تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین کې د کابل او اسلام اباد خبرې، دواړه لوري پر څه ټینګار لري؟
- Author, عنايت الحق ياسيني
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان د استازو ترمنځ چین کې پر دوشنبه په پنځمه ورځ هم خبرې روانې وې.
له پرله پسې هڅو سره سره دواړه خواوې د خبرو د جزییاتو په اړه له څه ویلو ډډه کوي. یوې باخبرې سرچینې تایید کړې چې له اوله سره د چین حکومت "نه غوښتل چې دا خبرې رسنیزې شي".
خو په رسنیو کې په دې اړه د خبر له خپرېدو وروسته لومړی کابل او اسلام اباد هلته د پلاوو استول تائید کړل او په بله ورځ چین هم وویل "خبرې ښې روانې دي".
د سرچینو په وینا د خبرو لپاره شپږ ورځې ټاکل شوي او له مهالوېش سره سم سه شنبه به د دې خبرو وروستۍ ورځ وي.
خبرو ته د پلاوو له استول کېدو وروسته په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل، "کابل باید د وسلهوالو پرضد ملموس او د تایید وړ ګامونه واخلي". د سرچینو پر وینا د دې خبرو یو مهم ټکی همدا دی. د طالبانو حکومت بیا له خپل لوري د نورو غوښتنو ترڅنګ په لیکلي او تضمین شوي ډول دا ډاډ ترلاسه کول غواړي چې د سوداګریز فعالیتونو پرمخ به بیا لارې نه تړل کېږي.
که څه هم ځینې سرچینې وايي چې په دې لړ کې د چین روانو خبرو کې "څه پرمختګ شوی". د دې نه وړاندې د ترکیې او قطر خبرو کې هم دا غوښتنې شوې وې، خو دواړه لوري یې په حل کولو کې پاتې راغلي وو. له دې امله داسې برېښې چې دې خبرو کې به هم په دې موضوع یو هر اړخیز حل موندل دواړو لورو ته ډېر ننګوونکی وي.
په کابل کې د یکشنبې پر ورځ د منځنۍ اسیا هېوادونو له استازو سره د مشورتي خبرو اترو په غونډه کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل چې د دوی استازي د چین خبرو کې "په رښتینولۍ او د حللارې پر بنسټ ګډون کوي او غواړي چې د تفاهم او متقابل درناوي پربنسټ ستونزې حل شي."
دې خبرو کې د کابل له لوري د بهرنيو چارو وزارت استازي محبالله وثیق اوعبدالحی قانت، د استخباراتو ریاست استازی یحیی تکل، د کورنیو چارو او له دفاع وزارتونوعارفالله او روحالله عمر برخه پکې لري. اسلام اباد وايي چې خبروکې یې بهرنېو چارو وزارت کې د افغانستان د څانګې مسول ګډون کوي خو د خپل پلاوي د نورو غړو په اړه یې څه نه دي ویلي.
چین تېره میاشت هم د دواړو خواوو ترمنځ جوړجاړي لپاره استازی استولی و خو د پاکستان لخوا کابل کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې پرمرکز برید له امله د چینايي استازي هڅې بې نتیجې پاتې شوې.
دې برید پراخ نړیوال غبرګونونه هم راپارولي وو.
له دې وروسته دواړو خواو د سعودي عرب، قطر او ترکیې په غوښتنه د اختر په مناسبت شپږو وروځو لپاره بریدونه ودرول خو له هغې وروسته په ډیورنډ کرښه څو ځله د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. د تاوتریخوالي دوام د دواړو هېوادو ولسونو ته په ځانګړې توګه د ډیورنډ پر کرښه پرتو خلکو لپاره ډېرې ستونزې پیدا کړې دي او له همدې امله ډېر یې هواری اړین ګڼي.
د اسلام اباد لپاره له دې پلوه هم په خپل ګاونډ کې د دې مشکل حلولو ضروروي دي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ دېپلوماسۍ کې ښکېل دی، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت سره د جګړې او ترینګلتیا ته پای ورکولو سره به اسلام اباد وتوانیږي خپل پام د تهران او واشنګټن ترمنځ دېپلوماسۍ ته واړوي.
چین هغه هېواد دی چې پاکستان ډېرې نږدې اړیکې ورسره لري او په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم واک ته له بیارسېدو راهیسې ځان ورنږدې کړی دی.
که څه هم په تېر کې د درېیمګړو هېوادونو په منځګړیتوب د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ خبرو کومه داسې پایله نه ده درلودلې چې روانه کشاله پرې حل شي، خو وکتل شي چې په چین کې د روانې ناستې کومه مثبته پایلې راوځي او که نه.