تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت او هند د بهرنیو چارو وزارتونو له ګډې کمېټې څه غواړي؟
- Author, سید عبد الله نظامي
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلي، د هند–افغانستان د ګډې کمېټې د غونډې څلورم پړاو ناسته چې د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري اېم انند پرکاش او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې مشر شعیب بریالي د پلاوو مشري کوله، د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۹مه نېټه په نوي ډیلي کې وشوه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت خپل بیان کې د دغه ناستې د بحث وړ ټکو په تړاو وايي، " دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو ټولیزه ارزونه وکړه، چې په کې د بشري مرستو، پراختیایي همکاریو، خوړو خوندیتوب، روغتیايي چوپړونو، ظرفیت لوړونې، زدهکړو، لوبو او ورزش، سوداګرۍ، وېزو او وصلېدا په برخو کې همکاري یاده شوې". وینا پاڼه کاږي " هندي لوري یو ځل بیا د افغانستان د خلکو د هوساینې او پراختیایي اړتیاوو د ملاتړ په اړه خپله پرلپسې ژمنتیا تکرار کړه." هندي چارواکو دې ژمنتیا کې له بشري مرستو هاخوا کوم داسې ټکي نه دي ډاګیز کړي چې وښيي د طالبانو حکومت سره کوم ډيپلوماټیک پرمختګ لپاره څه هوکړې ته سر خوځولی وي خو هغسې چې اعلامیه کې یې ویلي د اړیکو او راشه درشې نږدېوالی غواړي " دواړو لورو د منظمو سلا مشورو پر اهمیت ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه چې له یو بل سره به نږدې اړیکې وساتي.
د طالبانو حکومت هم په خورا محتاطو ټکو له هندي چارواکو سره د خپلو استازو د لیدو کتو په اړه خبرې کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له درکه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي" په یاده ناسته کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاريو په اډانه کې د ویزو صدور، د سوداگرۍ په ستونزو او د صادراتو او وارداتو په پياوړتیا هر اخیز گډ بحث وشو."
سره له دې چې د طالبانو حکومت د پلاوي مشري د یوه سیاسي دریځ استازی کوي خو په خبرو کې تر ډېره د اقتصادي او بشري همکاریو پر ټکو پام ور ټول وي.
هم مهاله د طالبانو حکومت د کرنې وزیر عطا الله عمري هند کې دی او له لوړپوړو هندي چارواکو سره په خبرو کې یې ویلي، "افغانستان چمتو دی هغه کرنیز او حیواني محصولات چې هند ورته اړتیا لري، برابر او دغه هېواد ته یې صادر کړي." ښاغلي عمري د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال پبیترا مارګریتا کې له هنده غوښتي چې افغان سوداګرو ته له خپله اړخه اسانۍ پراخې کړي.
پر خواله رسنیو لیدل کېږي چې دغه افغان وزیر ته د هندي چارواکو، سوداګرو او فعالانو له لوري پراخ هرکلی کېږي. هندي رسنۍ داسې لیدنو کتنو کې داسې ژبه کاروي چې خپل ګاونډي اسلام اباد ته پرې ځان داسې وښيي چې کابل ته خورا نږدې دي. د هند یوه مشهور خبري اژانس (اسیا انټرنشنل نیوز) په خپل تازه سرلیک کې لیکلي: افغان وزیر له هنده د نوې ټیکنالوژۍ برخه کې د مرستې غوښتنې پر وخت ویلي " موږ ګډ کار ته اړتیا لرو."
عطا الله عمري د طالبانو حکومت د روغتیا، سوداګرۍ او بهرنیو چارو له وزیر وروسته څلورم وزیر دی چې هند ته سفر کوي.
دې بهیر کې تر ټولو مهم سفر د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر پر نهمه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي و چې د هند او اوس مهالي کابل د اړیکي د یوه نوي څپرکي انځور یې ورکړ.
د کرېکټ د لوبې پر وخت که چیرې افغانستان لوبېږي نو د هند پر رسنیو یې د ملاتړ او بدرګې خبرونه خامخا لیدل کېږي.
هند د خپل دودیز غلیم پاکستان له لوري پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او په څرګنده یې وویل " دا ډول ګامونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض او د سیمې د امنیت لپاره یو لوی ګواښ دی."
له دا ډول خواخوږۍ سره سره بیا هم هند د طالبانو له حکومت سره په هغه بڼه چلند کوي چې د سیمې نور هېوادونه لکه چین، ایران، ترکیه او نور یې کوي. تر اوسه داسې نښې نښانې نه لیدل کېږي چې ډیلی دې د مسکو پر پلونو ګامونو کېږدي او د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنې ته دې راوړاندې شي. په پوځي کچه او د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا په نورو برخو کې هم هند کومه داسې هوکړه د طالبانو له حکومت سره نه ده کړې چې په نړیواله کچه ګوښی افغانستان ورته اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزارتونو ګډه کمېټه، د همدغه محتاط سیاست په سیوري کې له کابل سره د ډیلي د اوسمهالي تعامل یوه داسې اډانه ده چې په خورا نازکو پړاونو کې یو بل سره پالي.
د طالبانو حکومت لپاره دا اډانه دې حالت کې د پرمختګ تر بریده یو څه دي چې غواړي په یوه ډول د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو کړکۍ پرانیستې وساتي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دې وروستیو کې یوې غونډې ته ویلي وو، له یوه هېواد پرته د سیمې او ګاونډ په ټولو هېوادونو کې افغان استازولۍ فعالې دي.