تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مولوي هبتالله اخندزاده: له ټولې نړۍ سره د شریعت په اصولو کې اړیکې غواړو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت مشر مولوي هبتالله اخندزاده ویلي دي د دوی حکومت "له ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره د شریعت په اصولو کې سیاسي او اقتصادي اړېکې غواړي" او دا چې "په دې برخه کې یې خپل مکلفیت ادا کړی دی."
ښاغلي اخندزاده ویلي، چې "د اسلامي امارت حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تامین او محفوظ دي، هېڅوک پر چا ظلم او تېری نشي کولای."
هغه دا څرګندونې د راتلونکي لوی اختر په مناسب خپل پیغام کې کړې، چې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد لخوا پر خوالهرسنیو شریک شوی دی.
نوموړي د خپل حکومت پر مسوولینو غږ کړی چې پر خلکو باندې له ظلم ځان وساتي، "د خلکو د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره د شریعت په رڼا کې خپل مکلفیتونه په پوره توګه ادا کړي، د خلکو د حاجتونو پر مخ دروازې بندې نه کړي، کارونه یې په ښه او عاجله طریقه سره اجراء کړي."
د طالبانو حکومت د مشر د اختریز پیغام ډېره برخه د تېر په څېر پر دیني لارښوونو متمرکز ده او په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د وروستیو پېښو او پرمختګونو څه ځانګړې یادونه پکې نه دی شوه.
هغه د ښځو د زدکړو، کار او نورو حقوقو او ازادیو په ګډون هغه مسایل هم نه دي یاد کړي، چې نړیواله ټولنه او لوی شمېر افغانان یې له امله د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي او په پرله پسې توګه ددې بندېزونو د لرې کولو غوښتنه کوي.
واک ته د طالبانو له راستنېدو نږدې پنځه کاله اوړي، خو حکومت یې تر دې دمه یوازې د روسې لخوا په رسمیت پېژندل شوی دی.
د طالبانو د حکومت مشر نړیوالو سره د اړیکو خبره په داسې وخت کې کړې ده چې د طالبانو حکومت لخوا په دې وروستیو کې د زوجینو د تفریق یا بېلتون خپره شوې اصولنامه په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخامخ شوې او ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه لارښود "د افغان ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره یو بل ګام دی او په قانون او عمل کې سیستماتیک تبعیض نور هم پیاوړی کوي."
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا پر دغې اصولنامې نیوکو ته په غبرګون کې ویلي و، چې دا راز نیوکې نوې نه دي او ارزښت باید ورنه کړل شي. د طالبانو حکومت دې ګامونو او ورپسې نړیوالې ټولنې دا ډول غبرګونونو ته په کتو داسې نه ښکاري چې نړیوالو سره دې طالبانو حکومت اړیکي دې په نزدې راتلونکي کې پرمخ لاړې شي. که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا لري چې "لسګونه هېوادو سره یې تعامل" روان دی.
تازه د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې "د شرعي اصولو سره سم د ټولنې د اصلاح کوښښ روان دی".
هغه ویلي "د شرعي محاکمو په فعالیت سره مقدس شریعت عملي شوی دی، دغه راز د امربالمعروف او نهی عن المنکر لویه فریضه عملا ترسره کېږي." د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر فعالیت خپله یوه "لاسته راوړنه" بولي، خو دا اداره هم د خپلو تګلارو او په ځینو ځایونو کې د سخت چلن له امله د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو لخوا له نیوکو سره مخامخ شوې ده.
مولوي هبتالله "د خپل شرعي نظام ساتنه او پالنه" د ټولو مشترک مسوولیت بللی او له خپلو مسوولینو یې غوښتي چې د یو بل ترڅنګ درېدو ته دوام ورکړو، چې "د دښمنانو بدې ارادې دفع کړو، د امنیت، هوسایۍ، آبادۍ او په عموم کې د شرعي نظام قدر وکړو او د لا ښې تقویې او بقا لپاره يې لاسونه سره ورکړو او په راغلي شرعي نظام باندې بشپړ استقامت وکړو."
مولوي هبتالله اخندزاده د خپل حکومت مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته ستنېدونکو کډوالو ته دې د ځمکو وېش، د انتقالاتو او ځای پرځای کولو په برخه کې لا ډېر سهولتونه برابر کړي.
د ملګرو ملتونو او د کډوالو اړوندې شمېرې ښيي، چې یوازې په روان زیږدیز کال کې تر دې دمه شاوخوا ۲۷۰ زره افغانان کډوال او پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته استول شوي، چې لویه برخه یې له ایرن او پاکستان او یو څه له ترکیې او تاجکستانه ایستل شوي.
مولوي هبتالله اخندزاده وايي، د دوی حکومت له بېوزله او اړمنو د حقوقو تأمین او مرستې ته ژمنتیا لري او له شتمنو یې هم غوښتي چې له هغوی سره مرستې ته پوره توجه وکړي.
هغه امنیتي مسؤلینو لارښوونه کړې، چې په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې د خلکو هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره پاملرنه او د خلکو د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.