تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا افغان نجونو او ښځو ته څنګه بیا د کډوالۍ لار پرانیزي؟
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي چې د ملګرو ملتونو په ملتیا په بریتانیا کې د کډوالو د بیا مېشتولو پروګرام بېرته پرانیزي چې افغان ښځې او نجونې او فلسطینیان هم پکې شامل دي.
اغلې محمود پرون دوشنبه (تله ۶/سپتمبر ۲۸) د کارګر ګوند د ۲۰۲۶ کال په کنفرانس کې وویل چې په دې بهیر کې به د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې "له پنډغالو له زیان سره مخ کډوال" بریتانیا ته راوستل شي او د "نوي او غوره ژوند" فرصت به ورکړل شي.
هغې وویل: "زه په ویاړ ویلی شم چې [د دغو کډوالو] شاوخوا څلورمه برخه به افغان ښځې او نجونې وي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ځورونې په تېښته دي او هغه فلسطینیان چې د غزې له وحشتونو تښتېدلي دي".
اغلې محمود وویل چې د بریتانیا حکومت غواړي هغو کسانو ته په دغه هېواد کې د مېشتېدو "قانوني او خوندي" لار برابره کړي چې "په ریښتیا هم له جګړې او ځورونې په تېښته دي". په وینا یې، د دغه بهیر یا پروګرام له لارې به لومړۍ جوپه کسان سږ کال بریتانیا ته راشي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېر کې د بریتانیا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو دا ادعا ناسمه بللې چې ګواکې د دوی په واکمنۍ کې دې ښځې او نجونې له "ځورونې" سره مخامخ وي او ادعا یې کړې چې د دوی د تفسیر او تعبیر له مخې، د هغوی "ټول شرعي حقونه خوندي دي".
خو واک ته له رسېدو راهیسې یې له اووم ټولګي پورته پر ښځينهو هم زدکړې درولې دي او هم یې په عام ژوند او کار کې محدودیتونه پرې لګولي دي چې له امله یې ګڼې افغان کورنۍ د خپلو لوڼو د زدکړو او د "هغوی د حقونو خوندیتوب" لپاره هم نورو هېوادونو ته کډه کولو ته مجبورې شوې دي.
د لېږد بهیر به څنګه وي؟
د بریتانیا د کارګر ګوند پر وېبپاڼه د شبانه محمود د تېرې ورځې د وینا خپاره شوي متن له مخې، له راتلونکې میاشتې (اکتوبر) خیریه او غیرانتفاعي بنسټونه د حکومت له "نوو خوندي او قانوني لارو د کډوالو د ملاتړ/سپانسرولو لپاره غوښتنلیکونه" سپارلی شي.
د شبانه محمود د وینا له مخې:
- په لومړي پړاو کې به یوه داسې لاره پرانیستل شي چې سیمهییزې ټولنې به پرې د کډوالو ملاتړ/سپانسر یا کوربهتوب وکړای شي.
- د زدکوونکو لپاره به هم د سپانسرۍ یوه لار وي چې له مخې به یې پوهنتونونه کډوال ومنلی شي.
- د سپانسرانو غوښتنلیکونه به په راروانه اکتوبر میاشت کې پیل شي او تمه ده چې دغه ډول کډوال د ۲۰۲۷ کال په مني کې بریتانیا ته ورسېږي.
- په بریتانیا کې د کار په موخه د کډوالو د سپانسر کولو لپاره غوښتنلیکونه به د ۲۰۲۷ کال په پسرلي کې پیل شي.
د معلوماتو له مخې، دې بهیر ته به کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لوري ورپېژندل کېږي.
که څه هم تر اوسه ډېره روښانه نه ده چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت به له افغانستانه نوي کډوال مني او نوی نوملړ به یې جوړوي او که وار د مخه په درېیمګړو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره ثبت او هلته له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې په تمه پراته کډوال به لېږدوي.
خو شبانه محمود په خپله وینا کې دا ټکی یاد کړی چې "د نړۍ له بېلابېلو پنډغالو/کمپونو" به "زیان منونکي کډوال" بریتانیا ته لېږدول کېږي.
دا په ځانګړي ډول هغو افغان ښځو او نجونو ته یو هیلهبښونکی زېری برېښي چې بریتانیا ته د تلو په تکل په مختلفو هېوادونو کې شپې سبا کوي.
د یادولو ده چې پر افغانستان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې سلګونه زره افغانان له دغه هېواده وتلي دي.
ځينې یې د بریتانیا، امریکا، جرمني او کاناډا په ګډون بېلابېلو بهرنیو هېوادونو ته رسېدلي او زرګونه نور په مختلفو ګاونډيو یا درېیمګړو هېوادونو کې په دې تمه ژوند کوي چې که دوی هم هلته ولېږدول شي.
په دوی کې تر ډېره د پخواني جمهوري نظام چارواکي، د امنیتي ادارو غړي، له بهرنیو بنسټونو سره کارکوونکي، خبریالان، د مدني ټولنې او مؤسسو کارکوونکي او د ښځو او بشري حقونو فعالان شامل دي.
پر کډوالۍ "محدودیت او کنټرول"
څه موده مخکې پر پاکستان الاصله بریتانوۍ شبانه محمود باندې چې د بریتانیا د کورنیو چارو لومړنۍ مسلمانه ښځينه وزیره ده، سختې نیوکې وشوې چې په خپله یې هم د کډوالۍ ژوند کړی خو بیا هم د کډوالو پر ضد "سختې تګلارې" اعلانوي.
خو دې تازه وینا یې ښايي هغه نیوکه کوونکي یو څه هېښ کړي وي.
پرون یې د دغه اعلان پرمهال وویل چې د بریتانیا خلک "بشردوستۍ" باندې باور ته ژمن دي او دغه هېواد باید له "زیان سره مخامخېدونکو" کسانو د ژغورلو په برخه کې "خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي".
خو دې ټينګار وکړ چې د کډوالو د منلو بهیر باید "محدود او تر کنټرول لاندې" وي او کوربه ټولنې یا سپانسروونکي باید د هغوی هرکلي ته چمتو و اوسي.
اغلې محمود د انګرېز تنګي له لارې په ناقانونه ډول په وړو کښتیو کې بریتانیا ته د کډوالو د تګ خبره هم یاده کړه او ویې ویل، "دا عادلانه نه ده چې په ریښتینې ډول خوندیتوب ته اړتیا لرونکي کسان د پناه غوښتنې لپاره خوندي او قانوني لاره و نشي موندلی".
د دې په خبره، "د قاچاقبرانو له لوري د خطرناکو کښتیو کارول د انسانانو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کوي" او "جنايي ډلې باید داسې پرېکړې و نه کړي".
شبانه محمود وویل چې اوسمهال شاوخوا ۹۰ زره کسان د بریتانیا د پناه غوښتونکو په استوګنځایونو کې ژوند کوي او حکومت غواړي د پولو کنټرول بېرته ټینګ کړي.
دې زیاته کړه چې حکومت تر اوسه تر ۴۸ زرو د ډېرو هغو کسانو مخه نیولې چې غوښتل یې په وړو کښتیو کې د انګرېز تنګي له لارې بریتانیا ته پورې شي.
اغلې محمود وویل، حکومت غواړي هممهاله هم له انساني قاچاقبرانو سره مبارزه وکړي، هم ناقانونه کډوالۍ ته د هڅولو عوامل کم کړي او هم هغو کسانو ته خوندي او قانوني لارې برابرې کړي چې ځورونې او جګړو بېځایه کړي دي.
بریتانیا هم په هغو هېوادونو کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته یې زرګونه افغان کډوال د (ارپ) او (اېسياراېس) بهیرونو په ترڅ کې دغه هېواد ته لېږدولي او مېشت کړي دي.