نورستان کې د طالبانو حکومت له خپلې یوې مخالفې ډلې سره نښتې کړې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان له ختیځ ولایت نورستانه رپوټونه وايي، د شنبې سهار وختي د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ په ګوردېش سیمه کې د طالبانو حکومت له خپلې یوې مخالفې ډلې سره په شخړو کې هله ښکېل شو چې وسله والو غوښتل په یوه غرنۍ لاره د تېرېدو پر وخت د طالبانو حکومت پوله ساتي ځواکونه په نښه کړي.

دا سیمه د ډیورنډ پر کرښه، چترال سره جوخته پرته ده.

د طالبانو حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د خپلو مخالفانو دغه ډله یې سخته ځپلې"یو شمېر کسان یې مړه او ځینې نیول شوي هم دي.

دغه سرچینه وايي " نورستان کې د پاکستاني ملیشو، داعش ډلې او شر و فساد ډلې پر وړاندې د ځانګړو ځواکونو سره نښته د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اړوند ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په شرپيټ‌ او لنډي‌ پيټ‌ سيمه کې شوې، چې د دې ډلو وسله وال تر لسو زیات وژل شوي او ۶ تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي."

بي بي سي ته په رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري چې یو شمېر کسان د طالبانو حکومت د ځواکونو له لوري پوښتل کېږي، یوه یې خپل ولایت غور، بل یې پروان یاد کړی.

داسې برېښي چې دغه ډلګۍ کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو کسان یوځای وو.

د سیمې یوه اوسېدونکي وویل "له نیمې شپې وروسته سهار وخت به وو چې دې کسانو حمله کړې ده، د حکومت عسکر هم وژل شوي."

خو د طالبانو حکومت تر اوسه خپل لوري ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت یوې مخالفې "ازادۍ جبهه" په نوم ډ‌لې ادعا کړې چې وسله والو یې دغلته د طالبانو حکومت پر ځواکونو بریدونه کړي او ادعا کوي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده. دغې ډلې ویلي کسانو یې ځمکني وسله وال برید سره "د طالبانو پر کمانډو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم کړي دي."

پاکستاني چارواکو د طالبانو حکومت د دې تازه ادعاو په اړه چې مخالف وسله وال یې له ډیورنډ کرښې را اوښتي وو او د پاکستاني پوځ ملاتړ ورسره وو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت امنیتي ادارو له دې وړاندې ویلي وو چې پاکستان د دوی مخالفانو ته تر خپل واک لاندې سیمو کې پنا ورکړې او په چترال کې د روزنې مرکزونه لري.

دا تېر اګسټ بي بي سي سره په خبرو کې د بدخشان امنیتي چارواکو ادعا کړې وه چې له چتراله یې مخالفان وخت ناوخت د "هاوان" بریدونه هم کوي.

د طالبانو حکومت سرچینې په داسې حال کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د دې نښتې خبر ورکوي، چې پاکستاني چارواکي بیا تل وايي چې د دغه هېواد په نامنیو کې ګڼ ښکېل وسله‌وال له افغانستانه ور اوړي.

په دې لړ کې تازه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف همدا تېره ورځ (جمعه د سپتمبر ۲۵مه) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې تور لګولی چې ګوندې افغانستان یې غلیمانو ته خوندي ځایونه ورکړي دي.

هغه وویل د طالبانو حکومت چارواکي باید ډاډمنه کړي چې خاوره یې د دوی او نورې نړۍ خلاف نه کاورل کېږي.

خو د طالبانو حکومت دا ردوي چې په پاکستان کې جنګېدونکې وسله‌وال او نورې بهرنۍ ډلې دې په افغانستان کې حضور ولري.