تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډېره اسماعیل خان کې پر پوسته موټربم برید؛ ۱۲ کسان وژل شوي، ۳۵ ټپیان دي
د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي ډېره اسماعیل خان کې پر یوه امنیتي پوسته موټر بم برید کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو د ځايي امنیتي چارواکو په حواله ویلي، چې دغه برید درازنده او مغل کوټ سیمو ته نږدې د 'امن مېلې' په نوم د امنیتي ځواکونو او ګمرک ادارې پر ګډه پلټونکې پوسته شوی دی.
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر (ډيپياو) ضیاءالدین احمد تایید کړې چې یوه ځانمرګي برید له چاودېدونکو توکو ډک موټر له دې پوستې سره جنګولی دی.
دغه پوسته د ډېره اسماعیل خان او کوټې ترمنځ پر غځېدلي سړک پرته ده.
ډان پاکستانۍ ورځپاڼې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو د سیمهییز افسر (ارپياو) غلام مبشر مکین له خولې لیکلي، چې وژل شوي د کمرګ د یوه چارواکي په ګډون ټول ملکي کسان دي.
دې ورځپاڼې زیاته کړې چې په وژل شویو کې ۹ سړي، ۲ ښځې او یو ماشوم دی.
د یادونې ده چې ورمخکې قطرۍ الجزیزه شبکې د پولیسو په حواله لیکلي وو، چې په دې چادونه کې ډېره مرګژوبله سرتېرو ته اوښتې ده.
رویټرز خبري اژانس ویلي، د دغه برید مسوولیت د پاکستان طالبانو تحریک (ټيټيپي) منلی.
د ۱۱۲۲ په نوم ژغورنډلې ویلي، مرستندویانو یې شاوخوا ۳۰ ټپيان د پېښې ځای کې تر لومړنیو روغتیايي مرستو وروسته بېلابېلو روغتونو ته لېږدول شوي دي.
په دوی کې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د ډیره اسماعیل خان د بېړني وضعیت مسوول عارف خان ویلي، دوی هم سیمې ته امبولانسونه او اضافي مرستندویان استولي دي.
غبرګونونه
د خیبرپښتونخوا والي فیصل د دغه ایالت له جګپوړو چارواکو د دې پېښې په اړه رپوټ غوښتی او سپارښتنه یې کړې، چې ټپیانو ته باید د درملنې ټولې اړېنې اسانتیاوې برابرې شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې دا برید غندلی دی.
هغه زیاته کړې چې خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد جګړې پر "لومړۍ کرښه" پرته ده، او دا چې دغه ډول کړنې د دوی د "ترهګرۍ ضد کلک هوډ نه شي کمزوری کولی."
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دغه برید د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک او بېلتونپاله بلوڅانو اقدامات باید لا کارنده او اغېزناک شي.
له ډېره اسماعیل خانه هم، چې د خیبرپښتنوا په سویل کې له پنجاب او بلوچستان ایالتونو سره پر پولو پرته ده، د دغه ایالت د ځینو نورو ولسوالیو په څېر د امنیتي پېښو رپوټونه ډېر ترلاسه کېږي.
روانه میاشت پولیسو ویلي وو چې دغلته یې د پاکستاني طالبانو تحریک لخوا پر یوې پوستې د برید هڅه ناکامه کړې ده.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اېنسټیټوټ لخوا د راټولو شویو میاشتنو ارقامو له مخې په تېره اګست میاشت کې له پخوانیو قبایلي سیمو پرته د خیبر پښتونخوا په نورو ولسوالیو کې ۵۴ بریدونه شوي دي، چې د ورتېرې جولای میاشتې پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه لوړوالی شي.
په جولای کې ټولټال ۳۶ بریدونه ثبت شوي وو.
د یادونې ده چې د سپتمبر ۱۸مه د خیبر پښتونخوا کوهاټ کې پر زاړه پولیس لاین برید کې ۳۱ کسان ووژل او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شول.
د پاکستان هوايي ځواکونو تر دغه برید وروسته لومړی د افغانستان په کونړ، پکتیکا او ورپسې په خوست، پکتیا او کندهار کې هوايي بریدونه وکړل.
د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې ادعا کوي چې دغه هېواد کې ډېر بریدونه په افغانستان کې پلانېږي او دا چې ګوندې د پاکستاني طالبانو تحریک وسلهوال او بېلتونپاله بلوڅان افغان خاوره د دوی پر ضد کاروي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا دغه تور تل رد کړی دی. د طالبانو حکومت چارواکي وايي د پاکستان حکومت دا "بېبنسټه" تورونه د دې لپاره لګوي، چې پر خپلو ناکامیو پرده واچوي.