د امريکا متحدو ایالتونو مرستيال ولسمشر جې ډي وينس وايي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ښايي د جمعې تر ورځې مخکې له ايران سره د جګړې پای ته رسولو لومړني تړون سند خپور کړي.
د جې ډي وينس دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راغلې چې ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې پر دې تړون له مخکې لاسليکونه شوي دي.
وينس د امريکا او ايران ترمنځ شوی تړون يو ''نږدې يو نيم مخ'' اوږد او ''ډېر عمومي'' سند وباله.
بل لور ځینو لوړپوړو امريکايي چارواکو هم د تړون ځينې جزئيات شريک کړي دي. دوی وايي، د جمعې پر ورځ به تړون رسماً لاسليک شي او په همدې ورځ به د هرمز تنګی بېرته پرانيستل شي.
دا پرمختګ داسې مهال شوی چې ټرمپ په فرانسه کې د جي-۷ هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون کړی او هلته د سې شنبې په ورځ د ايران په تړاو ځانګړې غونډه هم کېږي. په دې ځانګړې غونډه کې د مصر، قطر او متحده عربي اماراتو مشران هم ګډون کوي.
د دوشنبې پر ورځ د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره د ليدنې پر مهال، ټرمپ ويلي وو: ''زه ډېر خوشحال يم چې اعلان کوم هوکړه لاسليک شوې او هر څه بشپړ شوي دي.'' د هغه اشاره له ايران سره شوي لومړني تړون ته وه.
امريکايي چارواکي وايي، پر دې تړون ټرمپ، وينس، او د ايران د پارلمان مشر محمد باقر قاليباف په برېښنايي ډول لاسليکونه کړي دي.
چارواکي زياتوي، تمه ده، چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه تخنيکي خبرې همدغه اوونۍ کې پيل شي او د بنديزونو په نرمولو يا د شتمنيو د بېرته ورکولو پرېکړه په دې پورې اړه ولري چې ايران د تړون له مخې خپلې ژمنې پوره کوي که نه.
که څه هم ټرمپ مخکې ويلي وو چې د هوکړې تفصيلات به د جمعې ورځې له مراسمو وروسته ''ژر'' خپاره شي، خو جې ډي وينس فاکس نيوز خبري شبکې ته ويلي چې ولسمشر ښايي تر دې مخکې هم له تهران سره د هوکړې سند خپور کړي.
وينس مخکې سي اېن اېن خبري شبکې ته ويلي وو چې د تفاهم يادښت يو ډېر عمومي سند دی او ډېر جزئيات به يې په راتلونکو خبرو کې روښانه شي.
د وينس په وينا، د سند په ''لومړي پاراګراف'' کې څرګنده شوې چې ايران به ''په سيمه کې د سولې او ثبات'' لپاره ژمن پاتې کېږي، چې پکې د ''ترهګرو ډلو'' مالي ملاتړ بندول هم شامل دي:
''تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ايران به داسې د باور وړ ژمنه کوي چې هغوی به اټومي وسلې نه جوړوي.''