عراق کې تښتول شوې امریکایي خبریاله خوشې شوه

د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د عراق پلازمېنه بغداد کې یوه تښتول شوې امریکایۍ خپلواکه خبریاله خوشې شوې ده.

د امریکا د بهرنېو چارو وزیر مارکو روبیو د هغې د خوشې کولو خبر تایید کړی دی. له دې وړاندې د سې شنبې پر ورځ ایران پلوه ملیشه " کتائب حزب الله" ویلي وو چې شیلي کېټلسن به په دې شرط خوشې کوي چې په سم لاسي ډول به له عراقه وځي. نوموړي د مارچ پر ۳۱ نېټه تښتول شوې وه.

مارکو روبیو وویل " د خبریالې خوشې کول د ولسمشر ټرمپ د هغه ژمنې ښکارندوي کوي چې امریکايي وګړي که د نړۍ هرې برخه کې وي د هغې خوندیتوب او امنیت ته ژمن دي".

هغه د عراقي چارواکو له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل " اوس له عراقه د هغې پر خوندي سفر کار روان دی".

تېره اونۍ د عراق لومړي وزیر امنیتي ځواکونو ته امر کړی و چې د بهرنیانو تښتوونکي تعقیب کړي.

دا خبریاله هغه مهال تښتول شوې وه چې عراق کې د ایران او تهران پلوه عراقي ملېشو لخوا پر امریکايی هدفونو بریدونه روان وو.

د راپورونو له مخې مخکې له دې چې هغه وتښتول شي امریکايي چارواکو ورسره څو ځله اړیکه نیولې وه او د احتمالي خطرونو په اړه یې ورته خبرداری ورکړی و.

د کېټلسن ملګري او د سي این این د امنیتي چارو څېړونکي الیکس پلېټساس سي بي ایس ته ویلي و چې " کېټلسن ته ویل شوي و چې د هغې نوم د کتائب حزب الله د هغه ښځینه خبریالانو په نوملړ کې شامل دی چې تښتول یا وژل یې غواړي".

کېټلسن چې کاری مرکز یې د ایټالیا پلازمېنې روم کې دی وړاندې یې افغانستان، او سوریې کې هم خبریالی‌کړې ده .

د امریکا د بهرنېو چار وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې عراق ته له سفر کولو ډډه وکړي.