تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اشرف غني له متحده عربي اماراتو وتلی
د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ته دوو نژدې سرچینو بي بي سي ته وویل، چې ښاغلی غني له متحده عربي اماراتو وتلی دی او ''اوسمهال په یوه خوندي ځای کې دی.''
ښاغلي غني لږ مخکې ولس ته پر اېکس یوه اختریز پیغام کې لیکلي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ''مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بېخبره شوی نه دی.''
دا په تېرو شپږو میاشتو کې د ښاغلي غني لومړنی پیغام دی. تر اوسه معلومه نه ده، چې نوموړی چېرې تللی دی. ښاغلی غني په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړ او هلته د سیاسي پناه غوښتونکي په حیث اوسېد.
ښاغلی غني پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په اشارې سره زیاتوي:
ښاغلی غني زیاتوي: ''موږ اختر داسې لمانځو چې د هغو هېوادوالو د وینې او درد داغونه لا هم تازه دي، چې په کابل، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کندهار، کنړ او نورو ولایتونو کې د بمباریو له امله شهیدان او ټپیان شوي دي.''
هغه پاکستان ته هم یادونه کړې ده چې: ''په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې زمونږ خوېندې او وروڼه هماغه درد زغمي چې موږ یې (په افغانستان کې) زغمو.''
ښاغلي غني په دې پیغام کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې سره ویلي دي:
''نړۍ نږدې پنځه کاله انتظار وکړ چې وګوري په افغانستان کې څه بدلون راځي، خو دا انتظار اوس له ناهیلۍ سره مل شوی دی. زموږ هېواد بېسارې انزوا ته تللی او ګڼ هېوادونه افغانستان د یوه ګاونډي پر ځای د امنیتي ګواښ په توګه ګوري. حتی هغه کسان چې چمتو وو فرصت ورکړي، اوس په ښکاره ډول د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښ خبره کوي.''
داسې ښکاري چې نوموړی د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي او زیاتوي: ''دا د مشروعیت د بحران پایله ده. مشروعیت په زور او ادعا نه ترلاسه کېږي؛ مشروعیت ملت ورکوي. هغه کسان چې د خپل ملت له حاله ناخبره وي، نه شي کولی د هغوی رښتیني استازي شي.''
''هره افغانه کورنۍ نن دا پوښتنې کوي: په دې پنځو کلونو کې مو څه ترلاسه کړل؟ څه مو له لاسه ورکړل؟ که دا حالت همداسې دوام ومومي، نو څه به وشي؟''
هغه د خپل پیغام په پای کې د ملي اجماع غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دی چمتو دی په دې بهیر کې ونډه واخلي.
ښاغلي غني په هغه موده کې چې په متحده عربي اماراتو کې اوسېده، له ځینو خبریالانو سره مرکې وکړې او کله ناکله یې په خپلو ټولنیزو شبکو (اېکس او فېسبوک) کې سیاسي پیغامونه خپاره کړل.
ښاغلی غني وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال په اسد میاشت کې بېرته واک ته ورسېدل، متحده عربي اماراتو ته لاړ او هلته یې د سیاسي پناه غوښتونکي په توګه ژوند کاوه.