تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپینې ماڼۍ ته نژدې د امنيتي کسانو په ډزو کې مشکوک بریدګر وژل شوی
د امریکا د استخباراتو یا د پټو خدمتونو اداره وايي له سپينې ماڼۍ بهر یو وسله وال کس د امنیتي کسانو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
د امریکا د استخباراتي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د شنبې په ماښام له شپږو بجو وروسته یوه کس د ۱۷ کوڅې او پېنسلونيا اوېنيو په سیمه کې وسله راوايستله او ډزې یې پيل کړې.
د راپور له مخې، "د استخباراتي ادارو امنيتي کسانو هم ځوابي ډزې وکړې او مشکوک بریدګر یې په نښه کړ. دغه کس يوه سيمه ييز روغتون ته ولېږدول شو او هلته یې مړينه اعلان شوه. د ډزو له له کبله يو لاروی هم ټپي شوی دی".
د امریکا د استخباراتي ادارې په خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې هېڅ یوه امنيتي کسان ته زيان نه دی اوښتی او په وینا یې "ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپينه ماڼۍ کې و".
استخاراتي اداره وايي د دې پېښې په اړه څېړنې دوام لري او نور معلومات به له ترلاسه کېدو وروسته خپاره شي.
باخبره سرچينو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس ته ويلي چې په دې پېښه کې له ۱۵ تر ۳۰ مرمۍ کارول شوې دي.
د پېښې په پيل کې په سپينه ماڼۍ کې موجودو څو خبريالانو راپور ورکړ چې د وادنۍ شاوخوا یې د احتمالي ډزو غږونه اورېدلي دي.
هغه ويډيو چې د اې بي سي نيوز خبريالې سلينا وانګ خپره کړې، په کې ليدل کېږي چې نوموړې د ډزو د غږونو له اورېدو وروسته پر ځمکه کېني او خوندي ځای کې پناه اخلي.
هغې پر ټولنیزه رسنۍ اېکس ليکلي، "موږ ته وويل شول چې په بيړه د سپينې ماڼۍ د خبري غونډې خونې ته منډه کړو ".
د سپينې ماڼۍ شاوخوا سړکونو څخه خپرو شویو ويډيوګانو او عکسونو کې لسګونه پوليس او امنيتي کسان ليدل کېږي.