تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شري څه شی دی او ولې دومره ژر خپرېږي؟
- Author, اندری بیرنات او کیټ بووی
- دنده, نړیواله روغتیا، بيبيسي نړیوال سروېس
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د شري ناروغۍ یوه چټکه خرپېدونکې وبا ده چې ګومان کېږي بنګلهدېش کې یې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژلي دي چې ډېری یې ماشومان دي، بنګلهدېش یې دې ته اړ کړی چې د بېړني واکسین کمپاین پیل کړي.
دا خطرناکه وبا د هېواد د واکسین پروګرام نیمګړتیاوې ښکاره کوي. کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا وېروس د خپلې ډېرې ساري ځانګړتیا له امله په اسانۍ له پولو اوړي.
د طبي مجلې "لانسیټ" په وینا، په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې نړۍ د تېرو ۲۰ کلونو پرتله د شري تر ټولو ډېرو پېښو شاهده وه.
د روغتیا نړیوال سازمان له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې امریکا، مکسیکو، هند، انګولا، پاکستان، کامرون او اندونیزیا هم د دې ناروغۍ له خپرېدو سره مخ شوي دي.
شری څه شی دی او ولې دومره ساري دی؟
شری یو ډېره ساري وېروسي ناروغي ده، چې د هوا له لارې په کوچنیو څاڅکو کې خپرېږي کله چې یو اخته کس ساه اخلي، ټوخېږي یا پرنجېږي. دا له ککړو سطحو سره له تماس هم انتقالېدای شي.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په وینا، دا "د انسان له تر ټولو پېژندل شوو ساري ناروغیو یوه ده".
د روغتیا نړیوال سازمان اټکل دا دی چې یو اخته کس د خپلو نژدې نه واکسین شوو ۱۰ کسانو نهه کسانو ته شری انتقالولی شي.
هغه کسان چې شری لري، له هغه وخته ساري وي چې نښې یې پیل شي او تر لږ تر لږه څلورو ورځو وروسته له دې چې دانې څرګندې شي.
شری عموماً په اوو تر ۱۰ ورځو کې ښه کېږي، خو کېدای شي د سینهبغل، مننژیت، ړوندوالي او تشنج لامل شي.
ماشومان او هغه چې تر پنځو کلونو کم عمر لري، میندواره ښځې او هغه کسان چې د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری وي، په زیات خطر کې دي.
په امریکا کې، د جانز هاپکنز پوهنتون د څېړنې له مخې، له هر پنځو غیر واکسین شوو کسانو یو به د شري له امله روغتون ته اړتیا ولري. په ۲۰۲۴ کې دا کچه لا لوړه وه - شاوخوا ۴۰٪ د شري ناروغان روغتون ته وړل شوي وو.
شری مرګونی کېدای شي، خو دا ډېر کم پېښېږي.
ولې شری بېرته زیاتېږي؟
په بنګلهدېش کې په وروستیو اونیو کې د شري پېښې ډېرې شوې دي، د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د مارچ له نیمایي راهیسې له ۷۵۰۰ ډېرې مشکوکې پېښې راپور شوې دي.
له دې څخه تر ۹۰۰ ډېرې پېښې لا دمخه تایید شوې دي - چې دا د ۲۰۲۵ ټول کال کې له ثبت شوو ۱۲۵ پېښو ډېرې دي.
شری زیاتره په هغو سیمو کې عام دی چې د واکسین کچه پکې ټیټه وي.
د وبا د مخنیوي او د ټولنې د معافیت ساتلو لپاره، باید شاوخوا ۹۵٪ خلک واکسین شي.
په بنګلهدېش کې، د عادي شري واکسین ماشومانو ته د نهو میاشتو په عمر کې ورکول کېږي. د عادي واکسینونو سربېره، هېواد هر څلور کاله وروسته د شري واکسین ځانګړي کمپاینونه هم پلی کوي.
خو د وروستۍ وبا ډېری اخته کسان هغه واړه ماشومان دي چې لا تر اوسه د عادي واکسین لپاره مستحق نه دي. ځانګړي کمپاینونه له ۲۰۲۰ کال راهیسې درول شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان له مخې، په وروستیو کلونو کې د واکسین نړیوال پوښښ کم شوی، چې له امله یې میلیونونه ماشومان له خطر سره مخ شوي دي.
په فبرورۍ میاشت کې، د لندن په شمالي ښوونځیو کې د شري ناروغۍ خپرېدو د روغتیا چارواکي دې ته اړ کړل چې والدینو ته د خپلو ماشومانو د واکسینولو یادونه وکړي.
او په جولای کې، په امریکا کې د شري پېښې د تېرو ۳۳ کلونو تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې. دا زیاتوالی په داسې حال کې راغی چې په امریکا او نورو ځایونو کې د واکسین پر وړاندې منفي نظرونه او انګېرنې په وروستیو کلونو کې ډېرې شوې دي.
د ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي مرکز په وینا: "دا چې شری ډېره ساري ناروغي ده، په اسانۍ له پولو اوښتی شي او په هره هغه ټولنه کې وبا رامنځته کوی شي چېرې چې د واکسین کچه له ۹۵٪ کمه وي."
په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه د شري د زیاتېدو له ستونزې سره مخ دي، نور هېوادونه لکه برازیل، شريلنکا او ختیځ تیمور په وروستیو کې توانېدلي چې دا وېروس له منځه یوسي.
د شري نښې څه دي؟
د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې (اېناېچاېس) د معلوماتو له مخې، د شري عامې نښې دا دي:
تبه چې ۳۹ درجې سانتيګراد یا تر دې لوړه وي (کله چې ناروغ درمل لکه پاراسټامول یا ایبوپروفین نه وي کارولي)
- بهېدونکې یا بند پزه
- پرنجې او ټوخی
- سرې، دردناکې او اوښکې لرونکې سترګې
د پوستکي نونکۍ 'وړې دانې' چې عموماً خارښت نه لري او د لومړنیو نښو له ۳–۴ ورځو وروسته څرګندېږي. دا دانې:
- سره خالونه وي، کله-کله لږ پورته وي
- یو له بل سره یوځای کېږي او داغونه جوړوي
- عموماً پر غوږونو او شاته يې پیلېږي، بیا لاسونو، پښو او ټول بدن ته خپرېږي
- د خولې د غاښونو دننه (ګالونو کې) واړه سپین ټکي
- د سترګو التهاب
په سختو حالاتو کې، شری (د مغزو التهاب) لامل کېدای شي، چې دا د عصبي سیستم خطرناکه ناروغي ده.
که یوه میندواره ښځه په شري اخته شي، نو دا ستونزې رامنځته کېدای شي:
- سقط
- د مړ ماشوم زیږون
- له وخته مخکې زیږون
- د زیږون پر مهال د ماشوم کم وزن
د شري درملنه څنګه وکړو؟
د شري لپاره کوم ځانګړی انټيوېروسي درمل نهشته.
ډاکټران عموماً داسې درمل لکه پاراسټامول ورکوي چې مهمې نښې لکه تبه او درد ارام کړي، تر هغه چې د بدن دفاعي سیستم خپله د وېروس پر ضد مبارزه کوي.
په برتانیا کې د روغتیا ملي اداره (اېناېچاېس) ټینګار کوي چې "عموماً په شاوخوا یوه اونۍ کې ښه کېدل پیلېږي".
په دې موده کې، مهمه ده چې ارام وشي او ډېر مایعات او اوبلن څښاکونه وڅښل شي چې د بدن د اوبو کمښت مخه ونیول شي.
په جدي حالتونو کې، کېدای شي د روغتون درملنې ته اړتیا وي، چې پکې د ساه اخیستلو مرسته او نور درمل شامل وي.
د شري مخنیوی څنګه کېدای شي؟
د شري د مخنیوي تر ټولو غوره لاره واکسین کول دي.
هغه واکسین چې عموماً د خلکو د ساتنې لپاره کارول کېږي د شري، Mumps (یو وېروسي انتان چې د غاښونو شاوخوا د غدو ورم لامل کېږي) او Rubella (یو وېروس چې د شري په څېر د پوستکي دانې رامنځته کوي، خو عموماً کمزورې ناروغي وي) واکسین بلل کېږي او په یو وخت کې له دې درې واړو ناروغیو خوندیتوب رامنځ ته کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان او د نورو روغتیايي ادارو سپارښتنه دا ده چې ماشومان باید د MMR واکسین دوه دوزونه وکړي چې د ټول عمر لپاره یې معافیت یقیني شي.
لومړی دوز عموماً ماشومانو ته د ۹ تر ۱۵ میاشتو عمر ترمنځ ورکول کېږي.
دویم دوز باید ماشومانو ته د ۱۵–۱۸ میاشتو عمر شاوخوا کې ورکړل شي، خو د هر هېواد د روغتیايي پالیسۍ له مخې.
تنکيو ځوانانو او لویانو ته هم سپارښتنه کېږي - که دوی دا په کوچنیوالي کې یا د ځانګړو کمپاینونو پر مهال نه وي اخیستی- د MMR واکسین وکړي.
همدارنګه، هغه لویان چې د ۱۹۶۳ او ۱۹۶۸ کلونو ترمنځ د شري پر وړاندې واکسین شوي، هڅول کېږي چې خپل د واکسین سابقه وڅېړي چې معلومه کړي کوم واکسین یې کړي وو.
د جانز هاپکنز پوهنتون څرګندوي، په هغه وخت کې، "د واکسین یوه داسې بڼه موجوده وه چې د وېروس غیر فعال ډول یې کاراوه او وروسته وموندل شوه چې دومره اغېزناکه نه وه او بالاخره له کاره وایستل شوه".
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د شري واکسین د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ له ۶۰ میلیونو د ډېرو مړینو مخه نیولې ده.
خو، سره له دې چې واکسین خوندي او اغېزناک دی، شري په ۲۰۲۳ کې په نړۍ کې اټکل شوي ۱۰۷,۵۰۰ مړینې رامنځته کړې، چې ډېری یې تر پنځو کلونو کم عمره غیر واکسین شوي ماشومان وو.
د 'ډبلیواېچاو' په وینا، "په ۲۰۲۳ کې د هغو ماشومانو تناسب چې د شري لومړی دوز واکسین یې کړی ۸۳٪ و، چې دا د ۲۰۱۹ کال له ۸۶٪ کچې ټیټه ده."