د 'ډونلډ ټرمپ' په نامه مشهور ۷۰۰ کیلوګرامه څاروی، چې د خواله رسنیو ستوری شو

د عکس سرچینه، AFP
هغسې چې لوی اختر نږدې کېږي، د څارویو پېر او پېر بازارونه تودېږي او د قربانۍ څارویو لپاره د پیرودونکو ګڼه ګوڼه زیاتېږي.
ځینې څاروي د خپلې بیې له امله مشهور کېږي او ځینې نور بیا د خپل جسامت، حجم او فزیکي ځانګړتیاو له امله مشهور کېږي.
په بنګله دیش کې بیا د قربانۍ یو څاروي د خپل نوم له امله ډېر شهرت موندلی او ګڼ شمېر کسان ورسره عکسونه اخلي.
د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د زرینو وېښتو لرونکی دا البینو مېښ د خپلو وېښتو رنګ او انداز له کبله د 'ډونلډ ټرمپ' په نامه نومول شوی دی.
د دې څاروي ۳۷ کلن مالک ضیاالدین وايي، ورور یې د دې ۷۰۰ کیلو ګرامه مېښ نوم د ویښتو د رنګ له امله د متحده ایالاتو د ولسمشر په نوم کېښود.

د عکس سرچینه، AFP
ضیاالدین پلازمېنې ډاکې ته نږدې ناراین ګنج سیمه کې اې ایف پي ته وویل: "زما کشر ورور دا د غیر عادي ویښتو له امله نومولی دی."
ضیاالدین زیاته کړه چې خلک د می په میاشت کې د څارویو لیدلو ته راتلل.
د ضیاالدین په وینا، دغه مېښ په ورځ کې څلور ځله لمبول کېږي.
د یادونې ده، چې بنګله دېش یو مسلمان اکثریت لرونکی هېواد دی او د نړۍ د نورو برخو په څېر به لوی اختر د روانې میاشتې په وروستیو کې دلته هم لمانځل کېږي.
ضیاالدین زیاته کړه چې مېښ د پرلپسې ګڼې ګوڼې له امله وزن له لاسه ورکول پیل کړل، چې وروسته یې په عامه ننداره بندیز ولګاوه، خو سره له دې هم ماشومان لاهم د دروازو له لارې د هغې د لیدو لپاره ورګوري.

د عکس سرچینه، AFP
فیصل احمد چې دا څاروی یې له نژدې لیدلی وايي، دی له پنځو ملګرو او د کورنۍ غړو سره د دې څاروي لیدو لپاره راغی. هغه زیاته کړه چې وراره یې یوازې د "ډونلډ ټرمپ" لیدو لپاره په کښتۍ کې یو ساعت سفر کړی و.
که څه هم دغه مېښ د خواله رسنیو ستوری شوی، خو دا یوازینی څاروی نه دی چې ځانګړی نوم ورکړل شوی دی.
یوه غوايي ته د ''توپان'' یوه بل چاغ څاروي ته د ''فېټ بوای'' او یوه بل ته بیا د ''سوئټ بوای'' نوم ورکړل شوی دی.
د برازیلي فوټبالر نیمار په نوم هم د زرینو ویښتو لرونکی غویی نومول شوی دی.
ضیاالدین په داسې حال کې چې په شخوند بوخت مېښ ته یې په مینه کتل وویل: زه به دا څاروی یادوم، خو د لوی اختر اصلي روح همدا قرباني کول دي."


















