کې غېر دولتي سرچينو دغه بريدونه تائيد کړي دي.

د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوال منصور مسکي ځايي رسنيو ته ويلي چې په دې سيمه کې يو زېرمتون هدف ګرځول شوی دی.

هغه ویلي: "يو ګودام چې د يوه کور ترڅنګ و، په نښه شوی او په اورلګېدنه کې سوځېدلی دی. چا مرګژوبله نه ده اوښتې. دا روښانه نه ده چې هدف څه و، خو دوه بريدونه شوي دي."

هممهاله په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې دوو غېر دولتي سرچينو هم د خیبر په قمبر خېل او د بلوچستان په قلعه عبدالله کې پر ځينو اهدافو د ډرون بريدونه تائيد کړي دي.

په ۲۰۲۱ کې افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راپدېخوا له پاکستان سره د افغانستان اړیکي ډېر ترینګلي شوي دي، چې وخت -ناوخت یې ترمنځ نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

د چین په منځګړیتوب د کړکېچ د کمولو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

پاکستان پر افغانستان تورې پورې کوي چې هغو وسله‌والو ته یې پټنځایونه ورکړي د پاکستان دننه د بریدونو پلانونه جوړوي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې وسله‌واله ستونزه د پاکستان کورنۍ مسله ده.

پاکستان تېره اونۍ د افغانستان پر ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. افغان طالبانو وویل چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان، چې ۱۱ یې ماشومان وو، وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

خلیلزاد: له پاکستان غواړم د دېپلوماسۍ لار غوره کړي

د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړی استازي زلمي خليلزاد پاکستان کې د افغان طالبانو د برید په غبرګون کې له پاکستانه غوښتي چې ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي او "دواړه هېوادونه دې داسې هوکړې ته ورسېږي چې د هېڅ یوه هېواد خاوره به د داسې ډلو یا کسانو له خوا نه کارول کېږي چې د بل هېواد امنیت ته ګواښ پېښ کړي."

خلیلزاد پر خپل اېکس لیکلي، افغانستان ویلي چې د داسې هوکړې لپاره چمتو دی. ترکیې وړاندیز کړی چې د څارونکي په توګه خپل خدمتونه وړاندې کړي او په انقره کې یو عملیاتي مرکز ولري.

زلمي خلیلزاد له ځینو عربي هېوادونو او ترکیې هم غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا کمولو لپاره خپلې هڅې وکړي:

"زه له قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې او نورو هېوادونو غواړم چې خپلې هڅې بیا پیاوړې کړي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دې اوږدمهالې ستونزې په حل کې مرسته وکړي".