پاکستان کې د بې اسنادو افغان کډوالو د اوسېدو مهلت پای ته ورسېد؛ 'یوازې له پېښوره ۲۰ زره کسان ایستل کېږي'

    • Author, خلیل نوري
    • دنده, بي‌بي‌سي-لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو د اوسېدو لپاره ټاکل شوی مهلت د جولای پر لسمه پای ته ورسېد. د پاکستان کورنيو چارو وزارت تر دې وړاندې ټولو سيمه‌ ييزو چارواکو ته لارښوونه کړې وه چې د جولای له لسمې نېټې وروسته هر هغه افغان وګړی چې قانوني اسناد ونه لري، سملاسي ونیسي.

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې یوازې له پېښوره شاوخوا شل زره افغان کډوال د شړل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

ځينو کډوالو بي‌بي‌سي ته ويلي چې د نيول کېدو له وېرې له خپلو مېشت ځایونو بهر نه وځي.

صابره جامي الاحمدي، چې د افغانستان قضايي څانګې پخوانۍ کارکوونکې ده، له درېيو کلونو راهيسې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې ژوند کوي او یوه درېيم هېواد ته د تګ په تمه ده. نوموړې په يوه داسې سيمه کې اوسېږي چې ګڼ شمېر افغان کډوال پکې مېشت دي.

اغلې جامي الاحمدي وايي: ''ډېرو کډوالو خپل تګ راتګ کم کړی او ان خپلې اړيکې او تماسونه يې محدود کړي دي.''

صابره او د هغې کورنۍ لکه د زرګونو نورو افغانانو په څېر د وېزې نشتوالي له امله اوس افغانستان ته د جبري ستنېدو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

هغې وويل چې که افغانستان ته ستنه شي، د هغې دوې لوڼې به د لوړو زدکړو له حقه بې برخې وي، مېړه به يې د کار فرصت ونه لري او خپله به هم د خونديتوب احساس ونه کړي.

د هغو افغان کډوالو د نیولو امر، چې د پاکستان د ویزو قانوني موده یې پای ته رسېدلې، د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې صادر شوی و.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په یوه رسمي یادښت کې ټولو ایالتونو، ګلګت ـ بلتستان او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر او د اسلام‌ اباد پولیسو ته ویلي چې دا پرېکړه د ''غیرقانوني کډوالو د ایستلو د طرحې د بیا کتنې'' په یوه غونډه کې شوې ده.

د یادښت له مخې، ټولو مسوولو ادارو ته لارښوونه شوې چې د افغان اتباعو د ایستلو بهیر چټک کړي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې د ویزې له ټاکل شوې مودې ډېر وخت په پاکستان کې پاتې شوي دي.

چارواکو ته دا سپارښتنه هم شوې چې هره ورځ د نیول شویو افغانانو شمېر، د هغوی پر ضد ترسره شوي اقدامات او د هغوی د شتون وضعیت په اړه راپورونه وړاندې کړي.

پاکستانۍ ورځپاڼې اکسپرېس ټربیون راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو لپاره ټول چمتووالی بشپړ کړی او ټاکل شوې ده چې یوازې له پېښوره شاوخوا شل زره افغانان په پړاوونو کې افغانستان ته ولېږدول شي.

د پېښور پولیسو د هغو کسانو معلومات وروستي کړي چې د دې طرحې تر پوښښ لاندې راځي او د عملیاتو د پلي کولو لپاره یې له فدرالي ځواکونو هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د پولیسو په وینا، دا عملیات به د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) د واکسیناسیون کمپاین له پای ته رسېدو وروسته پیل شي.

د دې پلان له مخې، افغانې کورنۍ به لومړی د ناصر باغ کمپ ته لېږدول کېږي او وروسته به له هغه ځایه افغانستان ته واستول شي.

که څه هم د طالبانو حکومت د پخواني جمهوريت نظام ټولو کارکوونکو ته د عمومي عفوې اعلان کړی، خو د ځینو پېښو د تکرار راپورونو د مېرمن صابره په ګډون د ګڼو پخوانیو دولتي کارکوونکو او کډوالو اندېښنې لا هم ژوندۍ ساتلې دي.

اټکل کېږي چې په پاکستان کې تر دوو میلیونو ډېر افغان کډوال ژوند کوي، چې یوه برخه یې یا قانوني اسناد نه لري او یا یې د ویزو موده پای ته رسېدلې ده.

په ورته مهال له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا هم روان دی.

یوازې د پنجشنبې پر ورځ له ۲۹۰۰ زیات افغان کډوال یا د پاکستان له خوا ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې تر اوسه شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال له پاکستان او ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې ډېری یې په جبري ډول راستانه شوي دي.

نړیوالې ادارې اټکل کوي چې د روان کال تر پایه، یعنی په راتلونکو لږ تر لږه شپږو میاشتو کې نږدې درې میلیونه نور افغان کډوال هم له دې دوو هېوادونو وایستل شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د دې راستنېدونکو له امله د افغانستان نفوس په وروستیو کلونو کې شاوخوا لس سلنه زیات شوی، او دې وضعیت په هغه هېواد کې بشري کړکېچ لا ژور کړی چې تر ډېره په نړیوالو بشري مرستو متکي دی.

د دې کورنیو ستنېدل په داسې حال کې روان دي چې افغانستان له سختې وچکالۍ او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، او ډېری کورنۍ د ژوند له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

مرستندویه بنسټونه وايي، په افغانستان کې له شلو میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او د راستنېدونکو کډوالو زیاتوالی پر شته سرچینو او بشري خدمتونو لا ډېر فشار راولي.