تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې بېوزلي: وچه ډوډۍ، لس بچیان ورسره د یوه بېوزلي پلار ژوند
- Author, محجوبه نوروزي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د افغانستان په یوه څنډه کې په نژدې ۳۸ درجې ګرمۍ کې یو سړی چې ږیره یې نیمه سپینه ده، د سړک غاړې د دېوال سیوري ته ناست دی.
مخې ته یې یو کوچنی مېز دی؛ څو پاڼې او دوسیه یې تر یوې ډبرې لاندې اېښي چې شمال یې ترې یونه سي.
خاورین رنګ کمیس او پرتوګ یې اغوستي او پر سر یې دسمال تړلی دی.
په یوه لاس کې یې وچه ډوډۍ او د پښو تر څنګ یې د اوبو بوتل دی.
په ارامۍ سره مړۍ خوري او غلی هلته ناست دی.
چورتي دی، هېڅ یې دېته پام نه دی چې څوک یې مخې ته تېرېږي او یا د سړک پر سر څه حال دی.
کله چې ورنژدې شوم، په مهربانۍ او موسکا یې سلام وکړ او ویې پوښتل چې ایا د تذکرې لپاره راغلې یم او ډېر ژر، د هغه د ژوند کیسه تر هر سند ډېره رنګینه او روښانه شوه.
نوم یې نور محمد دی، تر پنځم ټولګي یې زدکړې کړې دي او اوس له یوه عریضه لیکونکي سره د شاګرد په توګه کار کوي.
ثابت عاید نه لري.
ځینې ورځې لس افغانۍ کار کوي او ځینې ورځې هېڅ کار ورته نه وي، تش لاس کور ته ځي.
بله ورځ مې بیا ولید.
دا ځل یې خپل سر په لاسونو کې نیولی و.
سلام مې وکړ، موسک شو، خو څو شېبې وروسته یې ستونی ډک شو او ویې ژړل.
خپلې اوښکې یې په لاسپاک پاکې کړې او راته یې وویل:
"سر مې سخت خوږېږي، ګردې مې التهاب کړی او ځینې ورځې مې ډېر کړوي".
نور محمد وایي، د ځان د درملنې لپاره پیسې نه لري.
دی وایي، لس ماشومان لري چې شپږ پکې نجونې او پاتې څلور هلکان دي، په خبره یې ټول " قد او نیم قد" دي.
کور یې په یوه بېوزله سیمه کې دی؛ یوه کوچنۍ خونه چې لویه کورنۍ یې په کې ژوند کوي.
د هغه مېرمن ملالۍ وايي ژوند یې په خورا سختۍ تېرېږي.
ملالۍ وايي، کار یې نه دی زده او واړه اولادونه یې هم کار نشي کولی.
"اوبه نه لرو، حمام هم نشته، یوازې مېړه مې کار کوي خو ورته کار هم نشته".
د کور په پخلنځي کې یې یوازې یو څو ټوټې وچه ډوډۍ او یو څو دانې پیاز دي، نور هېڅ هم نشته.
نورمحمد تر دې وړاندې د ګاډو د پارکېنګ ساتونکی و، خو دنده یې له لاسه ورکړې ده. اوس هره ورځ د سړک غاړې ته کېني، د یوه کوچني کار په تمه؛ د یوې عریضې لیکل یا د یوې ساده اداري چارې ترسره کول.
هغه وايي ان داسې ورځې هم وي، چې په کور کې د خوړلو هېڅ نه لري، خو بیا هم هڅه کوي.
نور محمد وایي: "همدا نن سهار هم ډوډۍ نه وه او زه داسې کس یم چې چا ته نه وایم، چې مړ هم شم چا ته نه وایم چې ته څه راکړه. ان ګاونډی مې خبر نه دی.. خپ او چوپ ځم او ژوند مې تېروم، یا لږ یا ډېر".
په داسې یو هېواد کې چې بېوزلي او بېکاري د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې، د نورمحمد کیسه د زرګونو ورته روایتونو یوازې یوه بېلګه ده.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې په خپل یو راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې نژدې ۲۸ میلیون خلک ځانونو ته د ژوند لومړني امکانات او اړتیاوې نه شي برابرولی.
په دې راپور کې لیکل شوي چې په افغانستان کې د اقتصادي حالت پراختیا ډېره کمه ده خو په وړاندې یې بیا نفوس ډېر شوی، نړیوالې مرستې کمې شوې، وچکالۍ هم ډېر شوی او ورسره نورې ستونزې هم ډېرې شوې دي.
د دغه راپور له مخې په افغانستان کې څه باندې اتیا سلنه کورنۍ قرضونه اخیستي او ډېری یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره دېرو سختو او ژوند ګواښوونکو کارونو ته مخه کوي، د راپور له مخې ډېرې کورنۍ پوره درې وخته خواړه نه خوري او اړې کېږي چې خپل ماشومان د کار لپاره بازار ته ولېږي.
بله خوا په افغانستان کې نفوس هم په چټکۍ په ډېرېدو دی.
ځینې نړیوال اټکلونه ښيي چې د افغانستان نفوس په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۴۲ اعشاریه ۶ میلیونه دی، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۰ کال د نفوس پرتله ۱۴میلیونه ډېروالی ښيي.
په دغه هېواد کې د نفوس د ډېرېدو ترڅنګ، له نورو برخو لویو ښارونو ته د خلکو تګ او ژوند کول هم ډېر شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بیا مېشتېدنې د پروګرام اټکل له مخې تر ۲۰۶۰ کاله پورې به په افغانستان کې له هرو دوو کسانو یو به یې په ښار کې ژوند کوي.
په تېرو دوو لسیزو کې، د هرات، غزني او مزار شریف په څېر ښارونه په چټکۍ پراخ شوي دي.
اوږدمهاله جګړه، ناامنۍ، وچکالۍ او په کلیو کې د خلکو کمزوری اقتصاد هغه لاملونه دي چې په زرګونه کورنۍ یې ښارونو کې ژوند کولو ته اړ کړي دي.
ډېری هغه کسان چې ښارونو ته راغلي، ښه ژوند یې نه دی موندلی؛ یوازې د دوی د بې وزلۍ بڼه بدله شوې ده.
نور محمد یو له دوی دی.
ډېری کورونه لږترلږه له څلورو تر شپږو پورې ماشومان لري او ډېری کورنۍ د ثابت عاید نشتوالي سره سره لاهم ماشومان زیږوي.
ټولنیز کارپوهان وايي، د کورنۍ پلان جوړونې په اړه د پوهاوي نشتوالی، فقر، روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی او د ماشوم زېږون په اړه دودیز نظرونه د افغانستان د نفوس د ودې اصلي عوامل دي.
په افغانستان کې ډېری کورنۍ ماشومانو ته د "سرمایې یا ملاتړ ورکوونکي" په سترګه ګوري او ځکه نو د ډېرو ماشومانو غوښتونکي دي.
په داسې حال کې چې همدا ماشومان بیا ډېری وختونه په بې وزلۍ، خوارځواکۍ او محرومیت کې لویېږي.
نور محمد مې د نوموړي د ماشومانو د شمېر په اړه وپوښت دا چې ولې په دومره لوی شمېر ماشومان لري نو نوموړی د یوې شېبې لپاره غلی شو او بیا یې راته وویل:
"دا خو ژوند دی. ځینې وختونه ښه تېرېږي او ځینې وختونه بد".
دی وایي، له چا مرسته نه غواړي ځکه چې پرې شرمېږي.
"نن سهار موږ ډوډۍ نه درلوده، د خوړلو لپاره هېڅ نه وو. خو که پرې مرم هم ، زه به هېچا ته ونه وایم چې ماته څه راکړي."
په هغه هېواد کې چې د لسیزو جګړو او کړکېچونو اقتصادي او ټولنیز جوړښتونه له منځه وړي دي، د نفوس دقیقه سرشمېرنه ده شوې.
په افغانستان کې وروستۍ ملي سرشمیرنه لسیزې دمخه وه او کارپوهان وايي چې د دقیقو احصائیو نشتوالی د ښاروالۍ خدمتونو، تعلیم، روغتیا او کارموندنې لپاره پلانول ستونزمن کړي دي.
په عین حال کې، غیر پلان شوي ښاري وده په عامه خدمتونو فشار راوړی دی.
د افغانستان په لویو ښارونو کې ډېرې بې وزله سیمې د څښاک اوبو، برېښنا، د فاضله اوبو سیسټمونو او مناسب روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نلري.
نور محمد هم په داسې وضعیت کې ژوند کوي.
که هغه نن ناروغه شي او د سړک غاړې ته خپل کار ته دوام ورنه کړي، نو ممکنه ده چې د هغه ۱۲ کسیزې کورنۍ د شپې ډوډۍ لپاره هېڅ هم و نه لري.
خو پر دې ټولو ستونزو سربېره، هغه لاهم هر سهار وختي له کوره وځي، د سړک په غاړه خپل کوچنی مېز ږدي، د کاغذونو په سر یوه ډبره ږدي چې باد یې یونه سي او دېته انتظار کوي چې یو کس ورته راشي او ورباندې عریضه ولیکي.
هغه روښانه راتلونکی نه ویني، خو نور مخمد بیا هم هیلهمن دی.
"بیا هم، خدای مهربان دی."