د فوټبال نړیوال جام حذفي پړاو کې د ناروې، فرانسې، مکسیکو بریا او د اېمباپې نوی ریکارډ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

مکسیکو چې د امریکا متحدو ایالتونو او کاناډا سره د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام شریک کوربتوب کوي، نن چارشنبې سهار وختي د حذفي پړاو سیالۍ کې اېکوادور ته د صفر پر وړاندې په دوو ګولونو ماته ورکړه او د ۱۶ لوبډلو پړاو ته یې لار ومونده.

دا لوبه د مکسیکوسېټي فوټبال لوبغالي کې کېده.

د کوربنې لوبډلې په ګټه لومړی ګول ۲۲مه دقیقه کې خولیان کینیونز وکړ چې په خټه کولمبیایی دی او مخکې د کولمبیا له ۲۰ کلنو کم عمره لوبډلې لپاره هم لوبېدلی دی.

نږدې لس دقېقې وروسته راول خیمنز دویم ګول وکړ او د حذفي پړاو دې مهمه سیالۍ کې یې د مکسیکو بریا څه نا څه تضمین کړه.

د مکسیکو فوټبال ملي لوبډله به د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې د انګلنډ او کانګو دیموکراتیک جمهوریت ترمنځ د حذفي پړاو سیالۍ له ګټونکې لوبډلې سره مخامخېږي.

ټاکل شوې د انګلنډ‌او کانګو لوبه نن (چارشنبه د جولای لومړۍ نېټه) د کابل په وخت د شپې ۸:۳۰ بجې پیل شي.

د مکسیکو او اېکوادور تر دې جالبې سیالۍ څو ساعته ورمخکې فرانسې سویډن ته په حذفي پړاو کې ۳ – صفر ماته وکړه او په نړیوال جام کې یې له مخ تګ وایسته.

د فرانسې لپاره دا ځل هم ریال مادرید سره لوبېدونکی کلیان اېمباپې ښه وځلېد. هغه دوه ګولونه ووهل.

له دې سره د نړیوالو جامونو په جذفي پړاو کې د اېمباپې د ټولو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورسېد او د فوټبال نړیوال جام په نږدې سل کلن تاریخ کې د دغه پړاو تر ټولو مخکښ ګول وهونکی شو.

له دغو دوو ګولونو سره په روان نړیوال جام کې د هغه د ګولونو شمېر ۶ ته ورسېده.

د ارجنټاین لیونېل مېسي یوازنی بل لوبغاړی دی، چې د سږکال په نړیوال جام کې یې شپږ ګولونه کړي.

دوی دواړه سږ کال د زرین بوټ (ګولډن بوټ) د جایزې پر سر له یو بل سره سیالي کوي.

دا جایزه هغو لوبغاړو ته ورکول کېږي، چې د فوټبال په نړیوال جام کې ډېر ګولونه ووهي.

د فرانسې لپاره درېم ګول براډلې بارکولا وکړ.

د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې د فرانسې سیالي د جولای ۴مه له پاراګوای سره ده.

سې‌شنبه (د جون ۳۰مه) د فرانسې او سویډن تر سیالۍ ورمخکې ناروې د عاج ساحل ته ۲ – ۱ ماته ورکړه او په دې توګه یې د لوېدیزې افریقا دغه نومیالۍ لوبډله بل پړاو ته له تګ راوګرځوله.‌

د ناروې لپاره انتونیو نوسا او اېرلېنګ هالاند ګول وواهه.

د یادونې ده چې هالانډ هم له اېمباپي او مېسي سره د زرین بوټ (ګولډن بوټ) جایزې پر سر سیالي کوي. هغه تر اوسه د نړیوال جام سږنیو سیالیو کې ۵ ګولونه کړي.‌

د ناروې او عاج ساحل سیالي په دالاس لوبغالي کې کېده.

ناروې به،‌ چې په لومړي ځل د نړیوال جام له حذفي پړاوه پورته ځي، د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې د جولای ۵مه برازیل سره مخامخ شي