هغه HPV واکسین چې د ځوانې ښځې د رحم د سرطان د مړینې خطر یې 'نژدې صفر' ته راټیټ کړی

    • Author, سوفي هچینسن
    • دنده, د ورغتیا خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

هغه ماشومان چې د ۱۲–۱۳ کلونو په عمر کې د HPV (انساني پاپیلوما وېروس یا د رحم سرطان) پر ضد واکسین شوي دي، د نوې مهمې څېړنې له مخې له ۳۰ کلنۍ مخکې د رحم د سرطان له امله د مړینې نژدې "صفر ته نژدې" خطر لري.

د دې ډول لومړنۍ څېړنه ښيي له هغه وخت راهیسې چې په ۲۰۰۸ کال کې د ښوونځي عمر لرونکو نجونو ته دا واکسین ورکول پیل شو، د مړینو کچه په چټکۍ راټیټه شوې ده او تر اوسه په انګلستان کې د دې واکسین له امله شاوخوا ۲۰۰ ژوندونه ژغورل شوي دي.

د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ، له ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ښځو کې د رحم د سرطان له امله هېڅ مړینه نه ده ثبت شوې - دا لومړی ځل دی چې په پنځه کلنه موده کې داسې پېښه رامنځته شوې.

له واکسین پرته، اټکل کېده چې شاوخوا ۲۳ مړینې به رامنځته شوې وای.

"د لندن کوین ماري پوهنتون مشر څېړونکي پروفیسور پیټر ساسيني وویل: "دا په رښتیا حیرانوونکې ده چې یو دوز واکسین د سرطان یو ځانګړی ډول تقریباً له منځه وړلی شي

په عمومي ډول، د رحم سرطان لا هم په انګلستان کې د ښځو ترمنځ ۱۴م تر ټولو عام سرطان دی، چې هر کال شاوخوا ۳,۳۰۰ کسان پرې تشخیص کېږي.

ګومان کېږي چې HPV، یو وېروس چې د نژدې پوستکي تماس له لارې خپرېږي، د دغو پېښو ۹۹٪ لامل دی.

د HPV ډېری انتانات پرته له کومې ستونزې له منځه ځي، خو ځینې یې د حجرو غیرعادي بدلونونه رامنځته کوي او کلونه وروسته د سرطان لامل کېدای شي.

د راپور لیکوالان تمه لري چې د دې ناروغۍ له امله د مړینو شمېر به نور هم کم شي، ځکه چې لا زیات خلک د HPV واکسین ترلاسه کوي او د واکسین شويو کسانو به عمر هم ډېر کړي.

د بریتانیا سرطاني څېړنې، چې دا څېړنه یې تمویلوي، دا موندنې "حیرانوونکې لاسته راوړنه" وبلله، خو خبرداری یې ورکړ چې په انګلستان کې د واکسین کولو کچه له سپارښتل شوو معیارونو ټیټه ده.

د دې ادارې اجرائیه مشرې میشل میچل وویل: "موږ پوهېږو چې د HPV واکسین د رحم سرطان له پیله د مخنیوي لپاره خورا اغېزناک دی او د لومړي ځل لپاره دا موندنې ښيي چې دا د خلکو ژوند ژغوري."

"زه د دې واکسین یوه قوي ملاتړې یم"

الکساندرا لیګ د HPV واکسین له معرفي کېدو لږ مخکې له ښوونځي فارغه شوې وه.

په ۲۰۲۱ کال کې، کله چې هغې د خپل واده پلان جوړاوه، په ۳۰ کلنۍ کې د رحم په سرطان اخته شوه.

هغه وايي: "زما هغه شېبه په یاد ده- ما سمه سا نه شوای اخیستلای".

"زه ډېره خپه شوم -هر څه مې ذهن ته راتلل، دا ډېر سخت و."

د هغې په درملنه کې د نس د لمفي غدو یا Lymph nodes لرې کول شامل وو، خو جراحانو د هغې د رحم یوه کوچنۍ برخه وساتله، چې هغې ته د ميندوارۍ امکان پاتې شي.

یوه کال وروسته، آیوي وزېږېده. د هغې منځنی نوم "مارویلا" دی، چې معنا یې "معجزه" ده.

الکساندرا وايي: "هغه نهه میاشتې ډېرې وېروونکې وې، ځکه هره شېبه داسې خطر و چې زه یې له لاسه ورکړم."

هغه زیاتوي چې که هغې ته د HPV واکسین وړاندیز شوی وای او هڅول شوې وای چې هغه وکړي، نو ښايي ژوند به یې ډېر لږ دردناک وای.

هغه وايي: "زه د دې واکسین یوه رښتینې ملاتړې یم او کله چې آیوي دومره عمر ته ورسېږي چې واکسین واخلي، هغه به لومړۍ په قطار کې وي."

د مړینو کمېدل "د کنګل شوي غره یوازې سر"

پروفیسور ساسيني، چې د لندن په کوین ماري پوهنتون کې د سرطان ناروغۍ د خپرېدو متخصص دی، د واکسین له معرفي کېدو وروسته د مړینو کمېدل د "کنګل شوي غره یوازې سر" بولي.

هغه زیاتوي: "کله چې واکسین شوي نسلونه لوی شي، موږ به د رحم سرطان له امله لا ډېر ژغورل شوي ژوندونه ووینو."

"نوې څېړنه ښيي چې د HPV د واکسین کچې لوړه ساتل څومره مهم دي، چې ډېر خلک خوندي شي".

د بریتانیا حکومت ژمنه کړې چې تر ۲۰۴۰ کال پورې به د رحم سرطان د عامې روغتیا له ستونزې له منځه یوسي.

خو وروستي معلومات ښيي چې په ټول هېواد کې د واکسین کولو کچه له سپارښتل شوې اندازې ټیټه شوې ده.

د بریتانیا د روغتیا امنیت ادارې معلومات ښيي چې په ۲۰۲۴–۲۵ کې په انګلستان کې ۷۶٪ نجونې تر ۱۵ کلنۍ پورې واکسین شوې دي، چې د نړیوال روغتیا سازمان (WHO) د ۹۰٪ له هدف ډېر کم دي- دا هغه کچه ده چې د رحم سرطان د له منځه وړلو لپاره اړینه ګڼل کېږي.

د بریتانیا له سرطاني څېړنو میشل میچل وايي: "دا ضروري ده چې د بریتانیا حکومت او روغتیايي سیستمونه ژر تر ژره د هدفمنو اقداماتو له لارې دا ستونزه حل کړي، هغو ټولنو ته ورسېږي چېرې چې د واکسین لګول تر ټولو ټیټ دي."

سره له دې چې د HPV واکسین ورکول پیل شوي، له ۲۵ تر ۶۴ کلونو ښځو ته لا هم سپارښتنه کېږي چې د رحم د سرطان معاینه (cervical screening، پخوانی smear test) ترسره کړي.

هلکانو ته هم له ۲۰۱۹ کال راهیسې د HPV واکسین ورکول کېږي، چې هغوی د مقعد، تناسلي الې، ستوني او خولې له سرطانونو ساتي او همدارنګه نجونو ته د وېروس د لېږد خطر کموي.

په انګلستان کې د روغتیا او ټولنیزو چارو وزارت وویل چې دا څېړنه د HPV واکسین "استثنايي اغېز" ښيي.

ویاند وویل: "موږ د واکسین لګولو کچه لوړوو، چې لا ډېر ځوانان له دې ژوند ژغورونکي محافظت څخه ګټه واخلي".

هغه زیاته کړه چې د HPV ځان-ازموینې (self-testing) بستې هم هغو ښځو ته لېږل کېږي چې تر اوسه د معاینې لپاره نه دي راغلې.