تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا پوځ وايي د ایران په جنوب کې یې نوي بريدونه کړي دي
د امریکا پوځ وايي د ایران په جنوب کې یې نوي بریدونه کړي او د ایران د توغنديو مرکزونه او هغه کښتۍ یې په نښه کړې چې د دوی په وینا "د ماينونو اېښودلو هڅه" یې کوله.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) د سې شنبې په شپه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا بریدونه د "خپلې دفاع" په چوکاټ کې ترسره شوي او موخه یې "د ایراني ځواکونو له ګواښونو د امریکايي ځواکونو ساتنه" وه.
د سېنټکام ویاند ټېم هاوکېنز ويلي، د امریکا پوځ "سره له دې چې د اوسني اوربند پر مهال زغم ښيي، بيا هم د خپلو ځواکونو دفاع ته دوام ورکوي."
ایران تراوسه د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو د دې هېواد رسنيو د عباس بندر او د خليج د ځينو ټاپوګانو په شاوخوا کې د چاودنو غږونو اورېدو خبرونه خپاره کړي دي.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي ويلي چې له امریکا سره په خبرو اترو کې ځينې پرمختګونه شوي خو ويلي یې دي چې د شخړو پايته رسېدو لپاره هوکړې ته "نژدې شوې نه دي".
ډونلډ ټرمپ هم د دوشنبې په ورځ د سيمې ټولو هېوادونو ته له ابراهیم تړون سره د يو ځای کېدو او له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو سپارښتنه وکړه او همدارنګه یې د ایران د "بډايه شويو يورانيمو د له منځه وړلو" يادونه وکړه. په همدې مهال له قطره راپور ورکړل شوی چې د ایران د کنګل شويو پيسو ازادولو په اړه هم "پرمختګ" شوی دی.
د سېنټکام ویاند ټېم هاوکېنز ويلي، د امریکا بریدونه د عباس بندر ته نژدې شوي چې ادعا کېږي په هرمز تنګي کې د ایران د سمندري ځواک اډه په کې موجوده ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوونۍ په پای کې ويلي وو چې دواړه خواوې یوې هوکړې ته نژدې شوې دي خو وروسته یې اعلان وکړ چې مذاکره کوونکو ته یې لارښوونه کړې چې هوکړې ته د رسېدو لپاره "بيړه ونکړي".
د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو هم ويلي وو چې کېدی شي د دوشنبې په ورځ یوه هوکړه وشي خو په ځواب کې د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي وويل، "دا سمه ده چې موږ د هغو موضوعګانو د لويې برخې په اړه چې بحث پرې شوې یوې پايلې ته رسېدلي يوو... خو دا چې د هوکړې لاسليک کول نژدې دي، داسې ادعا ده چې هېڅوک یې نشي کولی".
د امریکا او ایراني ځواکونو تر منځ د تېرې اپرېل له اتمې راهيسې اوربند پلی دی. ایران لا هم د هرمز تنګي له لارې د کښتيو د تګ راتګ کنټرول په لاس کې لري او د امریکا سمندري ځواکونو د ایران بندرونه کلابند کړي دي.