د افغان غالۍ اوبدنې او پلور هغه خونه چې د پوتین او مکرون په ګډون د نړۍ مشران یې لیدو ته ورغلي

زینب
د عکس تشریح، زینب د اوونۍ شپږ ورځې ساعتونه ساعتونه د غالۍ اوبدنې او پلور په خونه کې کار کوي او په روانه انګریزي ژبه ورتلونکو کسانو ته معلومات ورکوي.
    • Author, سید عبد الله نظامي
    • دنده, بي بي سي ازبکستان سمرقند
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په ازبکستان کې د غالۍ اوبدنې او پلور یو لوی مرکز ته هره ورځ د لیدنې او پېرودنې لپاره ډلې ډلې خلک ور روان وي. د دوی منځ کې ولسمشران، وزیران او د هنر د ډګر ستوري هم لیدل شوي.

د غالیو د کاروبار دا خونه په ۱۹۹۰ کلونو کې د محمد عوض بادغیسي په نوم یو افغان، د ازبکستان په سمرقند کې جوړه کړې چې اوس یې میراث د هغه لور زینب بادغیسۍ پسې پالي. ښاغلی بادغیسی دلته له دې امله کډه شوی و چې هغه مهال کابل کې شوروي پلوی افغان حکومت پرځېدلی او د مجاهدینو ترمنځ خونړۍ کورنۍ جګړې روانې وې.

که څه هم هغه له بدې ورځې له خپل هېواده وتلی و خو وروسته په ازبکستان کې د یوه داسې سوداګریز کار ځای څښتن شو چې هم په کې ډېرو افغانانو او د ازبکستان اوسېدونکو ته د کار لار جوړه شوه< ورسره یې د افغان غالیو د پلور لپاره د پام وړ درک هم ومونده.

انځورونه
د عکس تشریح، د روسیې او فرانسې د ولسمشرانو په ګډون د نړۍ د ډېرو مهمو څېرو انځورونه دلته لیدل کېږي چې له دې خونې یې لیدنه کړې ده.

زینب بادغیسۍ وايي، "دا د منځنۍ اسیا په کچه تر ټولو لویه د غالۍ اوبدنې خونه ده، په ازبکستان کې هم یوازینۍ او لومړنۍ دا ډول قالین بافي ده. د غالۍ اوبدنې سرچینه له افغانستانه ده، نو دغه هنر دلته راوړل شوی ځکه خو د ټول پام ځان ته اړوي.

همدا ده چې د افغانستان او ازبکستان د ښه کیفیت لروونکو غالیو د لیدو لپاره خلک تلوسي کوي چې څه ډول یې رنګونه بدلېږي، څه ډول اوبدل کېږي نو طبعا د هر چا پام را اړوي."

د دې کارځای شهرت یې پر دیوالونو له ځړولو شویو انځورونو ښکاري چې له پخواني افغان ولسمشر صبغت الله مجددي نیولي، د روسیې تر ولسمشر ولادیمیر پوتین، د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون، د ملګروملتونو پخوانی سرمنشی کوفي عنان او د نړۍ ګڼ نور مشران ورته بېلابېلو وختونو کې ورغلي.

غالۍ
د عکس تشریح، افغانې غالۍ د نړۍ په کچه نامي دي.

زینب بادغیسۍ بي بي سي سره خبرو کې وویل، "افغانیت مې ویاړ دی، غواړم خلک وپوهوم چې افغانستان یوازې هغه هېواد نه و چې تل جګړه په کې وه، داسې هېواد و چې ګڼ او دا ډول هنرونه په کې و چې ډېر یې په اړه نه پوهېږي، دغه هنرونه په سلو کې لس یې هم د نورې نړۍ سترګو ته نه دي رسېدلي او په اړه یې معلومات نه لري."

زینب وايي دې کاروبار دا ویاړ وربخښلی چې د افغانستان د خلکو یو د پام وړ هنر نړۍ ته ورپېژني.

هغې ویل، له هر چا سره چې خبرې کوي د خپل ځان په ورپېژندلو کې له نوم وروسته دا وریادوي چې افغانه ده.

سید عبد الله نظامي او زینب بادغیسي د مرکې پر وخت
د عکس تشریح، زینب بادغیسي د بي بي سي له خبریال سید عبد الله نظامي سره د خبرو پر مهال د هغو غالیو په اړه غږېږي چې افغانستان کې د مېرمنو په لاس اوبدل کېږي او دلته د پلور لپاره ور وړل کېږي.

موږ چې کابو نیمه ورځ دغه کار ځای کې وو ومو لیدل چې له روسیې نیولې تر بریتانیا او امریکا لیدونکي او پېرونکي ور مات وو. یوه ایټالوي وګړي ویل، "موږ افغانستان پېژانده خو تر ډېره د جګړو په نوم مو یادوه. دلته چې څه ګورو بېخي یو بل څه یې په اړه اورو."

دا یوازې پلور ځای نه، د هغو لپاره روزنځای هم دی چې غواړي غالۍ اوبدل زده کړي. د دې مرکز یوه لویه خونه کې د غالۍ اوبدنې وسایل لیدل کېږي چې ښکاري دلته د ډېرو لپاره د زده کړې موقع هم شته.

زینب وايي، "د غالۍ اوبدنې هنر دلته په وړیا ډول خلکو ته ور زده کوو. د زده کړې لپاره درې میاشتې موده وي. له هغه وروسته که وغواړي له موږ سره کار وکړي نو د ازبکستان د قانون له مخې یې باید عمر له ۱۸ کلنۍ پورته وي."

شربت ګله
د عکس تشریح، د شربت ګلې انځور چې پر غالۍ اوبدل شوی یو له هغو انځورونو دی چې دلته د افغانانو د ژوند د بېلګې په توګه پر دیوال ځړول شوی.

دې ځای ته ډېرې غالۍ له پلازمېنې کابل او د افغانستان له نورو سیمو هم د پلور لپاره راوړل کېږي. یوه داسې ځای ته چې د جګړو او کډوالیو د کیسو پر ځای د خپل ټاټوبي د رنګونو او د خورایکښو مېرمنو د هنر استازیتوب ته یې غېږه پرانیستې ده.

زینب وايي د کابل په نوي ښار کې خپل پخوانی پلرنی کار ځای یې اوس هم د ګڼو غالۍ اوبدوونکو پر مټ چلېږي او د هېواد په نور سیمو کې هم سوداګر سوچه افغانې غالۍ د دوی کار ځای ته د پلور او نندارې لپاره راوړي.