فوټبال نړیوال جام؛ ارجنټاین لوبډله انګلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته ورسېده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د نړیوال جام د اتلولۍ دفاع کوونکې ارجنټاین لوبډلې د انګلنډ پر وړاندې په ۲-۱ بریا سره د ۲۰۲۶ نړیوال جام پایلوبې ته لاره وموندله او ټاکل شوې، چې د یکشنبې په شپه په نیو جرسي کې له اسپانیا سره د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.

دې سره د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدو لپاره د انګلنډ شپیته کلنه هیله یو ځل بیا هم نیمګړې پاتې شوه.

انګلنډ لوبه د جورډن پیکفورډ، رایس جېمز، جان سټونز، مارک ګوېهي، جد سپېنس، ډېکلان رایس، اېلیوټ انډرسن، مورګان راجرز، جود بېلینګهم، انتوني ګورډن او هېري کېن په ترکیب پیل کړه.

د انګلنډ په لوبډله کې د مخکنۍ لوبې پرتله درې بدلونونه راغلي وو، رایس جېمز، جد سپېنس او مورګان راجرز د ازري کونسا، نیکو اورایلي او نوني مادوئکې پر ځای د لوبې ډګر ته راکوز شوي وو، چې د دفاعي اړخونو او ښي لوري په برخو کې بدلون راولي.

بلخوا، د ارجنټاین روزونکي لیونل سکالوني خپله لوبډله د امیلیانو مارتینیز، ناوېل مولینا، کریستیان رومېرو، لیساندرو مارتینیز، نیکولاس ټاګلیافیکو، لیاندرو پارېدس، جولیانو سیمئونه، انزو فرناندېز، الکسیس مک الیستر، لیونل مېسي او خولیان الوارېز په ترکیب میدان ته ولېږله.

سکالوني د سویس پر وړاندې د کوارټر فاینل د لوبې پرتله یوازې یو بدلون کړی و، جولیانو سیمئونه د رودریګو ډي پاول پر ځای په منځنۍ کرښه کې ځای پر ځای شوی و، په داسې حال کې چې خولیان الوارېز یو ځل بیا د لیونل مېسي ترڅنګ په برید کې لوبېده.

دواړو لوبډلو، چې له پخوا راهیسې د سختې او جنجالي سیالۍ اوږده مخینه لري، دا لوبه هم له پیله په خورا فزیکي او جنجالي بڼه پیل کړه.

د لوبې لومړنی اخطار په ۳۷مه دقیقه کې د انګلنډ یوه لوبغاړي ته ورکړل شو. دا په داسې حال کې وه چې تر هغه وخته د ارجنټاین جولیانو سیمئونه پنځه ځله او انزو فرناندېز دوه ځله خطا کړې وه. خو بیا هم دا د انګلنډ اېلیوټ انډرسن و چې د خپلې دویمې خطا له امله د لوبڅار له خوا ژېړ کارت ورکړل شو.

د لوبې لومړۍ نیمایي په ټوله کې فزیکي او له جذابیت پرته تېره شوه. دواړو لوبډلو د ګول کولو فرصت او یا د ګول دروازې چوکاټ ته سم شوټ نه درلود. ارجنټاین په لومړۍ نیمایي کې دوه شوټونه وکړل، په داسې حال کې چې انګلنډ یوازې یو شوټ درلود.

د لومړۍ نیمایي له مهمو ټکو یو هم دا و چې لیونل مېسي تر ډېره د لوبې له بهیره لېرې او کم اغېزناک ښکارېد. د انګلنډ پخواني ګول ساتونکي او د بي بي سي شنونکي جو هارټ د لومړۍ نیمایي په پای کې وویل:

"ما د انګلنډ د لوبغاړو له غبرګون او مقاومته رښتیا خوند واخیست. اېلیوټ انډرسن په ټول ډګر کې مېسي قدم په قدم تعقیب کړ او حتی یوه لوېشت ځای یې هم ورنه کړ. البته مېسي خپلې شیبې درلودې، خو د انډرسن همدې کار د لوبې بهیر وټاکه."

د دویمې نیمایي په لومړیو دقیقو کې هم لوبه په ځانګړي ډول د ارجنټاین د لوبغاړو لخوا ډېره فزیکي روانه وه. خو په ۵۵مه دقیقه کې د بارسلونا ۲۵ کلن لوبغاړي انتوني ګورډن د ارجنټاین د ګول دروازه پرانیسته او انګلنډ یې مخکې کړ.

څو شېبې وروسته ارجنټاین د ګول جبران لپاره طلایي فرصت ترلاسه کړ، خو د جد سپېنس په زړه پورې او پر وخت ټېکل د سیمئونه مخه ونیوله او انګلنډ یې له یو حتمي ګوله وژغوره.

لږ وروسته بیا د انګلنډ ګول ساتونکی جورډن پیکفورډ د خپلې لوبډلې ژغورونکی شو. د مېسي له لوري یوه ښکلې او تاوېدونکی توپ د نکو ګونزالېز تر سر ورسېده، خو پیکفورډ په یوې غوټې سره توپ د دروازې له ښي ګوټه بهر کړ.

وروسته بیا د دروازې ستنې هم له درېیو زمریانو (انګلنډ)سره مرسته وکړه. الکسیس مک الیسټر په بشپړ ډول ازاد موقعیت کې په سر ضربه وکړه، خو توپ د دروازې له ستنې سره ولګېد.

انګلنډ د لوبې په وروستیو شېبو کې د ټولو لوبغاړو په دفاع کولو سره هڅه کوله چې خپل یو ګولي مخکښتوب وساتي، خو انزو فرناندېز د لوبې په ۸۵مه دقیقه کې په یوه ښکلې ضربه د مساوي ګول په وهلو سره پایله ۱-۱ کړه.

د مېسي جادو همدلته پای ته ونه رسېد. د ارجنټاین نامتو ستوري په ۹۲مه دقیقه کې د خپلې پښې په وسیله یو سنټر د انګلنډ د دروازې مخې ته ورساوه، او لائوتارو مارتینېز د سر په ضربه توپ جال ته واستاوه او ارجنټاین ته یې د ۲-۱ بریا او د نړیوال جام د پایلوبې ټکټ ورپه برخه کړ.

ارجنټاین تر دې وړاندې هم په پرلپسې ډول د نړیوال جام دوو پایلوبو ته د رسېدو تجربه لري. دې لوبډلې په ۱۹۸۶ نړیوال جام کې اتلولي خپله کړه، او څلور کاله وروسته یې یو ځل بیا پایلوبې ته لاره پیدا کړه، خو په ایټالیا کې یې لوېدیځ جرمني ته ماتې وخوړه او د دویم مقام ګټونکې شوه.