یوه ښځه وايي، ملګري به یې پرې چې کله دا ویده وه، جنسي تېری کاوه

    • Author, کارولین لاوبریج
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

"زما په اند، ښايي تر هغې ورځې چې په خپلې کړنې یې اعتراف وکړ، دا تر ټولو غوره اړیکه وه چې ما په خپل ژوند کې لرله."

اډېل اورټن وايي، ملګري یې سټیون اوډن چې ۱۳ کاله یې ورسره اړیکه لرله په ظاهرا یو بې عيبه د ژوند شريک یا ملګری ښکارېده.

هغوی د زامبي فلم د عکاسۍ پر مهال سره وپېژندل او پام یې شول چې تر ډېره هم فکره دي.

اورټن وايي، اوډن یو مهربان او په زړه پورې کس و، ان تر دې حده چې خپل کار یې پرېښود چې د هغې پالنه وکړي.

اورټن چې د بریتانيا په ډاربي ښار کې ژوند کوي، وايي، "فوق العاده کس و. ما له هغه سره ژوره مينه لرله او فکر کوم تر یوې کچې اوس هم ورسره مينه لرم".

اورټن پر اوډن پوره باور درلود خو کله چې هغه یعنې ملګری یې اعتراف وکړ چې په خوب کې پرې جنسي تېری کاوه، دا اعتماد یې مات شو.

اورټن وايي، "کله چې پوه شوم څه یې کړي دي، داسې احساس مې وکړ چې خيانت راسره شوی، ما له دې وړاندې په اړیکه کې په دې اندازه د خونديتوب احساس نه و کړی".

اوډن هغه مهال چې اورټن د سينې سرطان د درملنې لاندې وه، د هغې پالنه کوله خو وروسته چې اورټن د درملو تر اغېز لاندې وه، پر هغې یې جنسي تېری کړی و.

اورټن وايي، "د خيانت احساس، دا چې فکر مې کاوه هغه پېژنم او دا فکر چې ۱۳ کاله یې له ما سره ژوند کړی و او زما د ماشومانو په لويولو کې یې مرسته کړې وه. فکر مې کاوه د هغه تر څنګ به خوندي يم، په داسې حال کې چې نه وم".

اوډن په زندان کې دی او اورټن اوس پرېکړه کړې چې د هغه څه په اړه خبرې وکړي چې ورسره مخامخ شوې او وايي هيله لري چې دا به له نورو سره مرسته وکړي.

اورټن او اوډن په ۲۰۰۹ کال، په ناټینګهم کې د یوه زومبي فلم د جوړولو پر مهال سره وپېژندل، هغه وخت دا ۲۹ کلنه او اوډن ۲۷ کلن و.

د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ پر ۱۳مه د دوی عاطفي اړیکه پیل شوه. اورټن دا نېټه په یاد لري.

اورټن وايي، له اوډن سره پاتې کېدل له پخوانیو اړیکو سره توپیر درلود. "ساتېرونکی کس و او احساس مې کاوه چې مینه رانه سره لري."

د دوی پېژندنه غیرمعمولي وه او ګډ ژوند یې هم غیرمعمولي پر مخ تللو.

دوی د مسلکي زومبیانو په توګه د یوه شرکت لپاره کار کاوه.

نقش لوبولو بدني فعالیت ته اړتیا درلوده، خو اورټن بالاخره په ۲۰۱۷ کال کې د ناروغۍ له تشخیص وروسته، مجبوره شوه چې دا کار پرېږدي.

اوډن بیا د ۲۰۱۸ کال په پیل کې د هغې د پالنې مسؤلیت په غاړه واخیست.

اورټن وايي: "زما ټول کارونه یې کول."

اورټن اوس تېر وخت ته په کتلو سره فکر کوي چې اوډن ورو ورو د هغې د کنټرولولو چلند خپلاوه.

هغه وايي، "له دې یې خوند اخیست چې نورو ته ووایي زه د کومو کارونو د ترسره کولو وړتیا لرم."

خو اورټن اوس پوهېږي چې د اوډن چلند له هغه څه ډېر ناوړه و چې دې یې تصور کاوه.

په ۲۰۲۰ کال کې، کله چې هغې د سینې د سرطان له امله کیموتراپي (د سرطان درملنه) کوله، پر هغه یې شک پیدا شو.

دا وايي، "نه پوهېږم چې ایا زما فزیکي حساسیت زیات شوی و که نه، خو کله چې هغه دا کار کاوه، زه راویښه شوم."

اورټون د هغو شېبو په اړه وايي، "ده ډول ډول پلمې وکړې؛ د بېلګې په توګه، ویل یې: ما فکر کاوه چې ته ویښه یې، او تا داسې غږونه ايستل چې ښکارېده ته ورسره موافقه یې."

"ما تل د هغه فشار په اړه فکر کاوه چې موږ ورسره مخامخ وو، او هغه ټینګار کاوه چې دا یوه تېروتنه وه."

اورټن د خوب له ستونزې سره مخامخ شوه. دا وايي، "فکر کوم، زما ذهن د خوب پر مهال نور د خوندیتوب احساس نه کاوه."

اورټن وايي، له اوډن سره جنسي اړيکه هم ستونزمنه شوه، او هغې ته د جنسي ځورونې د پخوانۍ تجربې اړوند ډېر بد خوبونه ورتلل.

دا وايي، "هغه وخت، ما فکر کاوه چې زه دا پېښه له خپلې پخوانۍ صدمې سره تړم او په پایله کې، د هغه او د کړنو په اړه یې ډېر سخت قضاوت کوم."

"ورو ورو، ما د ګناه احساس کاوه او د هر څه پړه مې پر خپل ځان واچوله."

اعتراف

اوډن تر پنځو کلونو وروسته، یعنې په ۲۰۲۵ کال کې، هغه مهال اعتراف وکړ چې خپله د کولمو د سرطان له امله تر درملنې لاندې و.

اورټن وايي، "زما په اند، د هغه پر ذهن دروند بار وو؛ ځکه چې اوس هغه کولای شول مسایل له بل لیدلوري وګوري، ځکه ده پخپله هغه څه تجربه کړي وو چې ما باندې تېر شوي وو."

"هغه تل دې خبرې ته راګرځېده چې کله زه تر درملنې لاندې وم، نو هغه زما ښه پاملرنه نه وه کړې."

هغه وايي، "ما ترې پوښتنه وکړه او ټینګار مې پرې وکړ: 'مطلب دې څه دی؟ څه مطلب چې تا زما پاملرنه نه ده کړې؟ څنګه؟"

د خبرو اترو پر مهال چې د اورټن په وینا دوه ورځې یې دوام وکړ، اوډن یوه ملګري ته زنګ وواهه او د خپلو کړنو اعتراف یې وکړ. بیا کور ته راستون شو او اورټن ته یې هم اعتراف وکړ.

اورټن وايي، د خیانت او کرکې احساس یې وکړ، خو سملاسي یې اړیکه ورسره پرې نه کړه؛ ځکه چې هغه پر اوډن تکیه وه او لا یې هم ورسره مینه درلوده.

اورټن مخکې له دې هم د پخوانۍ جنسي ځورونې له امله په ډله ییزه درملنه (ګروپي تراپي) کې برخه اخیسته، په راتلونکې ناسته کې یې دا موضوع مطرح کړه.

هغه وايي،"یوې سلاکارې په دې برخه کې له ما سره مرسته وکړه. زه په بشپړ ډول له رواني پلوه ماته شوې وم او ژړل مې، پوښتنه مې کوله چې زه څه وکړم؟ څنګه دا حالت ودروم؟"

"هغې وویل، 'چې دی له کوره وباسه او پولیسو ته زنګ ووهه.' د هغې ورځې په وروستیو کې، یې راته وویل چې دوی د خوندیتوب او ملاتړ یوه غونډه کړې او ټوله پېښه به پولیسو ته راپور کړي. هغه وخت پوه شوم چې وضعیت زما له کنټروله وتلی دی."

دا قضیه د ډاربي شایر د پولیسو، پلټونکې ایلینور کورټن ته وسپارل شوه. هغه وايي، "لومړی کار چې ما وکړ، هغه له اډېل سره اړیکه نیول وو."

"په طبیعي توګه، دا د هغه څه له امله چې ورسره پېښ شوي وو، له سختې اندېښنې او کړاو سره مخامخ وه."

له اورټن سره له خبرو وروسته، پولیسو اوډن ونیوو.

ایلینور وايي، "کله چې ما ترې پوښتنې وکړې، هغه سملاسي په خپل جرم اعتراف وکړ."

"له پیل څخه یې پر هغې د جنسي تېري خبره ومنله. دا ډېره کمسارې خبره ده چې زموږ پلټنې په دومره چټکۍ سره پرمخ ولاړې."

په اوډن د جنسي تیري دوه تورونه ولګېدل، هغه وروسته په محکمه کې دواړه تورونه ومنل او په شپږ کاله او اتو میاشتو بند محکوم شو.

کورټن وايي، د اورټن کړنو د نورو ښځو په ساتنه کې مرسته وکړه.

دا زیاتوي، "که څوک احساس کوي چې ښايي دا کار ورسره کېږي، زه یې هڅوم چې مخکې راشي او له موږ سره خبرې وکړي، ځکه داسې کارونه شته چې موږ یې کولی شو، او دا قضیه همدا خبره ثابتوي."

اورټن وايي، "زه احساس کوم چې باید په عامه توګه غږ پورته کړم، ځکه چې دې تجربې زه دې فکر ته اړ کړم چې څومره نور معلول کسان به په داسې حالاتو کې وي چې بل څوک پرې واک او کنټرول لري."

"کله چې پوه شوم څه پېښېږي، نو تر څو میاشتو پورې مې له ځان سره فکر کاوه چې ایا دا ښايي د هغه د پالنې بیه وه او ایا زه په یو ډول د هغه په وړاندې د داسې نږدېوالي (جنسي اړیکې) پوروړې وم. خو زه نه وم، او نه بل څوک د دې کار پوروړی دی."