بلوچستان کې د مالدارۍ وزارت له فارمه تر ۴۰۰ ډېر د قره‌قل وري تښتول شوي

د قره‌قل تور وری او شاوخوا یې ځينې نور مږان هم برېښي.

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د قره‌قل وریو له څرمنې قره‌قل خولۍ او ځينې نور توکي جوړېږي.
    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو، کوټه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د بلوچستان د پښين سیمې ځايي چارواکي وايي چې هلته د مالدارۍ وزارت له یوه اړوند دولتي فارمه له ۴۰۰ نه ډېر وري تښتول شوي دي. د دوی په وینا، ځينو وسله‌والو لومړی د (مسلخ فارم) په نوم د څارویو د یوه پالنځي دوه کارکوونکي یرغمل کړي او وروسته یې وري ترې "نامعلوم ځای" ته بیولي دي.

دغه فارم داسې وري (د مېږو بچي) اخیستي وو او هلته یې ساتل چې له څرمنې یې قره‌قل خولۍ جوړېږي.

په پاکستان کې دا خولۍ د "جناح خولۍ" باندې مشهوره ده. جناح د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح تخلص دی چې پاکستانیان یې "قايد اعظم" یا خپل لوی رهبر ګڼي او هغه به قره‌قل خولۍ پرسروله.

ځايي چارواکي وايي چې په دې اړه یې عریضه یا شکایت ترلاسه کړی او پلټنې یې پيل کړې دي. دوی زیاتوي چې مخکې هېڅکله د څارویو له کوم دولتي فارمه دومره ډېر څاروي نه وو غلا شوي.

بي‌بي‌سي د بلوچستان د مالدارۍ ایالتي وزیر میر فیصل خان جمالي سره په دې هکله خبرې وکړې. هغه د پېښې پخلی وکړ او ویې ویل چې وزارت یې دا موضوع څېړي.

په عریضه کې څه لیکل شوي؟

څلور تور مږان په یوه شپول کې ولاړ برېښي چې د یوه په غوږونو کې سره ځونډي هم دي.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، د مالدارۍ وزارت یو چارواکی وايي چې اوس د قره‌قل وریو نسل کم شوی او اوس تر ډېره یوازې په دولتي فارمونو کې ساتل کېږي.

د پښين (سلطان پښين) تاڼې ته د دې پېښې عریضه یا (اېف‌ای‌ار) د مالدارۍ وزارت د څارویو څانګې مرستیال عبدالمنان کړې ده. دغه مدعي پکې ویلي چې دا وري ترې تېره شنبه (د مې پر ۱۶مه) د وسلې په زور تښتول شوي.‌

په عریضه کې ویل شوي چې پر دې ورځ شپږ موټرسایکل سپاره وسله‌وال د پښين ولسوالۍ د کوړای کېمپ مسلخ فارم ته ورغلل او هلته یې د څارویو د دغه پالنځي دوه کارکوونکي یرغمل کړل. بیا یې له وریو سره یو ځای د کوټې پنجپايي سیمې ته یوړل چې هلته یې دواړه کارکوونکي پرېښودل خو ۴۰۶ وري یې د غرنۍ سیمې غوغاړ لوري ته ورسره په مخه کړل.

په کوټه کې د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې له هغو دوو کارکوونکو هم پلټنې روانې دي او په لومړنیو پوښتنو ګروېږنو کې یې ویلي چې د وریو تښتوونکو ورته ویلي چې دوی د یوې "وسله‌والې ډلې" غړي دي.

خو تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې له دغه دولتي یا سرکاري فارمه د څارویو د تښتولو مسؤلیت نه دی منلی.

دا وري تر عادي وریو ډېر ګران‌بیه دي

د مالدارۍ ادارې یو پخوانی مشر غلام رسول تاج وايي چې د پښين مسلخ فارم درې-څلور لسیزې پخوا د قره‌قل وریو د ساتنې او پالنې په موخه جوړ شوی و.

په وینا یې، د دغه نسل وریو ارزښت او بیه ځکه لوړه ده چې د تازه زېږېدلو بچیو له څرمنې یې قره‌قل خولۍ جوړېږي.

که څه هم کلونه پخوا قره‌قل خولۍ ډېره پرسرېده خو اوس یې موډ تللی او څوک یې هغومره نه کاروي.

غلام رسول وايي، "د دغو وریو غوښه هم تر نورو ښه بلل کېږي او د بلوچستان د نورو مږانو پرتله یې بیه لوړه ده".

پر سره غالۍ یوه زېړبخونه قره‌قل خولۍ ایښې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څو لسیزې مخکې قره‌قل خولۍ ډېره پرسرېده خو اوس یې هغومره موډ نه شته.

دی زیاتوي چې د همدې لوړ قیمت له امله په دومره لوی شمېر کې د داسې وریو د غلا تاوان میلیونونو پاکستانیو روپيو ته رسېږي.

یوه بل چارواکي بیا بي‌بي‌سي ته ویلي چې د قره‌قل نسل وري اوس ډېر نه پيدا کېږي او یوازې د مالدارۍ ادارې اړوند فارمونو کې ساتل کېږي.

ده ویلي چې که څه هم کره اټکل یې سخت دی خو په وینا یې، د تښتول شوو څه باندې ۴۰۰ وریو ټوله بیه شاوخوا ۳۰ میلیونو کلدارو ته رسېږي.

په پښين کې د دغو وریو مسلخ فارم د بلوچستان د مالدارۍ وزارت له هغو پالنځيو دی چې د څارویو ارزښتمن نسلونه پکې ساتل کېږي.

مسلخ فارم د کوټې د شمال لوېديځ په ۴۰ کیلومترۍ کې دی چې د کوټې په پښين ولسوالۍپورې تړلې سرحدي سیمه ده.

یو سر یې له کوټې او بل یې د بلوچستان له مستونګ سره نښلي. همدراز له لوړو ژورو د دې ډکې غرنۍ سیمې د پنجپايي یوه برخه بیا تر ډيورنډ کرښې رسېږي.

"په لوی اختر کې ښايي د دغه نسل وري پيدا نه شي"

یو وری چې سر یې سپين خو غوږونه او نوره تنه یې نسواري رنګه ده، سرټيټی ولاړ دی. ځمکه له شږو او کاڼو ډکه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د قره‌قل وریو غوښه هم د عادي مږانو پرتله ښه بلل کېږي او خپل مینه‌وال لري.

د لوی اختر په ورځو شپو کې د بلوچستان مرکز کوټې ته له دولتي فارمونو هم مږان، پسونه او نور څاروي خرڅون ته ور وړل کېږي.

غلام رسول دعوه کوي چې د دغو پالنځيو څاروي تر نورو غوښن او روغ وي نو ځکه د اختر په ورځو شپو کې ډېر مینه‌وال لري.

دی وايي، کله چې د مالدارۍ ادارې مشري له ده سره وه نو د مسلخ فارم پسونه او مږان به هم د اختر مخې ته پر خلکو خرڅول کېدل. خو په خبره یې، د اوسنۍ پېښې له امله ښايي په سږني اختر کې د دغه پالنځي مږان خرڅلاو ته وړاندې نه شي.

که څه هم دا نادره پېښه ده خو تېر کال په سپتمبر میاشت کې د خیبر پښتونخوا په بنو کې هم له یوه دولتي فارمه ګڼې غواګانې غلا شوې وې.