تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کورونا پرمهال توقیف کې د مړینو له امله نهه هندي پولیس په اعدام محکوم شوي
- Author, انبراسن ایتراجان او جورج رایټ
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
هندوستان کې نهه پولیس په ۲۰۲۰ کال کې د توقیف پرمهال د یو پلار او زوی د مړینې له امله د مرګ په سزا محکوم شوي دي.
د جنوبي ایالت تامیل ناډو ۵۸ کلن پلار پي جي راج او د هغه ۳۸ کلن زوی بېنکس د ایالت په زندان کې مړه شوي وو.
د ادعا له مخې دوی د خپل موبایل دوکان پرانستلو سره د کورونا د وبا پرمهال د ټولبندیز له اصولو سرغړونه کړې وه.
دوشنبې په ورځ پولیسو ته د سزا د اعلانولو پر مهال قاضي وویل: "پولیسو له هغوی جامې ویستې او د یوبل مخامخ یې بې دردۍ سره شکنجه کړي وو" قاضي دا له واکه د ناوړه ګټې پورته کولو څرګنده بېلګه بللې ده.
ده وویل "پولیسو دا کار د هغوی د وژنې په نیت کړی و".
پولیس تېره میاشت ددې کړنې له امله مجرم بلل شوي او اوس ورته سزا معلومه شوې، خو هغوی لوړې محکمې کې ددې پرضد اپیل کولی شي.
د سزا د اعلانولو پرمهال قاضي دا هم وویل "هغوی باید ونه بخښل شي، هغوی ته باید د عمر یا کورنۍ د حیثیت له امله کمه سزا ورنه کړی شي".
په ټولیز ډول ددې پېښې له امله ۱۰ پولیس نیول شوي وو، خو یو تورن ۲۰۲۰ کال کې د کورونا له امله مړ شو.
دې قضیې په تامیل ناډو کې پراخ احتجاجونه راپارولي وو. ایالتي پارلمان کې د اپوزیسون غړو هم دې کې برخه درلوده.
د هندوستان د اپوزیسون مشر راهول ګاندي او وتلی هندی کرېکټ لوبغاړی شېکر دیون له هغو کسانو وو چې مړو شوو کسانو لپاره یې د عدالت غوښتنه کړې ده.
دې پېښې په هندوستان کې د پولیسو لخوا سخت چلن ته د خلکو پام راګرځولی دی. د بشري حقونو ډلې وايي هرکال سلګونه کسان هندوستان کې د توقیف پرمهال مري. دوی وايي له مشکوکو کسانو اعترافونو ترلاسه کولو لپاره شکنجه او ځورونه د پولیسو د چلن برخه ګرځېدلې ده.
د روان کال په پیل کې د ملګرو ملتو ګڼو کارپوهانو له هندوستانه غوښتي وو چې له نړیوالو قوانینو سره د پولیسو برابرولو لپاره بنسټیز سمونونه راولي.