د پاکستان لاهور کې د یوه ښوونیز مرکز د چت نړېدلو پېښه کې ۱۴ ماشومان مړه شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان لاهور ښار کې لږترلږه ۱۴ ماشومان د سې‌شنبې پر ورځ (د جون۳۰) تر هغې وروسته مړه شوي، چې د یوه ښوونیز مرکز چت پرې رانړېدلی دی.

د پنجاب د اطلاعاتو وزېرې عظمی بخاري‌ ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا مرکز په یوه شخصي استوګنیزه ودانۍ کې پرانیستی او د فعالیت جواز یې نه درلود.

په دې پېښه کې د وژل شویو ماشومانو په اړه ویل شوي چې د ۵ او ۹ کلونو تر منځ عمر لري.

دا پېښه د لاهور ښار سویل کې د 'بستي عیدګاه، کهنه نو' په نوم یوه ګڼ مېشته خو بې‌وزله سیمه کې شوې ده.

د پنجاب د بېړنیو خدماتو اداره وايي، ژغورنډلې د دغه ښوونیز مرکز ۳۰ کلنه ښوونکې او پنځه زدکوونکي په ټپي حالت کې د نړېدلي چټ له خاورو او ویجاړۍ را ایستلي دي.

د پنجاب د پوهنې ایالتي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دې ښوونکې په خپل کور کې د ګاونډ بې‌وزله ماشومانو ته درس ورکاوه.

په پاکستان کې دا ډول ښوونیز مرکزونه، چې ماشومان پکې د ښوونځي له وخت مخکې او وروسته درسونه وايي، ډېر دي.

یوه عیني شاهد اې‌اېف‌پي ویلي، چې کارېګر په دې زړه ودانۍ کې د چت د کاشیو په ترمیم بوخت وو، چې چت راونړېد او ماشومان ترې لاندې شول.

لاهور د پنجاب ایالت مرکز او تر کراچۍ وروسته د پاکستان دویم ستر ښار دی.

چارواکي وايي، د دې پېښه د لامل او احتمالي غفلت په اړه څېړنې کېږي او که ثابته شي، چې ناغېړي شوې، نو مرتکبین به یې خامخا سزا وګوري.

د پاکستان لومړي‌ وزیر شهباز شریف ویلي، چې پر دې پېښې له زړه خواشینۍ شوی او دا چې د قربانیانو کورنیو سره به هره ممکنه مرسته او همکاري کېږي.

د ولسمشر اصف علي زرداري دفتر هم د دې پېښې په تړاو د خواشینۍ اعلامیه خپره کړې،‌ چې په راتلونکې کې د داسې نورو پېښو مخینوي لپاره پکې د کارنده اقداماتو سپارښتنه شوې.

دا چې پاکستان کې د ګاونډ د نورو هېوادونو په څېر رغنیزو چارو کې د خوندیتابه معیارونه پام کې نه نیول کېږي، نو دا ډول پېښې پکې ډېرې کېږي.

تېر کال جولای کې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د یوې پینځه پوړیزې ودانۍ د نړېدو پېښه کې ۲۷ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي وو.

د داسې زړه بوږنوونکو پېښو پر مهال لاملونو کې د رغنیزو توکو د ټیټ کیفیت یادونه هم کېږي.